
په اسلام کې د راز ساتنې اهميت؛ د سرپرست وزیر تصنيف
ابوبکر خپلواک
خوشباوري تل طالـب ته تاواني تمامه شوې، نېک ګمان او بل هر چاته د خپل ځان ګمان، همدارنګه ظاهر ته احترام د افغاني مـجاهد خواص دي، دغه اختر له نورو هغو ډېر متفاوت و، طالـب دا ځل له سنګره نه، بلکې له دفتر کلي ته د اختر په بهانه راغلو.
هره ټولنه موافق او مخالف لري. راغلو جدیدو مسؤلینو په هر مجلس کې د خپل کار ځای، مسؤلیت او موقف، امتیاز او دندې ښې ګرمې کیسې کولې. په عموم کې رښتنی خواخوږی چې کله کمي وویني د ګیلې پر ځای په بدیل فکر کوي. لاندې کرښې همدغه نېمګړې هڅه ده!
« په اسلام کې د راز ساتنې اهميت » د لوړو زدکړو وزارت د سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حـقاني صاحب یولس کاله پخوانی تصنيف دی، یولس ځلې او په څلورو ژبو چاپ شوی، کتاب په دوه بابه او ۲۴ فصلونو مشتمل دی، په جوړښت کې له ۸۳ معتبرو کتابونو استفاده شوې.
د نوموړي کتاب ۳۷۷ صفحې او ۲۰۸ عنوانونه یوازې « راز » تر بحث لاندې نیولی او سم یې شاربلی، دا چې راز ساتنه د شخصیتونو خاصه او سخته چاره ده د کتاب لوست یو اړتیا ده، امام راغب اصفهاني رحمه الله راز ساتل په خوله کې د سکروټې له نیولو سره مشابې ګڼلي.
محترم مصنف په پوره معنیٰ د موضوع او مضمون حق اداء کړی، د راز ساتنې اړوند د قرآن پاک نصوص، د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث، د اصحابو اقوال، د تابیعینو، تبع تابعینو، مصنیفینو، د اُمت د حکامو او اکابرو او آن د اهل تصوفو ګفتار را اخیستي.
په عموم کې کله چې انسان د یو شي په اهمیت پوه شي بیا وروسته ورته په اهمیت قائل شي، په کتاب کې د راز له افشاء کیدو د ځان ساتنې متعددې لارې چارې ښودل شوې، د سیاسي، نظامي، صحي او بانکي ادارو کارمندان او مسؤلین په مشخص ډول مخاطب شوي او ورته توصیې شوې.
دا چې موږ پدې مورد رټه کمي لرو او کتاب د هیواد په کتاب خونو کې موندل کیږي، بنده یې تاسو ته د لوست توصیه کوي. ستاسو مسؤلیت ستر او مخالف مو مکار دی، موږ تل باید د خپل استعداد په لوړاوي او د نیمګړو عاداتو د محوې په فکر کې اواوسو. د کتاب لوست یو ضرورت دی.
شیخ صاحب ته دې الله پاک ددې زیار زیات اجر ورکا، د لوست په وخت یې لوستونکي ته زحمت جوتیږي، د کتاب د مطالعې په وخت ماته د میډیا د ښکنځل مارو ذلیل او سطحي وجدان ښه برملا شو، د حاکم نظام دا عالمه او سالمه رهبري دې رب! تر ډېره لري.