شعـــــرونه

نه یم ټول دانه دانه یم او ښهٔ ډېر یم/ بسمل

محمد عليم بسمل

نه یم ټول دانه دانه یم او ښهٔ ډېر یم
ځان پسې زره زره یم او ښهٔ ډېر یم

ان جنت ته مې هم زړهٔ نه کیږي حورو
زهٔ لهٔ ښکلو نه خفه یم او ښهٔ ډېر یم

چې اور واخلم ستا د سترګو لهٔ خماره
بیا پهٔ خپل لوګی نېشه یم او ښهٔ ډېر یم

پهٔ جمرو کې مې شیطان پهٔ ګلو ویشتی
لڼډه داده چې ساده یم او ښهٔ ډېر یم

پهٔ توبې د عاشقۍ باندې بسمله
زهٔ ختلی همېشه یم او ښهٔ ډېر یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x