
افغانستان کې بارانونو او سېلابونو ځاني او مالي تلفات اړولي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ غوایي، ۱۴۰۱ل): په هيواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په بېلابېلو ولايتونو کې تر دا مهاله ۲۹ تنه مړه شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.
طبيعي پېښو ته د رسېدنې وزارت چارواکي وايي چې د غوايي مياشتې له ۱۱ مې نېټې څخه پيل شويو بارانونو او سېلابونو د هيواد په ۱۲ ولايتونو کې خلکو ته له ځاني تلفاتو سربېره مالي زيانونه هم اړولي دي چې پکې کندز، تخار، بغلان، بادغیس، فاریاب، پروان، بدخشان او هرات ولایتونه ډیر زیانمن شوي دي.
طبیعی پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت مالي او اداري رییس غلام غوث ناصري رسنيو ته وويل چې په دغو سېلابونو کې ۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول او ۲ زره نور لږ ویجاړ شوي او همدا راز درې زره جریبه کرنيزه ځمکه هم ړنګه شوې او ۳۰۰ څاروي له منځه تللي.
ناصري ويلي چې د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتوالي وزارت زیانمن شويو کورنیو سره د نغدو پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې.
په ورته وخت کې د هيواد هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې، چې په راتلونکو ورځو کې به د هيواد په ۲۷ ولايتونو کې بارانونه او سېلابونه راووځي.
کچیری دوه روژی مو پر خلکو خوړلی وای بیا به ټول وطن سیلابونو په سر اخیسته اوس د یوی روژی په مقابل کی ګوری چی په هلمند او کندهار کی توفانونه او ورپسی سیلابونه راووتل. دا ټول د ظلم، وعده خلافی، د یتیمانو آزار دی. امارت ټول وطن له قحطی سره برابر کړ. خلک تباه شول وطن تباه سو.