افغانستانټکنالوژي

غواړئ يو واټساپ دوه موبايلونو کې وکاروئ؟ دغه ستونزه مو حليږي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۶ غوايي، ۱۴۰۱ل): د ټولنيزو رسنيو مشهور پيغام رسونکي اپليکيشن واټساپ په يوه داسې ځانګړتيا کار پېل کړی چې له اوږدې مودې يې کاروونکي انتظار باسي، او له مخې به يې کاروونکي يو واټساپ په دوه موبايلونو کې وکارولی شي.

له دې وړاندې دغه ځانګړتيا يوازې د ډيسکټاپ له لارې شونې وه، چې کاروونکي کولی شول خپل واټساپ د انترنيت له لارې کمپيوټر سره وصل او وکاروي. خو په موبايل کې په لومړي ځل وړاندې کيږي.

اوس داسې بریښي چې WhatsApp کوم چې د میټا شرکت ملکیت دی، د داسې ځانګړتیا ازموینه کوي چې تاسو ته اجازه درکوي بل ځيرک موبايل سره يې وصل کړئ، لکه څنګه چې یو عکس ښیې چې دا بدلون د واټساپ په بیټا نسخه کې څرګند شوی دی.

دغه حيرانونکې ځانګړتیا د WABetaInfo ويبپاڼې متخصصینو لخوا په ډاګه شوه، کوم چې د نوي اپډيټ بیټا نسخو کشف کولو کې تخصص لري.

په دغه عکس کې ښيي؛ «واټساپ په بل موبايل کې کارولو لپاره راجستر کړئ».

لومړی؛ په خپل موبايل کې واټساپ پرانيزئ

دوهم؛ د خپل موبايل کامره دوهم‌ موبايل ته ونيسئ تر څو ځانګړی ګوډ سکين کړئ.

اوس ددې ځانګړتيا نه د ګټې اخيستنې لپاره دوه شرطونه بايد پوره شي.

لومړی، بايد تاسې دوه موبايلونه ولرئ. دوهم بايد د واټساپ په بيټا نسخه کې ثبت شوي يئ. که نه نو د عام واټساپ لپاره بايد ورځې يا مياشتې انتظار وکړئ تر څو په دې اړه واټساپ بشپړې څيړنې وکړي او د ټولو کاروونکو لپاره د‌کارونې اجازه ورکړي.

د (WhatsApp beta) نسخه په اندرايد موبايلونو کې له ګوګل پلی څخه ښکته کيږي او د انسټالولو يا نصبولو ځانګړې لاره لري، کله چې نصب شي بيا يې د تازه اپډيټ انتظار وکړئ او له پورتني ځانګړتیا خوند واخلئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله خبر چی څومره بیچاره خلک به مو د کمری مبایل په خاطر شهیدان کړی وی. اوس د واټسب خبری کوی په واټسپ مټ سپ یی زمونږه سر نه خلاصیږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx