افغانستان

نورستان: بې پیلوټه الوتکو بریدونو پنځوس تنه عام وګړي شهیدان کړي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د نورستان ولایت دکامدېش ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمه کې له څو ورځو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو په بمباري کې پرلپسې عام وګړي شهیدان کېږي.

د کامدېش ولسوالي د کشتوز کلي اوسېدونکي وايي چې تراوسه پورې پنځوس تنه شهیدان او سلګونه نورټپیان شوي دي.

نن ټکی اسیا د یوې باوي سرچينې نه د ځینو شهیدانو لنډ شهرت تر لاسه کړی دی:

کمالدین :جمالدین
ولی محمد: محمد نور
عبدالصمد: حاجی صمد خان
عبدالبصیر :حاجی صمد خان
محمد رحیم: عبدالرحیم
عبدالروف :عبدالرحیم
فضل کریم :قومندان محمد نبی
فضل حق :قومندان محمد نبی
روح الله :محمد ایوب
سیف الله: معلم سید احمد
سعیدالله :سید رضا
مولوی محمد نور….محمد علی
محمد زمان: گل زمان
شیر احمد: شیر محمد
رمضان :میر محمد
حمیدالله: رمضان
عیسی :محمد نور
شیر محمد :الحاج گل محمد خان
محمدالدین :محمود
محمد نادر :جمعه خان
عبدالناصر :نیک محمد
عبدالغفور :عبدالرزاق
محمد ظاهر: جمعه خان
مظفر: همایون
محمد نور: امیر محمد
اخترمحمد: محمد غلام
نسیمه: جمعه خان
هغه کسان چې زخمیان دي
محمد ابراهیم :محمد اسلام
کریم الله :عبدالواحد
خلیل الرحمن :عبدالرحمن
صفر: حضرت علی
میرزمان :امیرخان
شیرولی :محمدولی
مفاد خان :محمد گل

د نورستان والي وايي هم چې د دې ولایت په کامدېش ولسوالي کې د بې پیلوټه الوتکي د بمباري اړوند دوی نه وو خبر، او بهرنیانو پخپل سر دا کار کړی دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم دا مني چې د کامدېش په کشتوز سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې عامو وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي چې دوی له دې بریدونو نه د سیمې مشرانو خبر کړي دي، دوالي په وینا د سیمې مشرانو ویلي دي چې په کشتوز سیمه کې بې پیلوټه الوتکي په عامو خلکو بمباري کوي.

د نورستان والي وايی چې دوی به د پېښې څېړنه وکړي.

په نورستان کې له څو ورځو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو په بمباري نږدې پنځوس تنه عام وګړي شهیدان کړي دي او سلګونه نور ټپیان دي.

عبد الودود سنګین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x