نظــر

د نومیالیو تر مزارونو پورې

عادل عادل

زمونږ وطن خو ګام ګام مزارونه او د ورکو اتلانو قبرونه دي،، زمونږ په خاوره کې هر قدم اېښودل له بسم الله ویلو سره مل ښایي.

په خرافاتي ډګر کې د نومیالیو پر مزارونو اتڼ کول د مدفونو اعزاز دی.

د پنجشېر د ولسونو تقصیر دی چې د لنګر درک یې نه لګي او معزز اتڼچیان ترې وږي تږي ستنېږي.

راځم اصل خبرې او د ستونزې جرړې ته:

مونږ د حکومتونو په کچه یا افراط کوو یا تفریط، تر څو چې حکومت په عادلانه توګه د تېرو لاسپوڅو حکومتونو او دین دښمنه سیاسي تنظیمونو د مړو او ژوندیو مشرانو محاکمه او د محاکمې په نتېجه کې اتلولي یا خیانت رسماً نه وي اعلان کړی، تر هغو به دا وطن د همدې مړیو (متوفی وو) د هوادارانو د غچ او انتقام په فراز او نشیب او هسکو ټیټو کې سوزي او قرباني کېږي به.

په المان کې د هټلر نوم څوک په خوله نه شي راوړلی ځکه هغه بد محکوم شوی او په هره بڼه لمانځل او پالنه یې قانونا ممنوع او جرم دی، په بل عبارت د هټلر بحث قانونا تړل شوی دی، کنه له مرګ وروسته یې شاید نوم هم دوه ځله د واک او مغلوبیت تر منځ حکم چلولی وای.

زه شخصاً په زړه خورا نرم هم یم، د محیا او مماتو ټول حقوق هم رامالوم دي، خو بیا هم د عدالت د نه شتون په وجه هیله لرم چې د یو درځن خاینو ځېرو قبرونه په خپل لاس راوسپړم، هډوکي یې په اور وسېزم او ایرې یې د آمو په سیند کې ګوزار کړم.

زمونږ افغانانو تر پښو لاندې ځمکه یوازې د عدالت په تامین سره سړېدلای شي!

افغانانو ته شعبا او حکومتا ښایي تر څو کم تر کمه د ګران هېواد افغانستان ملي ارزښتونه تعریف او پولې یې وپېژني.

فاعتبروا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx