نظــر

ليبرال جمهوريت له دروازې وشړل شو

عبدالغفار سربڼ

دغه ده څو مياشتې په منډو تېرې شولې او د امريکايي جمهوريت جنازه له هېواده وويستل شوه او د هغه پر ځای اسلامي امارت په کراره کراره پر پښو ودرول شو. د هغه نامراده جمهوريت او ديموکراسۍ به زه څه نقل او کيسه وکړم؟ داسې هنګامې او کارنامې له هغه پاتې دي چې زر کاله نور به هم د افغان ټبر او قوم هېر نه شي.
داسې نندارې په کې چلېدلې چې هندارې ته اړتيا نه وه په کار، دا چې ولس له هغه نه په فغان رسيدلی و، هر چاته څرګنده ده خو بيا حتی د هغه چلوونکي، جوړونکي، بهرني سمسورونکي او مالي مرستندويان هم له هغه بيزاره او توبه ګاره شوي وو.

اوس هم بهرنيان او هم دننه هغه وګړي چې د جمهوريت په نوم او برم ميينان وو پر هغه شرميږي، خو حقيقت دا هم دی چې بهرني طاغوتي ځواکونه په سر کې امريکا او ناټو او بيا د هغوی تالي څټي جمبوريان لکه پاکستان، تاجکستان بيا ايران هند او…. پرته له دې چې د ديموکراسۍ نوم ياد کړي يا د څلورو لسيزو ناورين علل بيان کړي(بهرنۍ لاسوهنه او بيا اشغال) په نورو نويو نومونو هلې ځلې کوي چې بيا هم د مداخلې ابزار او د نفوذ سوړې جوړې کړي او هغه وهلې لاره بيا تکراراً پر افغانانو ووهي.

د يو بېخبره سړي چې د دولت چلولو له مبادي او اساساتو نه دی خبر او حقوقي، سياسي تعليم يې فقط د استخباراتو په برخه کې دی او د افغانستان له تاريخ نه هغومره خبر دی چې ماشومان ترې خبر دي، په نوښت يو نوم بې معنا نوم جوړ شو او دغه دی يو کال کيږي چې د رسنيو په پاڼو او ګزارشونو کې يوې خوا بلې خوا کيږي.

ټول شمول حکومت؟!؟
دغه نوم هغه وخت د زلمي خليلزاد له زهرجنې ژبې راووت چې امريکې خپلې ټولې هڅې ددې لپاره کړې وې چې د کابل ادارې ته او د امريکې تالي څټو او لنډه غرانو ته په راتلونکي نظام کې د ونډې منډې رامنډې هم بې پايلې پاتې شوې وې نو بيا امريکې ده ته دا دنده وسپارله چې دی بايد مجبوراً يوه طرح د کابل ادارې د بديل لپاره جوړه کړي. دده وخت ډير تنګ و او امريکا په وتلو ټينګار درلود په خورا وارخطايي ددغه ناقص الخلقه چې د دنيا په سياسي او حقوقي دايرة المعارف، ادبياتو او تجاربو کې سابقه نه لري له ډيرې بيړې سره او د ځان د خلاصون لپاره جوړه کړه. جاهل افغانان چې ددغه عبارت ښکلا ته وکتل او  اصلاً دوی ټول د اتفاق تږي او وږي وو نو هره ورځ دغه ناپيژندل شوی عبارت تکراروي او د هغه د قيام او جوړونې غوښتونکي دي!

ځينې سپين سترګي تالي څټي لکه کرزی او عبدالله بيا دغه ټول شموله د دوحې د تړون برخه يادوي او دا دعوې لري چې طالبانو د دوحې تړون نقض کړی او د ميثاق نه يې سرغړونه کړې ده! وقاحت هم حد لري!  امريکې شريکې او ايتلافي حکومت له طالبانو سره د راتلونکي نظام بنسټ ګانه خو هغه له دوی سره ولس کله منلی شو  نو دغه نوی نوم ميدان ته راغی تر څو افغانان سره يو موټی نه شي او بيا د دغه نوم لپاره يو بل سره وجنګول شي، خو خير دا خو هم ولس له دوی سره نه مني!

بنيادي خبره داده چې بهرني دښمنان بيا د کومو ابزارو په مرسته ددې هيواد اداره يرغمل کولی شي او دغه الهي نعمت استقلال او خپلواکي له ستونزو او ناخوالو سره مخامخ کولای شي؟

کوم ابزار ډېر خطرناک دي؟
قومي او قبيلوي اختلاف پارول او لمسونه او له هغو د فشار د الې په توګه استفاده. دښمن دغه دی ۴۴ کاله همدغه لوبه د هيواد ورونو قومونو مينځ کې پرمخ بيايي. د دوی لپاره په ناوړه او ناجايزه ډول په حکومت کې ونډه ټاکي او ولسونه بيخي خبر نه وي خو دوی قومونو ته ونډې او دندې ټاکلې وي او تل بهرنيانو ته وفاداره خو ولس پر دې تصادفي وګړي په حکومت کې ګمارل شوي او نن يو وار بيا همدغه غوښتنه له اسلامي امارت نه کيږي! هر يو توکم ته دا تبليغ کېږي چې ستا حق نه دی خوندي او حتی هغه چې غټه برخه اخيستې هغه هم لمسوي چې ستا حق پوره نه دی درکول شوی. ژبني، کلتوري، توکمي، مذهبي شخړو ته د استخباراتي عملياتو په مټ لمن وهل، د اختلافاتو اور بلول، هغه تازه ساتل او بيا اسلامي امارت ته د انتقاد ګوته نيول چې د نورو توکمونو حقوق تلف شوي.

د افغانستان معصومې او مظلومې ميرمنې د دوی لپاره وسله ګرځيدلي تر څو د دوی د حقوقو د تامين او احقاق په درواغجنه پلمه زمونږ خويندې ميندې کونډې او ميرمنې ولمسوي او له دوی سره د پيوستون په نامه رسنۍ تر همدغه عنوان لاندې وکاروي. مېرمنې حقيقتاً زمونږ په هيواد کې له غير اسلامي چلند سره مخامخ وي خو نن الحمد لله د امارت تر واک لاندې پر ميرمنو ظلم د امارت په خلاف بغاوت ګڼل کېږي. ښځې مسابقې او رقابت ته هڅول، د دوی لمسول، د نارينه په خلاف دوی مظاهرو ته هڅول او پراخ رسنيز  تبليغاتي کمپاين جاري کول. د اسلامي امارت په خلاف نړيواله دسيسه د انسان او ميرمنو د حقوقو د ناقض تر عنوان لاندې.

د بيان ازادۍ نه ناوړه استفاده درواغجن تبليغات د رسنيو د چلوونکو او خبريالانو په خلاف خيالي تاو تريخوالی او بيا همدغه رسنۍ لمسول کيږي، اسلامي امارت په دغه موده کې له  خبريالانو سره په ډير احترام چلند کړی، هغوی يې دې ته رابللي چې د خپرونې په ترڅ کې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته اهميت ورکړي او له پردي پال چلند نه ډډه وکړي. پرته له څو تصادفي پېښو د دوی ژوند او هويت حفظ دي. د دوی احوال د کابل د ادارې په دوره کې خو حتی لويديځ په غوغا راوستلی و. کال کې تر اويا تنو وژل کېدل رټل کېدل، خو دښمن نن د رسنيو له لارې او د هغو په خلاف د بنديز په بهانه لاسوهنې او لمسون ته لمن وهي. رسنۍ تر څو له پردي پالۍ فاصله ونه نيسي او ولسواکه او افغان محوره چلند خپل نه کړي تل به د پرديو په لاس کې د څو ډالرو لپاره رغړي را رغړي. دوی بايد د خپلواکې او خپل سري فرق وکولی شي.

بله ستره پلمه د لاسوهنې په موخه د مظلوم جګړه ځپلي ولس بيوزلي او بيکاري او سرګرداني ده. چاته نه ده څرګنده چې شلو کلونو کې د ورانولو لپاره ناتو امريکا ۲۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ دوه زره دوسوه مليارده ډالره لګولي خو د ودانولو لپاره يو سل او پنځوس مليارده. تناسب: يو پر شپاړسمه. چې پوځ او د غلا پيسې هم د ودانولو مخارجو کې شاملې وي. له هغه وروسته هم هر هغه څه چې ودان پاتې وو د وتلو په وخت کې يو په بله پسې وران شول او له کاره وغورځول شول باقي نغدې پيسې هم چور شولې. دا ټول د يوه پلان برخه وه ځکه دوی غوښتل امارت ته داسې هيواد او اقتصاد پريږدي چې بيخي پر ځای درېدلی وي او ولس د امارت د مشرانو ګريوان ونيسي او د بيوزلۍ له کبله دلته بيا داخلي جګړه پيل شي! حتی بيخي جاهل سړی هم په دې پوهيږي چې دوی جګړه ځپلی ولس راپارول غوښتل. الحمد لله د دوی دغه مکر او حيله باطله شوله څه ولس صبر وکړ څه هم اسلامي امارت صادقانه اسلامي هڅې وکړلې او تر يو حده بيوزلي درول شوې ده. خو دښمن يوه شيبه هم دغه دسيسه نه دروي او د کنترول شوي مالي او پولي بنديزونو او فشارونو له لارې کوښښ کوي چې ولس د لوږې او فقر کندي ته ورټيل وهي. د لوېديځ له مالي او تجارتي بنديزونو نه د وتلو يا له دغو  فشارونو نه ځان تر يو حده ژغورل فقط هغه وقت ميسره کېدلی شي چې لومړی دننه پانګه اچونه سرمايه ګزاري حتی که يوه افغانۍ هم په خزانه کې وي ضروري ده، دوهم جنس په جنس تجارت له ګاونډيانو او نړۍ او د ولايتونو په کچه حتمي ګڼل کېږي، دريم د مالياتي نظام جوړول بايد ونه ځنډيږي. هوسا بايد زيادته ماليه ورکړي ولس کم. څلورم پانګونه کې بايد د برق او انرژۍ څانګو ته لومړيتوب ورکړل شي. پنځم معادنو کې دولت بايد پانګه واچوي د هغو پلورل هماغه د غني د ادارې حکمت بولم کوم خاص ابتکار او قهرماني نه ده!
ما په نن ټکې اسيا  کې يوه ليکنه پرته ده چې اته مياشتي مخ کې نشر شوي: لومړني بيړني اقتصادي وړانديزونه . خدا چا به لوستلي وي که نه خو همدا مو حال دي چې يې ګورو او دا چې پروني بهرني اغايان نن هم پر مونږ سرداري چلول غواړي!
بله حربه چې د هغې په زور دښمن غواړي خپلواک افغانستان بيا د جمهوريت او ديموکراسۍ او مريي توب په منګولو او لومو کې اسير کړي هغه د دې هيواد د مالي زيرمو او ډالري امانته شتمني کنګل کول دي کومې چې له امريکې بانکونو سره د تجارتي اعتباراتو او د افغانۍ د ثبات لپاره جمع شوي دي. دغه کنګل کول عملاً د هغو د غصب په معنی ګڼل کيږي ځکه له چلند نه وځي او بې ګټې پريوځي. دوی دغه پيسې په ښکاره  د لويديځ د ارزښتونو د منلو بدل ګرځولي. زمونږ پيسې د دوی د غوښتنو يرغمل دي. ميرمنې بايد هاغه ازادي ولري کومې چې دوی ورته ټاکلي او حکومت هغسې جوړ شي چې دوی يې مني، يعنې د دوی د قوانينو پر بنسټ وچليږي او دوی ته وفاداره تکنو کراتانو ته په کې ځای ورکړل شي همدا رنګه د دوی د تيرې ادارې ځينې توکم پال انډيوالان هم په کې شتون ولري، دوی دغه مالي فشار تر هغو جاري ساتي ترڅو امارت د دوی غوښتنو ته راضي شي. هغه څه چې دوی د جګړې ميدان کې لاس ته را نه وړل اوس يې غواړي په نورو ابزارو او وسيلو تر لاسه کړي. د اسلامي امارت په استقامت او  مقاومت کې شک نشته خو  سياسي خپلواکي او ثقافتي هويت ساتل له اقتصادي خپلواکۍ پرته دوام نه شي کولی او ژر له لاسه وځي.

حسبنا الله ونعم الوکيل

بله وسيله چې دښمن اسلامي امارت د هغې په مرسته راماتولو ته مجبورول غواړي هغه د انساني مرستو مشروط ساتل دي. که د دوی د خوښې مشروعيت او ټول شمول حکومت جوړ نه شي د ميرمنې درواغجن حقوق ورنکړل شي ( او د القاعدې قصه خو غلې شوه)نو دوی به مرستې جاري وساتي او خصوصاً نړيوال بانک پور او قرضه او د بين المللي وجهي صندوق قرضه هم بيخي د دوی د غوښتنو  په ګرو کې ده. اسلامي امارت که دغه شروط ومني بيا به دوي د پور اومرستو په هکله  غور  بلي غور وکړي!؟  بيشرمي حدود نه لري؟  دا  هيواد د دوي د موخو قرباني شو  لمړي د روس په خلاف په جګړه کې هم ددوي په ګټه وران شو اوس ددوي د ترور سره دخيالي جګړي قرباني وګرځيد خو اوس  دجګړي غرامت هم په غاړه نه اخلي او يو چارک  پوره پور  د دوي پر مونږ باندي پاتي دي؟ استغفرالله!

اسلامي امارت ته لازمه ده چې په تدبير ځان له دغو لومو وژغوري.  هم دروازه  ددغو مکارو پر مخ وتړي او هم کړکې او نور سوري.اقتصادي خپلواکې به د کلونو په ترڅ کې بشپړه شي خو که بيا ددغو غوښتنو په مخ کومه لياره خلاصه پاتي شي بيا به راننوزي  او بيا به سياسي او ديني او ثقافتي خپلواکې  او هويت هم لکه دغه ۴۴ کاله  تباه او هلاک شي. الله پر افغانانو ستر احسان کړی او دغه نظام چې نړۍ کې د استقلال له پلوه ساری نه لري ورکړل شوي دي بايد د الله شکر او حمد پر ځای کړو او د شهدو د کندو په خيال وچ سوړسک او جواري له لاسه ونه غورځوو.  افغانستان سره د چا خواخوږي نه شته تر څو دوه چنده ګټه چاته ونه رسيږي معامله نه کوي. نو مشروعو پر عدل ولاړ معاملاتو ته بايد  تيار اوسو د ارزښتنو پر سر معامله غلامي راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

ليكنه دى بده نه ده. كه جمهوريت بد دى، نو امارت لورى د روبين رافيل له لورى چی امريكايي نامسلمانه عيسوي ده او پلار يى له ضياؤالحق سره يوحاى په الوتکه كى ووزل شو بينظيرى ته سپارستنه کری وه چی د طالبانو ملاتر وکري. هغه خو هم يوه سيكولره ده. حامد مير ورسره او هغه جريان تول هغه ويلى او په يوتوب كى شته، نو لومرى يى خو دغه ارخ تر پوستنی لاندی دی چی بنه يى مذهبي ده، خو بنست يى داسى چا ايسى چی هغه دغه اسلامي صبغه تر پوستنی لاندی راوستی ده. دا چی استخبارات پکی سکيل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx