
د پوتین لخوا د اسلام دوهم رسمي دین اعلانول په څه معنی؟
تفسیرالله فاني
خبر دی چې د روسیې ولسمشر((پوتین)) د اسلام مقدس دین د روسیې هیواد د دوهم رسمي دین په توګه اعلان کړ.
دلته زموږ مسلمانان دې خبر ته له حده زیات خوشاله دي، او په ټولنیزو رسنیو کې یې دې خبر ته هوا ورکړیده، خو خبره داسې نه ده روسیه چې د نړۍ په لومړنیو ابر قدرت ځواکونو کې راځي اکثریت وګړي یې ارتودوکس عیسویان، او یو زیات شمېر یې ملحدان/ رب نه منونکي دي په نړۍ کې ددوی برخورد له اسلام/مسلمانانو سره د یهودو په شان دی، که تېر پریږدو په نږدې یوه لسیزه کې په منځني ختیز حصوصاً په سوریه کې د بشارالاسد د ځواکونو سره یو ځای دوی د مسلمانانو په وړاندې داسې جرمونه ترسره کړل چې د انسانیت په لمن یې داغ ولګوه.
روسي جېټ الوتکو په سوریایې مسلمانانو تر هر راز بمباریو وروسته حتی کیمیاوي وسلې هم استعمال کړې چې د نړۍ په هر قانون کې یې استعمال منع دی. لکونه مسلمانان ددوی په بېرحمه بمباریو کې لولپه شول او مېلیونونه نور ددوی د بمباریو له وېرې د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شول چې اوس په خپلو ګاونډیو هیوادو او اروپا کې د ذلت شپې او ورځې تیروي.
کله چې موږ د مسلمانانو په مقابل کې د روسیې دغه کړنې ګورو، نو ددغه هېواد لخوا د دوهم رسمي دین په توګه د اسلام اعلانول له دوه احتماله خالي نه بولم!
1. لومړی خو دا چې شاید دا خبره په اصل کې حقیقت نه لري، خو ددې لپاره چې فی الحال دوی د اوکراین سره په یوه نا معلومه جګړه کې ښکېل دي او غواړي چې د مسلمانانو ملاتړ خپل کړي دغه اعلان یې کړی وي.
2.دوهم داچې که چیرې دوی رښتیا هم اسلام د دوهم رسمي دین په توګه منلی وي، نو ددې مطلب به دا وي چې په دې سره دوی د نړۍ مسلمانان چې شمېر یې شاو خوا یو نیم ملیاردو ته رسیږې خپل دوستان وګرځوي، او تېر کړي جنایات یې له ذهنونو وباسي، او په اینده کې له دغه کاره ناوړه ګټه پورته کړي.
که داسې نه ده نو بیا خو دا پوښتنه پیدا کیږې چې ولې دوی په تېره یوه پیړۍ کې میلیونونه مسلمانان ووژل زرګونه مساجد او مدرسې یې ړنګې کړې او د خپلو اجنټانو په لاس یې لکونه حقاني علماء د مختلفو شکنجو وروسته په ابدي خوب ویده کړل؟
خو خبره داسې نده بلکې خامخا د کاسې لاندې نیم کاسه شته.
ولې په اوس کې دغه اعلان د مسلمانانو لپاره په څو مواردو کې هیله بښونکی هم دی، لومړی دا چې هلته مېشت مسلمانان به له ټولو هغه حقونو برخمن شي چې د یو رسمي دین منونکي باید ترې برخمن وي، دوهم دا چې هلته د مېشت مسلمانانو مرال به ورسره لوړ شي او وبه کولای شي چې د اسلام تبلیغ پرته له کوم خنډه په اسانۍ ترسره کړي، خو تر ټولو مهمه یې دا چې په اوس وخت کې چې د غیرو لخوا په مسلمانانو کوم تورونه( ترهګر، تروریست، وروسته پاتې…..) لږیدلي دي ددې تورونو یو څه دفع به شوي وي.
خو زما په فکر چې هغه د رحمان بابا خبره ده…….
هر سړی تر خپل مطلبه پورې یار دی
ما د خدای لپاره یار لیدلی نه دی!
په پښتنه مینه
ستاسو ورور تفسيرالله فاني
طالبانو ولی دشزو دمخ پتولو حکم صادر کر. دشزو دمخ پتول په قرآن کی ندی راغلی صرف دیدن پتوالی راغلی طالبان ولی خلکو باندی زور او زیا تی کوی. ولی دخلکو احساسات را خپروی. توله دنیا ورته وایی چی غلط کار کوی بیا هم د خر گری نه کار اخلی. دوستان یی هم لعنت پر وایی. په رسمیت پیژندل یی په تعویق لویژی. دا اصلا مسلمانان نه بلکه مفسدین او منافقان دی. دیر د خجالت زای دی چی فقط شزی یی تا رگت نیولی دی. لعنت ده یی پر دی ماغزو شی. لعنت ده په هغه چا چی دغی کسیفو… نور لوستل »
خبره خو دهرى خولې راوتلې شى ، مګر حقيقت د هرچا په وسه نه وى ، دا چى روسيه کى ملحدان دا دهغو خپل کار دى ، مګر داچى زمنونژ په اسلامى افغانستان کى د اسلامن په نامه ملحدان شته دا خطرناک دى ، ځکه زمونتژ تولنه تر نږوړى سلنهت زياته نالوستى دى ژر خطاوځى ، يو ڼحثال يې ددغه متن ليکونکى دى ، چى زه فکر کوړم حتما” دکفارو داستخباراتو کس دى او يا هم لوستى بېسواد دى ! تاسو سعودى عرب سره روسان مقايسه کړدى ، روسان هرکله د فلسطين سره مرسته کړيده خ ۔ سعودى بيا فلسطينيان… نور لوستل »
د یو چا ښو ته باید ښه ووایو, اسلام د دویم رسمي دین په توګه منل یو ښه کار دی او د اسلام د پرمختګ او مسلمانانو ته د اسانتیاوو سبب ګرځي, دا چې په تېر کې څه شویدي هغه پر خپل ځای خو اوسنی اقدام یې باید وستایو. داسې خو به زما په نظر د صحابه کرامو څخه هم مخکې له اسلام راوړلو څخه ځینې خلاف کارونه د مسلمانانو په مقابل کې شوې وو خو کله به یې چې ایمان راووړ او د اسلام په مبارک دین به مشرف شول نو تېر هرڅه به ورته معاف وو. نو که… نور لوستل »
زه فکر کوم چی زمونږ دا څلور پښو. خرونه پوتین هزار بار ښه ده حد اقل انسان خوده