ټولنیزه برخه

زما په مطالعه معتاد وروڼه(تجربه او سپارښتنه)

ابوبکر خپلواک

روانه پېړۍ د ټکنالوجۍ د اوج پېړۍ ده. نېټ، موبايل، تلویزون او سوشل مېډیا په راډیو او اخبار بری موندلی، ورځ په ورځ انسان د مصروفیت، لټۍ او انزوا لور ته ټېل وهي، ځوان مصروف او له خپل حاله نا خبره دی.

یوازې په جانان افغانستان کې نه بلکې د نړۍ په هر کونج او کنار کې د مطالعې او کتاب لوستنې دود له همدې وجې کمزوری او په نشت حساب دی.

د نن زمانې ځوان د شرق او یا هم غرب څو ساعته سریال په یوه دمه ننداره کوي، په ټیک ټاک او پاپ جي کې خپل د شپې خوږ خوب ضایع کوي خو د کتاب مخ ته نیم ساعت هم نشي کتلای، دا یو تریخ حقیت دئ.

هر څومره چې ورته د یو کتاب فضائل بیان کړې دی بیا هم ځان معذور او مبراء ګڼي. دا د نن جهان جدي مشکل دئ، له همدې وجې انساني نسل له خپل اصل ماضي او تاریخ ناخبره دی.

مقدمه رانه اوږده شوه، اصل ته راځم، په انځور کې ناست زما شپږم ورور حماد دئ، عکس مې په ناپامۍ کې ترې واخیست، بیا مې څنګ ته راوغوښت او څه پوښتنې مې ترې وکړې، وېل کتاب د کوډ تیمور دئ، صفحې یې له ۴۰۰ زیاتې خو ما سم نیم لوستی، وېل عید راغلو کنه اوس به فتحه وا.

همداسې یې کیسه لږ نوره هم اوږه کړه، زموږ څلورم ورور عرفان یې مخاطب کړ، وېل دده سره مې یو ځای شروع کا، خو اوس دی په ۷۰ ومه کې نښتی او ما تر نېمایي واړوا، موږ زیات نه یو، همدا د هفتې د ورځو معادل اوه وروڼه یو؛ خو له یوه سره په مطالعه معتاد دي.

ممکن همدا یې د کامیابی راز هم وي، موږ هېڅ معیاري زدکړې ونکړې، ځکه پلار مو دهقان او زرعتي ځمکه مو هم له ټولو نورو کلیوالو زیاته ده، دوه کاله مخکې له کابله کور ته راتلم. له همدې کشرانو وروڼو مې د دوو نتایج راوتلي و، په خپل صنف کې یې درجه اخیستې وه، دوي ته مې ډالۍ راوړې، څو چې کور ته راتلم د پاتې دوو نورو هم پته لګېدلې وه، مانا څلور واړه په درجه کې راغلي و، هغه و چې دوي په تحفو زیات او زه یې له ځان سره حیران کړم.

خیر چې مقاله بخي اوږده او کیسه شخصي نشي، یوازې علت لیکم. دا چې دوي له خپلو همزولو پدې خاصیت کې متفاوت دي، ماته دوه لاندې عوامل ددې سبب ښکاري.

– د کوچنوالي دوره سلامته د تقلید دوره ده. دوي د کتاب خوانۍ چل او تجربه له خپل مشر برادر زدکړې. د کور مشر او مسؤل چې خپله کتاب خوان نه وي او بیا خپلو ماشومانو ته د درس او مطالعې وایي، خبرې یې کم وزنه او چندانې ځای نه نیسي، ماشومان له خپلو اعمالو متاثره کړی نه په پالتو لاپو.

– د کور د مشر له لوري جدیت او د هغو ټولو عواملو له منځه وړل چې د کتاب او درس مخه نیسي لکه د ماشوم لاس رسی موبایل ته. کله چې له موبایل او تلویزون سره د ماشوم تعلق قطعه شو، خپله د کتاب سره جوړ راځي.

پورته نسخه تاسو هم په خپلو ماشومانو عملي کړی، بیا یې نتیجه وګورئ، چې ماشومانو مو په خپل مېنځ کې په مقابله راځي او کنه، بیا به د بنده د برادرانو په شان د کتاب په سر سمې شخړې روانې وي، یو به وایي نوبت زما دی بل به وایي ولاکه یې رانه ونیسې. خدای مو راوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x