شعـــــرونه

چې وعده کړي د پوره توان لري/ بريالی

احمد بريالی

چې وعده کړي د پوره توان لري
پښېماني دوه چنده تاوان لري

یوار له واره تشخص داغي کړي
د باور خواست کله امکان لري

و هغه چاته تر هر څه ضرور وي
مهمانخانه څوک چي مهمان لري

هغه سړی دومره ژر نه زړېږي
څوک چې پراخه د کور میان لري

د شکنجې له حاله تللای نسي
جونګړه تنګه حال ستومان لري

د عدالت دعوه یې وهم بولم
هغه پر غولي چې دربان لري

له تمسخره غاړه نسي کښلای
ذاتي مزاج چې څوک حیران لري

په بېړنۍ پرېکړه دوستي لګېږي
بې مشورې پرېکړه ارمان لري

په انتقاد خلک خوا توري مکړه
په هر زمان سهوه انسان لري

د بریالي احمد دا ټوله وصیت
یوه نقطه ځان کي پنهان لري

احمد بریالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x