شعـــــرونه

چیغه د بلال ته یې/ راشد کامران

راشد کامران

غوث ته یې، ابدال ته یې؛ نه وینمه بل ملنګ
چیغه د بلال ته یې؛ نه وینمه بل ملنګ

کرښو د تندي کې دې، ښکاري جنتي ښکلا
یاد د ذو الجلال ته یې؛ نه وینمه بل ملنګ

څه دی تور ځنځیر څه دی؟ تم دې طوفانونه کړل
غرونو سره سیال ته یې؛ نه وینمه بل ملنګ

توره د عمر(رض) خالد(رض)، مټې حیدري لرې
کفر ته زوال ته یې؛ نه وینمه بل ملنګ

مات کړه د فتنو اشر، ای د ذو القرنین خپله!
مخ ته یې دیوال ته یې؛ نه وینمه بل ملنګ

پاک غازي د تېر عصر، زیری د راتلونکي یې
هم اسره د حال ته یې؛ نه وینمه بل ملنګ

سترګي د راشد ګوره، شپې او ورځې نه مني
خوب ته یې او خیال ته یې نه وینمه بل ملنګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx