
نن هم امام رازي يا امام غزالي کېدل ممکن دي
حسان مجاهد
الله تعالی په هره زمانه کې د خپل دين د خدمت لپاره غوره انسانان پيدا کوي، لکه په پخوا وختونو کې د امت د مشاهيرو له جملې څخه امام رازي او امام غزالي د نمونې په توګه يادېږي. خو اوس مشکل داده، چې د پخوا په پرتله همت او د ارتقاء احساس څه کمزوری شوی ده، له ډيرو کمو کسانو سره به دا فکر وي، چې ممکن زه د الله تعالی په فضل او د خپل استعداد او هڅو په مټ د دين داسې خادم وګرځم؛ لکه امام غزالي يا امام رازي او حقيقت دا دی، چې د الله تعالی رحمت په هره زمانه کې پراخ او موجود دی، نن که د نبوت سلسله ختمه ده، د علم او ولايت سلسله خو نه ده ختمه، مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله تعالی وايي: « نن که امام رازي يا امام غزالي نشته، د هغوی استعدادونه اوس هم شته، بلکه مولانا قاسم نانوتوي او مولانا رشيد احمد ګنګوهي(رحمهما الله تعالی) تر دوی لږ کم دي، مګر والله! په بعض تحقیقاتو کې دغه دوه کسان تر دوی ډېر پياوړي دي».
پخوانيو اسلافو وروستني نسلونه دې ته هڅولي دي، چې همتونه مو لوړ کړئ بیا به د ترقۍ او سر لوړۍ څښتنان ګرځئ!
عمر بن خطاب رضی الله عنه وايي: خپل همت مه کوچنی کوئ! (ادب الدين والدنيا) ص ۳۱۹
مالک رحمه الله تعالي وايي: لوړ او غوره کارونه کوه او له سپکو او بې ګټې کارونو ځان وساته؛ ځکه الله تعالی لوړ امور خوښوي او سپک کارونه نه خوښوي. ترتیب المدارک ۶۵/۲
ابن جوزي وايي: لوړ همت د عقل د کمال نښه ده او په سپکو کارونو خوښ انسان؛ سپک وي. صيد الخاطر ص ۲۸
ابن قيم وايي: مسافر د شپې په تګ او خپلو هڅو لار لنډوي او تر خپله منزله رسېږي، کله چې مسافر ټوله شپه په خوب تېره کړې؛ بيا به څنګه تر منزله ورسېږي؟ الفوائد ص ۹۹
همداراز انسان په خپل همت او کوښښ ځان تر هدفه رسولی شي.
نو په کار ده چې څوک د کمترۍ احساس ونکړي؛ ځکه پخواني اسلاف هم زموږ په شان انسانان وو، هغوی څه بل شان مخلوق نه و، خو هغوی په خپلو هڅو او لوړ همت تر هدفه رسېدلي دي او موږ ته يې د علم او عمل پاکه نقشه په ميراث پريښې ده.
اللهم انا نسألک الثبات في الامر.