افغانستان

د بهرنيو چارو وزير د اهل تشيع علماوو او مشرانو سره ليدلي 

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۷ غوايي، ۱۴۰۱ل): د هيواد د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د اهل تشيع علماوو شورا له مشرانو سره ليدلي او په بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې ښاغلي متقي نن د کابل په خاتم النبين جامعه کې د اهل تشيع علماوو د شورا رئيس ايت الله صالحي په ګډون له يو شمير اهل تشيع علماوو سره ليدلي او په بېلابېلو موضوعاتو  يې ورسره خبرې کړي دي.

په دغه ناسته کې د اهل تشيع د علماوو شورا د مشر سربېره استاد محمد اکبري، د ترانسپورت پخوانی وزير سيد محمد علي، د مهاجرينو او بيا راستنېدونکو پخواني وزير سيد حسين عالمي بلخي، سيد هادي هادي او يو شمير نورو علماوو هم ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي امير خان متقي د کوچني اختر په دوهمه نېټه په کابل کې د حزب اسلامي مشر ښاغلي انجينر ګلبدين حکمتيار سره هم د هغه په کور کې ليدلي وو.

د شنونکو په باور د حکومتي چارواکو له لوري د مذهبي، ملي او سياسي مشرانو او ولسي خلکو سره د حکومتي چارواکو د واټن کمېدل او راشه درشه په نظام او دولتي چارواکو باور پياوړی کوي او د ولس د هيله مندۍ سبب ګرځي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقى صاحب ليدنې د اهل تشیع وروڼو سره بى له شکه يو ښه اقدام دئ. مګر اهل تشیع وروڼه هم د ايران د ګټو په ځاى خپلو افغانى ګټو ته ترجیح ورکړي او د افغانستان په ابادولو کې بيدريغه هلې ځلې وکړي. مونږ باید د الله تعالى د احکامو پيرو اوسو نه د د سعودي عربستان او ایران اخوندي رژیم. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x