نظــر

د یوه مهم فرمان په هیله

حامد افغان

د یوه داسې فرمان په هیله چې وزارت داخله او اړوند ادارو ته امر وشي، چې هیواد کې کوڅه په کوڅه او کلیو کې پولیس مرش کړئ، له ښکاره شتمنو پرته د هر هیوادوال کور ته دې ننوځي، ژوره پلټنه دې وکړي، د ټولو د غلې بورۍ او کندوان دې وپلټل شي او معلومه دې کړي چې څوک د څومره وخت خواړه لري او څوک یې نه لري؟! (د مثال په توګه وایم، اصلاً باید د کونډو، یتیمانو، معیوبینو او عامو غریبانو لیستونه تیار شي او هغوی ته د معاش او کار پیدا کولو منظم پروګرامونه جوړ شي).

ځکه حدیث کې راغلي: څوک چې په ډکه ګېډه شپه سهار کړي او د څنګ ګاونډی یې وږی یي او دی پرې خبر هم یي؛ دې کس پر ما ایمان نه دی راوړی! یعني کامل مومن نه دی. قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ما آمن بي من بات شبعان وجاره جائع إلى جنبه وهو يعلم به. رواه الطبراني في الکبیر واحمد في مسنده

د ولس ټول وګړي د موجوده نظام د زرهاؤ مسؤلینو ګاونډیان او هیوادوال دي، دلته د ایمان د ختمیدا یا نیمګړتیا (ما آمن بي …) خبره ده څه وړه خبره خو نه ده! په دا ډول فرمان سره به د هیوادوالو په زړونو کې ځای پیدا کړئ، هغوی به موجوده مسؤلین د ورکو سرپرستانو ځای ناستي وګڼي. نړۍوال به هم درته هک حیران او ګوته په غاښ پاتې شي او د اسلام فضیلت به په ګرده نړۍ کې ځلاند او د نړۍ د کفارو د توجه مرکز وګرځي. او همدا د صدیقي، عمري، عثماني او د علي رضي الله عنهم د راشده خ.لافت لاره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

که د غنی حکومت فاسد وه، غله ول خو دومره لوږه نه وه پکی چی څوک خپل اولادونه خرڅ کړی یا څوک پکی خپل پختورګی وپلوری. ملایان چی یوه معمولی طرحه په نژدی یو کال کی جوړه نشوه کړای نو اقتصادی وضعیت به په کوم علم سره احیا کړی. یو حکومت چی ولس سره تعامل نشی کوالی له دنیاوالو سره به یی څنګه وګړی. ملایان دی خپلو جوماتو ته ولاړ شی انجنییرانو او د اقتصاد پوهانو ته حکومت پریږدی کار اهل د کار ته وسپاری هر څه به جوړ شی.

muzkkir kahhn

لمونځ د دين ستن ده ! قال الله : (تعالی)《وآقيمو الصلوٰة ولاتکُونُو مِنٙ المُشرکين ○ 》 ترجمه: الله (ج) فرمائې : { لمونځ قائم کړئ او له مشرکينوڅخه مه کيږئ } وقال رسول الله :{صلی الله عليه وسلم } 《الصلوةُ ِعمادُ الدين من اقامها فقد اٙقامٙ الدين , وٙ مٙن هدٙمها فقد هدم الدِين 》 ژباړه : او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائې : لمونځ د دين ستن ده , که چا لمونځ قائم کړ بيشک هغه دين قائم کړ . او که چا لمونځ پريښود بيشک هغه دين ونړاؤ . فائده : ددۍ روايت څخه معلومه شوه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx