
آیا د حجاب مسأله دومره مهمه ده؟
تفسیرالله فاني
حجاب یو الهي امر دی او مسلمانان مکلف دي چې په هر حالت کې باید دغه امر پر ځای کړي.
الله ﷻ په خپل کتاب قران کریم او رسول اللهﷺ په خپلو مبارکو احادیثو کې په تکرار ډول د دغه لوی حکم اهمیت او د دغه لوی حکم پر ځای کولو باندې امر کړی دی.
د یو شرعي نظام مسؤلیت دی چې د شرعیت د نورو حکمونو په څېر د حجاب حکم هم په خپلو خلکو تطبیق کړي.
پرته له شکه چې د اللهﷻ په ټولو حکمونو کې بې شمېره حکمتونه شته دي، حجاب هم یو له هغه حکمونو څخه دی چې ګڼ حکمتونه لري لکه: د سترګو د غلط استعمال څخه مخنیوی، په ټولنه کې د فحش کړنو مخه نیول، د ښځیه قِشر د عزت او ابرو ساتل، او په ټولنه کې د هر ډول ناوړه اړیکو د رامنځته کیدو څخه ځان ساتل او داسې نور…
حقیقي مسلمان/نر یا ښځه تل د اسلامي حجاب په کولو ټینګار کوي، او تل دغه لوی حکم ته غاړه ږدي.
په افغانستان کې عموماً ښځې هغه وخت چې له کوره بهر وځي مستورې وي، او یو نا یو ډول حجاب یې پر تن وي.
دلته په اکثره لرې پرتو سیمو کې چادري او په ښاري سیمو کې تور عربي حجاب کارول کیږې.
بې له شکه په تېرو شلو کالونو کې دلته بعضې تش په نوم مسلمانې ښځې پیدا شوې چې ددغه لوی حکم سره یې حساسیت وښود او دا یې یو پردی/عربي کلتور وباله، خو ولې دا په دې معنی نده چې دلته ټولې خویندې همداسې بې حجابه وې، دلته له دا ډول یو څو پردیپالو ښځو پرته ټولو خویندو تل حجاب عملي کړی، او دا چاره به د تل لپاره روانه وي.
اوس پوښتنه داده په داسې حال کې چې د وطن ټولې خویندې مو باحجابه دي، او حجاب د خپل ځان لپاره تر هر څه لوړ او ارزښتمن بولي، بیا هم د حجاب مسأله تر ټولو مهمه هغه و بلل شي؟
او دې مسألې ته لومړیتوب ورکول رښتیا هم دومره مهم دي؟
په ځواب کې باید وویل شي چې د شرعي حجاب مراعت چې څومره ددې وطن خلکو/افغانانو کړی په اوس وخت کې د نړۍ په بل هیڅ مسلمان ملک کې نه تر سترګو کیږې،له ګاونډیو هیوادو نیولي بیا تر عربو پورې په هیڅ کومه اسلامي ټولنه کې هم زموږ د حجاب مثال نشته. دلته خویندې له شریعت ور اخوا د خپل رسم رواج له مخې هم مکلفې دي چې منظم حجاب وکړي، او له دې ټولو سره سره خپله خویندې هم د خپل ذوق له مخې هغه حجاب اغوندي چې په اسلام، ټولنه، او په خپل کلتور کې ورته توصیه کیږې.
نو بناً اوس وخت ددې نه دی چې موږ د ټولنې ټول ضروریتونه شاته و غورځوو او تمرکز په هغه څه وکړو چې زموږ په څېر ټولنه کې تر ډېره تطبیق شوی او ضرورت ورته نه ښکاري، اوس باید د حجاب پر ځای د ټولنې په نورو اهمو ضروریتونو باندې تمرکز وکړو. له حاکم نظام ا.ا.ا څخه مو د یو عادي افغان په صفت غوښتنه داده چې لکه څه ډول د منکراتو مخنیوی ستاسو مسؤلیت دی، همدا ډول ټولنې ته په هره برخه کې خدمات وړاندې کول مو هم مسؤلیت جوړیږې، نو ددې لپاره چې هم مو شریعت تطبیق کړی وي او هم مو خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړی وي نو اړتیا ده چې لومړیتوب هغه مسأیلو ته ورکړل شي چې د ټولنې اهم ضرورتونه دي لکه: ټولنیز امنیت چې تر ډېره حده ساتل شوی، د اقتصادي خالت لوړوالی، ملي مشروعیت، او بلحصوص د نجونو د تعلیم په برخه کې باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، تر څو له یوې خوا مو ولس په ځان راټول کړی وي او له بلې خوا مو د نړۍ او خصوصاً د غربیانو هر ډول نیوکو ته پر وخت ځواب ویلی وي!
په همدې هیله!
د یو سوکاله آرام او له هر اړخه پر ځان بسیا افغانستان په هیله!
تفسيرالله فاني