نظــر

اسلامي حجاب چېرته دی؟

رحمت الله فیضان

د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د شرعي حجاب په اړه د هیواد د جیدو علماء کرامو پر مټ یوه طرحه وړاندې کړه، په دې طرحه کې د حجاب حکم، د حجاب ډولونه د حجاب د رعایتولو موارد، د حجاب د رعایتولو ګټې او د حجاب د تطبیق د طریقو او مراحلو په باب یادونه شوي ده.

ددې خبرې یادونه ضروري ګڼم چې د افغانستان مېرمنې له اسلام وړاندې او له اسلام وروسته محجبې وې، له اسلام وړاندې د اوسني افغانستان په جغرافیه کې د دې جغرافیې اوسیدونکو له یهودیت، مسیحت، زردشتیت او بودایزم څخه یا پیروي کوله او یا ترې متاثره ول، دغو ادیانو تر اسلام زیات د حجاب په رعایتولو ټینګار کاوه او په دې برخه کې د افراط تر پولې رسیدلي وو، په داسې حال کې چې هغه وخت عربو حجاب نه پیژاند او د اسلام له برکته یې وپیژاند.

تاریخي څېړنې په ډاګه کوي چې آن تر زردشت وړاندې هم د افغانستان مېرمني محجبې وې او د لباس په ډول کې یې راغلي دي چې چیڼ داره کمیس پرتوګ او پړونی به یې اغوست، د ساسانیانو په دوره کې هغه وخت چې زردشت د خپل دین پیروۍ ته خلک رابلل د اشرافي میرمنو تر منځ د پړوني په واسطه د مخ پټول هم رواج شول.

په ټولو توحیدي ادیانو کې لکه مندایت(صابیت)یهودیت، مسحیت او اسلام کې د حجاب وجوب بلا منازعه او اتفاقي دی، د نزاع  محل دا دی چې په نورو ادیانو کې د حجاب طرح او ډیزاین وړاندې شوی، دا یوازې اسلام دی چې د حجاب ډول یې د خپلو پیروانو عرف ته پریښی دی.

د مندایانو حجاب:
په دې لنډه لیکنه کې غواړم په ابراهیم ادیانو کې د حجاب ارزښت او رعایت ته لنډه کتنه وکړم:

اسلام:
د (حجاب) لغت په قرانکریم کې اته ځایه د پردې، حاجز، مانع او حایل په ماناګانو استعمال شوی.

د اعراف، اسراء، مریم، احزاب، صاد، فصلت، شوری او مطففین سورتونو کې د حجاب لغت راغلی چې د پردې په مانا ده.

د میرمنو د پردې لپاره د حجاب لغت استعمال یو نوی لغت دی، فقهاء کرامو  تر دې وړاندې د حجاب پر ځای د (ستر) او (ساتر) له لغاتو څخه استفاده کړې ده.

د حجاب حکم په قرانکریم کې:
او ته مؤمنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې دې ټیټې ساتي او د خپلو شرم ځایونو حفاظت دې كوي او خپل زینت دې نه ښكاره كوي مګر هغه چې له دې(زینت) نه (عادتًا) ظاهرېږي او په خپلو ګرېوانونو دې پړوني واچوي او دوى دې خپل زينت نه څرګندوي مګر د خپلو خاوندانو لپاره یا د خپلو پلرونو یا د خپلو خاوندانو د پلرونو لپاره یا د خپلو زامنو لپاره يا د خپل خاوند د زامنو لپاره يا د خپلو وروڼو لپاره يا د خپلو ورېرونو لپاره يا د خپلو خورينو لپاره يا د خپلو ښځو لپاره يا هغه چا ته چې د دوى ښي لاسونه يې مالكان شوي دي، یا هغو تابعانو ته چې ښځو ته له حاجت والاوو نه وي له سړیو نه، یا هغو وړو هلكانو (ماشومانو) ته چې د ښځو په اسرارو او پټو خبرو واقف شوي نه وي او دا (ښځې) دې خپلې پښې نه وهي، د دې لپاره چې معلوم كړى شي هغه څه چې دوى يې له خپل زینت ځنې پټوي او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اى مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ. (د نور سورت ۳۱آیت)

اى نبي!
ته خپلو ښځو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره (او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي، دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دی. (الاحزاب آیت۵۹)

حجاب د ابراهیم علیه السلام په شریعت کې: په تورات کې راغلي: رفقې سترګې پورته کړي او اسحاق یې ولید له خپل اوښ څخه را کښته شوه، له خپل خادم څخه یې وپوښتل دا سړی څوک دی، چې په دې بدیا کې زموږ استقبال ته راغلی؟

خادم یې  ورته وویل: دا زما اغا دی.

رفقې خپله برقع را واخیسته او خپل ځان یې و پوښل.

(تورات سفر پیدایش باب ۲۴فقره ۶۴او۶۵)

رفقه څوک وه؟

ربه کا، ریوکا، ربقاه، ربقه یا رفقه د حضرت ابراهیم علیه السلام نږور او د اسحاق علیه السلام میرمن وه، چې له نکاح وړاندې يې له حضرت اسحاق علیه السلام څخه پرده وکړه.

حجاب د یهودیان له نظره:
لکه څرنګه چې مو مخکې وویل حجاب له اسلام وړاندې د اعرابو تر منځ رواج نه درلود، دا اسلام و چې د اعرابو ترمنځ یې حجاب رواج کړ، خو په نورو هغو ملتونو کې چې له یهودیت څخه متاثره ول حجاب پکې ډیر سخت رعایت کیدل.

په تورات کې څو ځایه د حجاب یادونه او پرې تاکید شوی آن تر دې چې کله به یهودیانو کومه ښځه شکنجه کوله نو حجاب به یې ترې اخیست.

د تورات په (سفرتثیه۲۲ باب او ۵ فقره) کې راغلي:

میرمني دې د نرانو لباس او نران دې د مېرمنو لباس نه اغوندي ځکه دا کار د خدای جل جلال پر نزد مکروه او نا خوښه دی.

د یهودي میرمنو حجاب:

حجاب په مسیحیت کې:

په انجیل کې راغلي میرمنې دې د دعا پر مهال خپل وېښتان و پوښي، په دې خاطر ښځه باید پر خپل سر عزت ولري دا مناسبه نه ده چي مېرمنې په لوڅ سر د خدای حضور ته دعا وکړي.

بل ځای کې راغلي: خپلې میرمنې په لباس، حیا او پرهیزګارۍ آراسته کړئ، نه په طلا مرواریدو او ګران قیمته جامو.

د حجا ب په برخه کې مسحیت نه یوازې دا چې د یهودیت احکامو ته یې تغیر ور نه کړ بلکې په جدیت سره یې د حجاب احکام تر اجراء لاندې ونیول.

مسیحي لیکوال او تاریخ پوه جرجي زیدان وایي په مسیحیت کې د میرمنو لپاره حجاب یو واجبي امر دی.

د مسیحي میرمنو حجاب
په اسلام کې د حجاب ډیزاین چیرته دی؟

اسلام د میرمنو لپاره د کوم خاص ډول حجاب ډیزاین نه دی طرحه  کړی او دا چاره یې د ولسونو عرف ته پرې ایښې، لکه څرنګه چې د امرباالمعروف وزارت د حجاب د تعریف په برخه کې راغلي:

(بدن چې په هره جامه کې پټ کړل شي حجاب ګڼل کیږي خو چې تنګه او  باریکه نه وي چې بدن ترې ښکاره شي.)

نو بیا د چادرۍ او تور حجاب ډیزاین وړاندې کول څه مانا؟

دا ډیزاین چا وړاندې کړی څومره مخینه لري؟

د کومو ولسونو کلتور دی؟

د امرباالمعروف په طرح کې ټینګار شوی چې چادري له پیړیو را په دېخوا د افغانانو باعزته کلتور برخه ده او د شرعي حجاب بهترین ډول دی همدا راز په طرحه کې دا هم راغلي چې د حجاب په نوم مروجه تور رنګه جامه او څادر هم حجاب دی.

راځي په دې برخه کې تور رنګه حجا ب ته لیږد تم شو:

تور رنګه حجاب کوم چې عربان ترې استفاده کوي دا د اوسنیو یهودیانو حجاب دی، همدا راز ایرانیان چې له کوم حجاب څخه ګټه اخلي دا د مسیحیانو حجاب دی چې په ایران کې د خمیني انقلاب له بري وروسته په ایران کې رواج شو.

پاته شوه د افغانانو ترمنځ د چادرۍ استعمال، دا ډول پوښښ پیړو ته نه رسیږي، له هغه وروسته چې د امیر امان الله خان میرمنې ملکې ثریا کشف حجاب وکړ په ښارونو کې یو شمیر افغان میرمنو د اعتراض په ډول چادري واغوسته، د افغانستان په پښتنو سیمو کې لا تر اوسه هم چادري رواج او طرفدار نه لري.

د امرباالمعروف د خپلې طرحې د تطبیق مراحل دا ډول بیانه وي:

ترغیب:
۱-د رسنیو او منبرونو له لارې د حجاب حکم او ګټې او د بې حجابۍ زیانونه بیانول.
۲-په بازارونو، پارکونو او عمومي مواردو کې د حجاب په هکله ترغیبي جملو لیکل او اړونده سټیکرونه لګول.
دا ښه خبره ده خو زما نظر دا دی چې د امرباالمعروف وزارت دې تر دې هم لوی ګام واخلي هغه دا چې د دوی په واک کې باید تصویري، صوتي او نوشتاري رسنۍ ورکړل شي ترڅو خپل پلان شوي پروګرامونه تر خلکو ور ورسوي.

د دې ترڅنګ دې له ځان سره دعوتي خویندي هم ولري چې ښځو ته په عمومي مراکزو کې لکه پارکونه، ښوونځي او پوهنتونو کې دعوت ورکړي.

تنبیه او ترهیب:
د بې حجابه میرمنې دې په لومړي ځل کور په نښه شي د هغې ولي ته دې توصیه وشي او تنبیه دې کړل شي.

په دویم ځل دې ولي اړوند ریاست ته احضار کړل شي.

په دریم ځل دې ولي درې ورځې حبس کړل شي.

په څلورم ځل دې ولي محاکمو ته وسپارل شي ترڅو په مناسبه سزا محکوم کړل شي.
هغه میرمنې چې د امارت اړونده ارګانونو کې فعالیت کوي او حجاب نه رعایت کوي له دندې دي ګوښه کړل شي.

که د حکومتي مامورینو او منسوبینو میرمنې او لوڼې حجاب نه رعایت کوي دندې به یې تعلیق کیږي.

تبیه او ترهیب ته به لږ تم شو، د ترهیب، تروریزم او ترهګرۍ الفاظ ډیر راته وکارول شول زما په خیال همدا کفایت کوي چې زموږ مخالفین راته د ارهابیونو او ترهګرو خطاب کوي نور هیله نه لرم چې دا کلمه د دوستانو له خولې هم واورو او دې کلمې ته مشروعیت او رسمیت ورکړل شي.
پاته شوه د سزا خبره غواړو د اسلامي علوم د یو متبدي په صفت له خپلو محترمو استادانو و پوښتم چې قرانکریم د بې حجابۍ لپاره سزا نه ده ټاکلې نو تاسې یې په کوم دلیل ورته ټاکئ؟

حل لاره څه ده؟
لکه څرنګه چې اسلام د حجاب موضوع د خپلو پیروانو عرف ته حواله کړې، ښه به وي چې موږ هم دا موضوع د خپل ولس عرف ته حواله کړو، د مثال په ډول په هرات کې میرمنې دراز کمیس اغوندي او له کوره بهر لوی شال چې دوی ورته چادرنماز وایي استعمالوي.
کندهارۍ میرمنې هم له چادرۍ او هم له تور حجاب څخه استفاده کوي.
د شرقي ولایاتو میرمنې پنجابي جامې اغوندي او برقع او پیښوری حجاب استعمالوي.
د مرکزي ولایاتو میرمنې د چادرۍ او تور حجاب پر ځای شالونه کاروي.

په زابل کې بیا میرمنې له میرمنو څخه مخ پټوي، غزني او نورو سیمو کې هم نږور له خپلې خواښې او خسر څخه مخ پټوي په تاجکو ازبکو او هزاره ګانو کې له خپل او پردو څخه د مخ پټول رواج نه لري.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

په حجاب کی باید ټول اړخونه په نظر کی ونیول شی. یو ښځه به خارج ته سفر کوی شنه چادری به یی په سر وی فکر وکړی د لندن یا د ریاض په هوایی ډګر کی به راګوځیږی څنګه به ښکاری؟ آیا داسی حجاب سره کار کیدلی شی؟ د هوا درجه هم په نظر کی باید ونیسو کله زیاته ګرمی او کله زیاته یخنی. الله د زمونږه پر ملت ورحمیږی ورک قوم ورک یی فرهنګ دی. زما که صلاحیت وای مابه د کوچیانو افغانی فرهنګ پر ټول ملت قبول کاوه. الله د زما مور مغفرت کړی هغې به زما له… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x