نظــر

د افغانستان د ناامنۍ اغیز پر ګاونډ، سيمه او نړۍ

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

يادونه: دا لیکنه زما شخصي نظر دی، په هیڅ ډول په کوم سیاسي لوري او یا هم د افغان حکومت تګلاره پوري تړاو نه لري.

د امریکا متحده آیالاتو او طالبانو د سولې تړون (۲۹ فبروري ۲۰۲۰) پر یوه مهمه ماده په رسنیو کې ډیر بحثونه کېدل او کیږي “د افغانستان خاوره به د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت په خلاف نه کارول کیږي.”

د افغانستان د اوسني اسلامي نظام مهمو او لوړ پوړو مسؤلینو ډیر ځله څرګنده کړې چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نه شي متوجه کيدای او نه هم چاته په خپله خاوره کې اجازه ورکوي چې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د هیوادو پر ضد فعالیت وکړي.

تمه وه چې واک به په سوله‌ییز ډول طالبانو ته انتقال او نړیوال به هم له افغانستان سره خپلې اړیکې عادي وساتي، د اګسټ ۱۵مه ۲۰۲۱، له کابل څخه د ډاکټر غني تېښتي د واک خلا رامنځته او طالبان پر کابل او ټول هیواد واکمن شول.

د نوي اسلامي حکومت د رسمیت پېژندلو لړۍ د امریکا/اروپا/چین/ماسکو او اسلامي هیوادو له خوا وځنډول شوه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دي برخه کې ګړندي او مهم سفرونه بېلابېلو هیوادو ته وکړل، د امریکا او نړیوالو له خوا د افغانستان نوي اسلامي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره شرایط وړاندي کېدل، داسي ښکارېده چې امریکا د دوحې تړون ته ژمنه نه وه.
طالب مشران هم د امریکا/اروپا او نړیوالو له سوړ چلند څخه تر ډیره ناهیلې شول، د امریکا له خوا د افغانانو د ۷ میلیارډه شتمنۍ په اړه د ولسمشر بایډن ناسمې څرګندونې د افغانستان د نوي اسلامي نظام او امریکا ترمنځ بې باوري زیاته کړه.

چین او ماسکو هم د بېلابېلو لاملونو له کبله د افغانستان د نوي حکومت رسمیت پېژندنې په اړه پریکنده پریکړه ونه شوای کولای، ګاونډیو هیوادونو هم له نوی افغان حکومت څخه د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره غوښتنې درلودلي.
ګاونډي، د سیمې او نړۍ هیوادونه لا هم له اوسني نظام څخه تمه لري چې په واک کې به نور سیاستوال ور سره شریک کړي، سیاسي ګوندونو ته به د فعالیت اجازه ورکړي، د رسنیو او مدني ټولنو فعالیت باندي محدودیتونه به نرم کړي.
اوسمهال په چین، ماسکو، پاکستان، ایران، ازبکستان، قطر، ترکیه، قرغیزستان، قزاکستان، ترکمنستان کې سفارتونه افغان دولت ته سپارل شوې، دا ښه پرمختګ او د اعتماد جوړونې رغنده پېل دی.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو خلاصیدو کې ځنډ د افغانستان د اوسني حکومت د رسميت پېژندنې لړۍ لا ټکنۍ کړه، دغه ډول پریکړې د نړۍ، سیمې او اسلامي هیوادونو مشران او سیاسي ګوندونه هیښ کړل.
په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ټولې نړۍ، سیمې او ګاونډیو هیوادو په یوه خوله ویل چې په افغانستان کې د تلپاتې امنیت پلوي کوي، له هیڅ افغان جنګې ډلې سره د نوي اسلامي نظام په ضد مالي او نظامي مرستې نه کوي.
په وروستیو وختو کې لېدل کیږي چې د افغانستان ځینو ګاونډیو هیوادو سره نږدې کرښو کې تحرکات پېل شوې او یا پېل کيدونکي دي، دارنګه د ځینو ګاونډیو له خوا لا هم پر افغان خاوره توغندي ویشتل کیږي، تر څو دلته نا امني او ددوی غوښتنې ومنل شي.

د اسلامي هیوادو ځوانان په خاص او د نوري نړۍ مسلمان ځوانان په عام ډول د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره افغانان الګو ګڼي، هیلې یې ور پسي تړلي بولي، ګاونډي هیوادونه، سېمه او نړۍ دي پوهـ وي چې اوسنی افغان حکومت هم دا ظرفیت او توانایې لري چې ګاونډیو هیوادو، سیمې او نړۍ کې نرم ځواک وکاروي، مګر افغانان نه غواړي چې د دوی له خاورې نورو ته ګواښ وي، اوسنی افغان حکومت غواړي له ټولو ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هیوادو سره ښې او رغنده اړیکې ولري.

پاکستان:
که په افغانستان کې امن او ثبات وي، پرته له شکه چې د پاکستان پر امن او ثبات مثبت اغیز لري، که په افغانستان کې ناامني او ګډوډې وي، د پاکستان پر امنیتي او اقتصادي سکټور ناوړه اغیز به ولري.
که ځینې پاکستاني چارواکې فکر کوي چې اوس هم ۴۰ کاله پخوانۍ، د افغانستان اړوند د پاکستان تګلاره به کار ورکړي، ناسمه ده، اوسنی افغانستان له ۴۰ کاله مخکې افغانستان سره د پرتلې وړ نه دی، پر مجاهدینو د پاکستان د هغه وخت نفوذ هم پر طالبانو د پاکستان له نفوذ سره د پرتلې وړ نه دي، اوسنی افغان حکومت تر ډیره د هیڅ کوم هیواد تر نفوذ لاندي نه دی، که مشران پوه شي چې په غیر مستقیم ډول ځینې کسان د کوم هیواد تر نفوذ لاندي دي، کیدای شي هغه له واکه هم لیري کړي.

داچې پاکستان په کور دننه د شمالي او جنوبي وزیرستان د پښتنو له سیاسي کړکیچ سره مخ دی، بلوچستان کې د پاکستان ضد مخالفین ډیر او تر دي چې دا لړۍ سرتیري بریدو ته ورسېده، خیبر پښتونخوا کې لا هم ډیری اوسیدونکي یې د وخت په تمه دي که وکولای شي د تیرو ۲۰ کلونو کې هغه حقونه یې چې د مرکزي حکومت لخوا سلب او یا دوی ډیر وټکول شول، بیرته د خپلو حقونو او عزت اعاده وکولای شي.

په دغسي یو حالت کې پاکستان ته پکار ده چې د افغانستان د اوسنی نظام ضد کړیو ته په خپله خاوره کې د افغان حکومت ضد فعالیتونو ته اجازه ور نه کړي، که خدای مه کړه پاکستان د اوسني نظام ضد کړۍ په خپله خاوره کې پالي او یا هم د ډیورنډ پر کرښه معامله اوس وخت کې یې فیصله غواړي؛ پایله کې به د دواړو هیوادو ترمنځ بې باوري زیاته او دا ډول حالت به دواړه هیوادونه په ناوړه توګه اغیزمن کړي.

ایران
ایران په تیرو ۲۰ کلونو کې هم له طالبانو او هم د حامد کرزي او ډاکټر غني له حکومتونو سره د تعادل پر اساس تګلاره مخکې یوړه. په تیرو شل کلونو کې ایران هڅه کوله چې له طالبانو سره د ملګرتیا له امله له امریکا څخه ګټه تر لاسه کړي، مګر ټرمپ د ایران په اړه داسي تګلاره غوره کړه چې یاد هیواد یې په اقتصادي برخه کې ډیر سخت وټکاوه.
کله چې په افغانستان کې نوی اسلامي نظام رامنځته شو، ایراني چارواکي په بي صبري او ښکاره په نظام کې د اهل تشیع او هزاره توکم د غوښنې ونډې غوښتنه کوي، دارنګه د هلمند سیند د اوبو، غوریانو کې د اوسپنې کان، بانکي سیسټم او پولو ته نږدې ازادو بازارونو غوښتنې لري چې تر دي مهاله نه دي منل شوې، ولي اوسني حکومت ژمنه کړي چې په نظام کې به اهل تشیع او هزاره وروڼه د اهلیت پر بنسټ ځای ولري.
دا مهال په ایران کې ډیری د پخواني جمهوریت د مهال وسلوال میشت شوې، ډیری یې هغه مشران دي چې تیر ځل (۱۹۹۴ تر ۲۰۰۱) هم د طالبانو ضد جګړو پر مهال ایران ځای ورکړی وو، که ایران د تیر په څیر بیاځل تیروتنه کوي، اوس وخت د ۲۵ کاله پخوا افغانستان سره پرتله کول یې هم تیروتنه ده.

ایران دا مهال له اقتصادي ستونزو او نړیوالو بندیزونو سره مخ هیواد دی، بل خوا په سیستان او ټولو هغو سېمو کې چې اهل تسنن اوسیږي، هغوی د افغانستان د اوسني اسلامي نظام پلویان او د ایران حکومت د مذهبي ناسمو او تعصبي تګلارو څخه په تنګ راغلي دي. که ایران په افغانستان کې ناامني ته لمن وهي، افغان حکومت هم د فشار داسي ډیری اسباب کارولی شي چې ایران ته په کور دننه ستونزې پیدا شي، مګر طالبانو ډیر ځله او هر وخت ویلي چې د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم نورو ته اجازه ورکوي.
ایران ته پکار ده چې په ټول توان له افغان حکومت سره د رغنده اړیکو جوړولو هڅې وکړي، نه داچې تر پروړي/بوسو لاندي اوبه تیرولو باندي وخت ضایع کړي.

تاجکستان
تیر ځل (۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱) چې طالبان پر کابل واکمن وو، تاجکستان د نظام د مخالفیونو په واک کې د کولاب اډه ورکړي وه، هلته یې روغتیایې اسانتیاوي ورته برابرې کړي وي، ایران او هند همدې آډې ته نظامي مرستي ورکولې.
تاجکستان چې د استاد رباني د حکومت پر مهال له شمال ټلوالې سره د معاملي په ترڅ کې له کورنۍ جګړې خلاصون وموند، په تیرو دوه نېمو لسیزو کې یې خلکو په امن او ثبات کې ژوند درلود، اوس مهال چې له ډیرو اقتصادي ستونزو، د خلکو بې کارۍ او په نظام کې پراخ مالي فساد له امله یې حکومت له ولسي ګواښونو سره مخ دی، بل خوا د افغانستان اوسني نظام پر ضد که مخالفینو ته بیاځل په خپله خاوره کې اډې او د فعالیت اجازه ورکوي، فکر کیږي چې داځل به د تاجکستان دغه ډول کړنه بیاځل د تاجکستان حکومت اسلامپالو مخالفیونو ته د تبر لاستی په لاس ورکړي، پایله داچې خپله تاجکستان به د ناامني او بي ثباتي په یو غریب هیواد بدلیږي ان شاء الله.

ازبکستان
ازبکستان تیر مهال (۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱) له طالبانو سره د ښو اړیکو پاللو ترڅنګ له دوستم سره هم په پټه مرستې کولي، مګر د هغه مهال افغان حکومت او ازبکستان هیواد ترمنځ بي باوري په لوړه کچه نه وه، بلکې اړیکې یې رغنده او په پراخیدو وي.
اوسمهال هم له ترکمنستان وروسته د افغانستان تر ټولو ارام او ښه ګاونډی هیواد ازبکستان دی، مګر په وروستیو وختو کې د ځینو نامسؤلو وسلوالو لاره له ترکیې په ازبکستان ده او له ازبکستان څخه د افغانستان شمال او مرکز ته دغه نامسؤل وسلوال د تګ راتګ هڅې کوي، ممکن عبدالرشید دوستم هم د نړیوالو نامسؤلو وسلوالو پروژه کې د کلیدي رول لوبولو هڅه وکړي، که ازبکستان له ترکیې څخه افغانستان ته د نامسؤلو وسلوالو مخه ونه نیسي، پرته له شکه چې په ازبکستان کې به هم د نا امني پېښې زیاتي او هغه اقتصادي پلانونه چې یاد هیواد یې لري له ځنډ او خنډ سره به مخ شي، په وروسته وختونو کې په ازبکستان کې د ځینو ناامنیو راپورونه دا ښيې که په افغانستان کې هر هیواد د ناامني پلوي کوي، هغه هیواد به یې هم په اور کي سوځي ان شاء الله.

هند
په ډیر لنډ ډول ویلای شم چې د افغانستان د اوسني نظام اړوند د هند پخوانۍ انديښنې لیري شوې او اوسنۍ تګلاره یې تر ډیره د افغانستان په ګټه ده، تر دي مهاله د هند لخوا د افغان حکومت ضد تګلاره نه ده لېدل شوې، د طالبانو ځینې سرسخت مخالفین چې د اګست تر ۱۵مې لږ مخکې او وروسته هند هیواد ته تللي وو، هغوی ته د طالبانو ضد فعالیتونو اجازه په هند کې ور نه کړل شوه، هغوی چې د طالب ضد سیاسي فعالیت فکر یې درلود له هند څخه ایران، ترکیې او تاجکستان ته ولاړل.

چین او ماسکو
چین او ماسکو دواړه غواړي چې د افغانستان له اوسني نظام سره ښې او رغنده اړیکې ولري، چین له پاکستان سره نږدې ملګرتیا لري، پاکستان لا هم له اوسني افغان حکومت څخه ځینې داسي غوښتنې لري چې منل به یې ګران وي، ځکه خو چین هم له اوسني افغان حکومت سره په سیاسي تعامل کې له احتیاط څخه کار اخلي.
ماسکو چې په اوکراین جګړه کې ښکېل دی، لومړیتوب یې د جګړې یوطرفه کېدل  او له ناټو سره اوږدمهاله مقابلې ته ځان چمتو کول دي، بیا هم ښکاري چې افغانستان يې هیر کړی نه دی.
که چین او امریکا د افغانستان د امنیت برخه کې فعال نه شي، بلخوا د امریکا او افغانستان ځینو ګاونډیو هیوادو له خوا په افغانستان کې ناامني ته لمن وهل کیږي، پرته له شکه چې ددغې ناامني جرړې به تر منځنۍ اسیا، ماسکو او د چین تر سیانګ یانګ پوري غځیږي.

امریکا او اروپا
امریکا او ناټو به خامخا هڅې کوي چې په افغانستان کې د خپلو ناکامیو غچ له افغان ولس څخه واخلي، مګر دا یې تیروتنه ده، که د دوحې د تړون پر بنسټ امریکا/ناټو له اوسني نظام سره تعامل وکړي، پرته له شکه چې ګټه به یې ذیدخلو لوریو ته رسیږي:
“د افغانستان خاوره به د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت په خلاف نه کارول کیږي. متحده ایالتونه او متحدین به یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ په ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
متحده ایالتونه به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړې وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت لپاره د بیارغولو اقتصادي مرستې وغواړي، او په کورنیو چارو کې به یې لاسوهنه نه کوي.‌”

که امریکا/اروپا د دوحې تړون ته ژمن پاتې نه شي، د افغانستان د اسلامي نظام ضد کړیو/ مخالفینو سره مرستې ته ټټر وټکوي، د افغانستان کورنیو چارو کې مداخلو ته دوام ورکړي، پرته له شکه طالبان به هم داسي د فشار الې په واک کې ولري او ددې ټکر له امله ممکن بیاځل نړۍ ناارامه او ناامنه شي، د ۲۰۲۱ اګسټ تر ۳۱مې چې امریکا او متحدینو یې په لسګونو زره افغانان امریکا/اروپا او نورو هیوادو ته وایستل، ډیری پکې د طالبانو پلویانو هم شتون درلود او لا هم له اوسني افغان حکومت سره خواخوږې لري، که خدای مه کړه امریکا/اروپا له اوسني افغان حکومت سره د ملګرتیا پر ځای د ټکر پالیسي خپله کړي، پرته له شکه د ناامني او بي ثباتي اور به یې د امریکا او اروپا تر بازارونو هم رسیږي. له دي ور ها خوا طالبان د دې قوي ظرفیت لري چې امریکا/اروپا له امنیتي ننګونو سره مخ کړي، مګر اوسنی افغان حکومت نه غواړي چې نورو ته له افغان خاوري ګواښ متوجه شي.

پایله:
د افغانستان د اوسني نظام مسؤلینو ته تر بل هر چا ډیر مسؤلیت اوړي چې له ګاونډیو، سیمې او نړیوالو هیوادو سره د دوه اړخیزو ښو اړیکو لپاره ګړندۍ او ډیرې هڅې وکړي، د هیواد، سیمې او نړۍ امنیت ته جدې پاملرنه وکړي، افغانستان د ترهګري له عواملو خوندي وساتي.
زموږ ځینو ګاونډیو هیوادو ته په کار ده چې د اوسني افغان حکومت د مخالفیونو فعالیت ته په خپلو هیوادو کې زمینه مساعده نه کړي، له هغوی سره مالي او نظامي مرستې ونه کړي، که دا کار کوي، افغان حکومت مجبوره کیږي چې په ورته عمل لاس پوري کړي چې دا کار کولای هم شي، بیا به یې تر ډیره زیان ګاونډیو هیوادونو ته رسیږي، ځکه افغان ولس په ګران هیواد کې نور جګړه نه غواړي.
کیدای شي امریکا او بریتانیا د افغانستان رسمیت پېژندني مسئله وځنډوي، چین او ماسکو ته په کار ده چې نړۍ له یو قطبي حالت څخه وباسي، د افغانستان رسمیت پېژندنې مسئله کې پر امریکا او بریتانیا د فشار تر څنګ د افغانستان اوسنی حکومت هم په رسمیت وپېژني، که دا لړۍ ځنډيږي، ممکن نورې داسي پېښې هم وشي چې بیا به دا لړۍ لا پيچلي او ستونزمنه کړي.
امریکا/ناټو/اروپا ته په کار ده چې د نوېیمو کلونو په څیر افغانستان هیر نه کړي چې بیاځل دغه هیواد خدای مه کړه د اقتصادي ستونزو، ټولنیزو جوړښتونو او بېلابېلو لاملونو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ او بیا ځل سېمه او نړۍ ناامنه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

مطمين صاحب،
په قلم او عمر مو برکت شه. ډير ښه تحليل مو کړي. يوه نړي مننه
کاروان

غ. حضرت

مطمئن ساب!
د تاند په وِبپاڼه کی هم ستا پورته لیکنه خپره سوېده چی یو چا ډیره ترخه تیصره پر لیکلې ده چی هیله ده لوستلې دی وی.apk

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x