
ډاکټر فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت د ارشد سلاکار په توګه وټاکل شو
نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۴۰۱ل): د هيواد پياوړی علمي او جهادي شخصيت ډاکټر فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت د ارشد سلاکار په توګه وټاکل شو.
د اوبو او برېښنا وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ډاکټر فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت د وزير ملا عبداللطيف منصور له لوري ددې وزرات کارمندانو ته معرفي کړل شو.
ډاکټر غلام فاروق اعظم چې د اوبو د سرچينو پراختيا په برخه کې يې د امريکا او انګلستان له پوهنتونو څخه د دوکتورا تر کچې زده کړې، په دې برخه کې د کلونو کاري تجربه لري.
ډاکټر اعظم تر دې وړاندې په افغانستان کې د کډوالو چارو او ښوونې روزنې وزير هم پاتې شوی دی.
نوموړی د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر په توګه او همدا راز د لندن په پوهنتون کې د اوبو د کشالو د څېړونکې ډلې غړي په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
ښاغلی فاروق اعظم د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه لسانس اخيستی او تر هغې وروسته يې د لبنان په بېروت کې له امريکايي پوهنتون په ساينسي علومو کې ماسټري ترلاسه کړې.
همدا راز يې د لندن له پوهنتون څخه د اوبو سرچينو د رغونې په څانگه کې دوکتورا اخيستې او د مصر په الازهر پوهنتون کې يې د عربي ژبې او حديث زده کړې بشپړې کړي.
ښاغلي اعظم د پښتو ژبې سربېره په عربي، انګليسي او دري ژبو هم روانې خبرې او ليکنې کوي او تر دې وړاندې يې د افغانستان سياسي وضعيت او خپل مسلک اړوند سلګونه عنوانه ليکنې کړي دي.
ما شا ء الله
خه خبر دي
لكن كه د ريس الوزراء ستر سياسي سلاكار
تعين شوي وي
زيات به ورسره مناسب وه
داسي لوي علمي هستي سخه بايد استفاده وشي
او بل
د نن تكي اسيا وبسايت اداره ته
اوس مو د خبرونو او مقالو
هغه پخوا پشان جزبه او فعاليت نشته
هيله دي چ خبرونه نشر كوي
او فعاليت مو د فتح سخه مخكي چ وه
د هغه سخه نور هم زيات كري
جزاک الله خیرا، دیر زیات خوشحاله شوم ، د طالبانو خخه می نن دوی د خوشحالی خبری واوریدی یو د تقوا داره متخصص ګمارل او دوهم د حجاب د مراعات کولو فرمان. دیر خوشحاله یم. الحمدالله، داکتر صاحب ته دی الله پاک توفیق ورکری. مجلس می ورسره کری پیژنم یی خو تر ده خان محمد تکل بند جورولو کی په مراتبو تکره دی. اعظم صاحب د اوبو په کشاله کی دوکتورا لری چی سنګه د اوبو پر سر ویش په نریواله سطحه حل شی. خان محمد تکل په بند دیزان کی ماهر دی. دیر اعلی دیر اعلی
👍👍👍👍🖐
ماشاءالله. زه لدې څخه بل کوم لوی شخصیت په افغانستان کی نه وینم. کسان به ډیر وی خو اعظم صیب له ډیر پخوا څخه پیژنم. واقعآ ښه او ستره ګمارنه. ټولو ته دی مبارک وی. ای کاش چی امارت همداسی لوړ اشخاص په لوړو چوکیو وګماری تر څو کار اهل د کار وسپارل شی و طن مخ په ترقی روان شی. د اعظم صیب ګمارنه ماته خورا ښه خبر دی کور آباد و په هیله د همداسو ښو اخبارو. والسلام
ansha allah chi pakhayr mo tamam shy
موږ هم د دروند مشر داکتر فاروق اعظم د مشاور وزیر په توګه ټاکلو ډیر خوشاله شو دا ښه او په ځای اقدام وو داکتر فاروق اعظم به شان اهل کسان باید وکمارل شی . او دا کار به ضرور کیږی اسلامی امارت خپلواکی اخستل د ځانو د پاره نه بلکه د ټول ملت د سولی او هوساینی د پاره وه ، دا چه لمړی کال کی به یی نور اولیتونه نظر کی نیولی انقلابونو کی تل یو کال دوه نیسی چه حالات نورمال شی یعنی د اهلیت په ځای باور ته ډیر ارزښت قایلیږی او مجبور هم دی له… نور لوستل »
ولي يي وزير نه ټاکي افغان دي مسلمان دي او مسلکي دي وزيرملاصيب به په ديني علومو کي پوهه لري خوپه اوبو او برېښنا خو نپوهيږي دډاکټرصيب به ګوزاره ورسره ونشي۰
طالبانو وروڼو هميشه کامياب اوسي او دالله ج نصرت دي درسره وي. ډير زيات دخوښي ځاي دي، چه يوه جهادي، علمي او ډير محبوب پاک انسان ته، ښاغلي مشر ډاکتر صاحب فاروق اعظم ته مو په حکومت کي ځاي ورکړ او زما هيله ده چه همداسي نوري پاکي جهادي ځيري ژرترژره په حکومت کي در ګډي کړي او دا به حکومت ته لا ډير ښايسته رنګ ورکړي! دوښمنان مو نابود او کامياب اوسي. ډيره مننه
کاروان