افغانستان

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د بهرنيو چارو وزير سره ليدلي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۴۰۱ل): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولس د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره ليدلي او د افغانستان په اړه يې په بيلابيلو موضوعاتو خبرې کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې په دغه ناسته کې توماس نيکولسن د افغانستان د اقتصادي وضعيت د پياوړتيا، ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فرصتونو برابرولو په اړه د هڅو د دوام او امنيتي مسايلو په باب خبرې وکړې او د ستونزو حل يې د خبرو اترو په دوام کې وباله.

په ناسته کې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي وويل چې د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پېښيږي، په هيواد کې د سرتاسري امنيت، د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د حکومت د قاطعيت او نورو موضوعاتو په اړه يې خبرې وکړې.

په ياده ناسته کې دواړو لوريو د داسې همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ چې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لامل شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبانو ته: دا خبره د حل لار نده چی د افغانستان لخوا به هیڅ هیواد ته ګواښ نه پیښږی. پدی تیر نهو میاشتو کی مو د خلکو د هوسایی، تعلیم، اقتصاد، ودې او ترقی لپاره څه کړی؟ طالبان باید پدی اقرار وکړی چی په حکومتداری کی کاملآ ناکامه دی، د امارت او د خلکو فاصله ورځ تر بلی لری کیږی، ګواښونه حکومت ته، حکومت ضد فعالیتونه بلخوا هر ورځ په ډیریدو دی. کچیری حکومت په همدی شان ادامه پیدا کړی لری نده چی په داخل د امارت کی به د امارت پر ضد فعالیتونه شروع کیږی. تر اوسه هر څه… نور لوستل »

جان تڼی

وایې پیش کله خر یاسین خواندن. دی خرو چی مشری تر اوسه چانده لیدلی او لکه ښځه مخ پټه وېې څګیله کوی بهترینه لاره ېې مبارزه ده او بس

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x