شعـــــرونه

راته  وغواړه مورجانې مغفرت/ عادل

نسيم شاه عادل

راته  وغواړه مورجانې مغفرت
چې نصیب مې ستا دعا شي هم رحمت

ته دعا د زړه له تله ما ته وکړه
ستا دعا کې دی د ټول جهان طاقت

ستا د پښو مچو کولو ته اړمند یم
ځکه ستا تر پښو لاندې دی جنت

ته ځولۍ د رحمتونو راخوره کړه
ستا ځولۍ کې دي دنیا او اخرت

که هر څو زه ستا نه ځار او صدقه شم
در به نه کړای شم بدل ستا د زحمت

زه عادل ستا د دعا په طمع ناست یم
چې محروم نه شم له دغه لوی نعمت

نسيم شاه عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx