
د ځوانانو د بېلاریتوب اسباب او د هغې مخنیوی!
تفسیرالله فاني
د پاک خدایﷻ د بې شمېره نعمتونو څخه یو نعمت ځواني هم ده، چې په انسان باندې یې د خپل ژوند په یو خاص عمر (( له 18 کلنی نیولي بیا تر آن 35 کلنی پورې)) کوي.
په ځوانۍ کې د انسان اعضاء فطرتاً قوي، او خواص خمسه یې سالم وي.
لکه څه ډول چې ځوان انسان د خپل عمر د نورو مرحلو په پرتله په دغه مرحله کې په ځان بشپړ کنټرول/تسلط لري، همدغسې د عمر د نورو مرحلو په پرتله په دغه مرحله کې هم په دنیاوي او هم په اخروي لحاظ زیات مسؤلیتونه پر غاړه لري.
د ځوانۍ د اهمیت په باره کې ګڼ نصوص هم شتون لري د بېلګې په ډول: رسول اللهﷺ په یو حدیث مبارک کې فرمایې:[ عن ابن عباس رضی الله عنهما قال، قال رسول اللهﷺ لرجل وهو یعظه” اعتنم خمسا قبل خمس شبابک قبل هرمک………الی اخره( المستدرک للحاکم، والبهقي في شعب الایمان).].ژباړه: له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ یو سړي ته نصیحت کاوه او ویې فرمایل; پنځه شیان غنیمت وګڼه مخکې له پنځو نه “ځواني غیمت وګڼه مخکې له بوډاتوب نه…. تر اخره پورې.
او بل دا چې ځواني د انسان هغه عمر دی چې د قیامت په ورځ به ددې په باره کې خصوصي پوښتنه کیږې، لکه په ګڼو احادیثو کې هم دا خبره ذکر شوي ده.
لکه مخکې مو هم ذکر وکړ چې ځواني د انسان د قوت مرحله ده،او انسان کولی شي له دغه مرحلې څخه سمه ګټه پورته کړي،او له هرې ممکنې لارې خپل رب راضي کړي، خو له بله پلوه د عمر دغه پړاو د انساني خواهشاتو د اوج ته رسیدو پړاو هم دی، ځکه چې په دې مرحله کې انسان تازه د بلوغ له مرحلې تېر شوی وي، نو همدا لامل دی چې د انسان بېلارې کیدل هم له دغه ځایه پیلیږې. نو که چیرې په دغه وخت کې ځوان ته سمه دیني پوهه نه وي، او یا دا چې ځوان د نېکو اعمالو پابند نه وي نو لرې نه ده چې د بېلا بېلو اسبابو له لارې انسان ورو ورو د بېلارۍ کندې ته وغورځي او د ځواني په څېر د یو لوی نعمت ناشکري ترې وشي او هغه ضایع کړي.
هغه اسباب او عوامل چې د ځوانانو د بېلاریتوب سبب ګرځي!
په اوسني عصر کې چې د ټکنالوجۍ عصر هم ورته وایې د ځوانانو د بېلاریتوب لپاره بېلا بېل اسباب او عوامل شتون لري چې موږ دلته ترې په لنډ ډول یادونه کوو.
1. د الهي وېرې نشتون: الهي وېره هغه څه دي چې انسان تل له ناوړه اعمالو څخه راګرځوي، نو کله چې الهي وېره شتون ونلري څه ډول به یو ځوان له بېلاریتوب څخه ځان وساتي؟
2. له الهي احکامو څخه د ځوانانو ناخبري، او په خپل زمان او مکان کې د الهي احکامو نه تطبیقول!
3. بد او ناوړه ملګري، ځکه انسان تل په خپلو ملګرو پیژندل کیږې او تل هغه اعمال خوښوي چې دده ملګري او همزولي یې کوي.
4. په پراخه کچه ټولنیزو رسنیو ته د ځوانانو آسانه لاسرسی، چې ددې په مرسته بیا ځوانان کولی شي هر ډول فلمونه، ډرامې، عکسونه، موسیقي، له نا محرمو سره اړیکې نیول او بلأخره هر هغه څه چې زړه یې وغواړي لیدلی او اوریدلی شي او په ډېر کم وخت کې یې ډاونلوډ کولی شي تر څو له ځانه سره یې وساتي، او بیا ناوړه ګټه ترې پورته کړي.
5. د والدینو او یا د کورنۍ د نورو مشرانو لخوا د خپل ځوان نسل/ هلک او جینی نه تعقیبول بله هغه ستونزه ده چې د ځوانانو په بېلاریتوب کې لوی لاس لري.
6. په ښوونځي، پوهنتون، مدرسه، کورس او یا نورو تعلیمي مراکزو کې د ځوانانو لپاره د داسې اصلاحي پروګرامونو نشتون چې له کبله یې ځوانان له بېلارتوب څخه راوګرځول شي.
دا او دې ته ورته نور ډېر اسباب او عوامل شتون لري چې د ځوانانو بېلاریتوب ته یې لار پرانیستي، او د ځوانۍ په څېر د لوی نعمت څخه ورځې تر بلې علطه استفاده ډیرېږي.
د ځوانانو د بېلاریتوب د اسبابو مخنیوی!
د مخنیوي په برخه کې باید دومره ووایم چې د ځوانانو راګرځول له بدې لارې څخه سمې لارې ته دومره هم ګرانه نه ده څومره چې فکر کیږي، ځکه هغه اسباب چې د ځوانانو د بېلاریتوب سبب ګرځي باید له منځه یوړل شي چې دا دومره زیات ګران کار ندی، تر څو ځوانان مو د تل لپاره له بدو لارو راګرځیدلي وي لکه:
1. الهي وېره:
د هر مسلمان ځوان په زړه کې باید الهي وېره موجوده وي، ځکه دا الهي وېره ده چې بیا موږ هېڅ وخت بدو اعمالو/کړنو ته نه پریږدي!
2. د الهي احکامو څخه ځان خبرول:
یعنې هر مسلمان ځوان الهي احکام/ اوامر او نواهي په سم ډول وپیژني او دوامداره یې عملي کړي، د الهي احکامو پیژندل او د هغوی عملي کول انسان د ناوړه اعمالو ترسره کولو ته نه پریږدي!
3. د بدو ملګرو له ملګرتیا څخه ځان ساتل، ځکه بد ملګري تل د بدو چارو په ترسره کاوي امر کوي، او په ځای یې د ځان لپاره نېک ملګري پیدا شي!
4. د ټولنیزو رسنیو له زیاتې کارونې څخه باید جداً ډډه وشي، خو کوم وخت چې موږ ټولنیزې رسنۍ استعمالوو باید په سالم ډول یې استعمال کړو، او هغه چینلونه تعقیب کړو چې بېلا بېل دیني، سیاسي، علمي، او ټولنیز معلومات خپروي، تر څو له یوې خوا مو پیسې او له بلې خوا مو دا قیمتي وخت بېځایه نه وي مصرف شوی!
5. والدینو ته هم په کار ده چې خپل ځوان اولادونه/لوڼه او ځامن همېشه تر تعقیب لاندې وساتي، ځکه چې ددوی دا عمر د هر ډول بېلاریتوب عمر کیدای شي، او خدای مه کړه داسې یوه ورځ راشي چې بیا دوی د خپلو اولادونو په کړنو د شرم احساس وکړي، او خپل اولادونه بیا ورته د زړه رنځ و ګرځي!
6. د ښوونځيو ښوونکي، د پوهنتون استادان، د مدارسو مدرسین او په ټوله کې د تعلیمي مراکزو معلمان باید په خپل تدریسي مهال وېش کې له داسې لارو چارو کار واخلي چې د هغې په واسطه وکولی شي ځوانو شاګردانو ته ددې عصر د ناوړه کړنو او د هغو څخه د خلاصون لار وښیې!
7. په خپله ځوانانو ته په کار ده چې له ټولو هغه کړنو څخه ځانونه وساتي چې په اسلامي شریعت او زموږ په ټولنه کې ناجایزې کړنې دي هغه که په هر نوم باندې وي، تر څو په خپل راتلونکي سن/ بوډاتوب کې د ځوانۍ په کړنو د شرم احساس ونکړي!
8. ددې ټولو سربېره ځوانانو ته په کار ده چې داسې کتابونه مطالعه کړي، چې د ځوانۍ د اهمیت او د ځوانۍ څخه د سالمې ګټې اخیستنې اړوند لیکل شوي وي، تر څو هم یې له خپلې ځوانۍ څخه سالمه ګټه پورته کړي وي او هم یې د مطالعې د ذوق احساس په ځان کې پیاوړی کړی وي!
په وروستیو کې غواړم د ځینو هغه کتابونو لېست درسره شریک کړم چې د ځوانانو د اصلاح په پار لیکل شوي دي!
1.د خپلې ځوانۍ ساتنه وکړئ.
2. په اسلام کې د ځوان او ځوانۍ اهمیت.
3. د ځوانۍ ساتنه وکړئ.
4. جنسي فلمونه سریالونه او موسیقي.
5. موسیقي د اسلام له نظره.
6. د ځوان اوسیدو هنر.
7. لوڅ رازونه.
8. ځوانانو ته سل نصیحتونه.
9. په اسلام کې کورنۍ ژوند.
10.جنسي لارښوونې.
چې تقریباً ټول یې په Pdf شکل هم پیداکیږې.
دا او دې ته ورته نور ډېر زیات کتابونه شته چې کولی شي له ځوانانو سره د بېلاریتوب څخه په مخنیوي کې ډېره مرسته وکړي.
زموږ ځوانان دې تل پاک نفسه، د کلک ایمان خاوندن او له هر ډول بېلاریو څخه خلاص وي.
وما توفیق الا باالله