نظــر

د بورو میندو دعاء چې قبوله شوه!

ذبیح الله “نوراني”

کۀ زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي بۀ لعلونه شي، دا بوټي بۀ لونګ شي
تجربو ثابته کړې چې کوم واکمن او مسئولین چې د خپل خدای جل جلاله او د خلکو لپاره د زړۀ له کومې خدمت کوي خدای جل جلاله یې په خدماتو کې بریا او توفیق نصیب کوي او هر نېک عمل یې تر تمې ژر ښه رنګ راوړي.

هغوی چې د خپل رب جل جلاله په سپېڅلې لار قدمونه کېږدي خدای جل جلاله یې پر وړاندې سختۍ پېچومي او ننګونې د داسې لارو چارو په ترسره کېدو سره حل کوي، چې انساني فکر یې احساس نۀ شي کولای.

نږدې همدا نن ورځ د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ د کلاچې په کلي کې د دوو کورنیو لویه شخړه او خونړۍ بدي د بلخ ولایت مدبر، مهربان، جهادي شخصیت او د سنګر او منبر اتل، محترم مولوي قدرت الله ابوحمزه صاحب، په هلو ځلو او هڅو پای ته ورسېده او دواړه کورونه د وړونو په څېر له یو او بل سره غاړه غړۍ شول.

شاوخوا درې کاله وړاندې د همدې دوو کورنیو تر منځ فیزیکي شخړه رامنځته شوه او د شخړي د زیاتېدو له امله دواړو طرفونو ته مرګ ژوبله واوښته، چې په لومړیو کې دوه تنه ووژل شول او د وخت په تېرېدو سره د یوې بلې جګړې پرمهال دوه تنه نور ووژل شول.

دا چې بلخ کې د اشغالګرو واکمني وه او د هغوی ملاتړو د ولسي خلکو داسې ستونزې د حل پر ځای په قصدي توګه زیاتولې، تر څو دوی پکې د دواړه طرفونو له مجبوریت په خپله نفع ګټه پورته کړي، نو د دواړو لوریو ترمنځ ورځ تربلې دښمني زیاتېدله.

د ا.ا له واکمنۍ څخه وروسته تر یوه بریده دا شخړه کابو شوې وه؛ خو په ټولیزه توګه حل شوې نه وه او داسې تشویش موجود و، چې بیاځلي به یو پر بل بریدونه وکړي او دا شخړه به نوره هم زیاته شي.

نن همداسې راپورونه ترلاسه شوي وو، چې دواړه لوري د یو او بل په وړاندې درېدلي او ښایي یوه بله بده پېښه رامنځته شي، چې دا موضوع والي صاحب ته راورسېده.
والي صاحب د خپل نېک عادت له مخې د یوه پلاوي سره عاجل سیمې ته رسېږي او تر هغو چې دواړو ته قناعت ورکوي، ورسره بحث کوي، چې په نتیجه کې دواړه لوري والي صاحب ته وکالت ورکوي او د محترم والي صاحب په هڅو او زیار دا ستره ولسي شخړه او بدي پای‌ ته رسېږي او دواړه لوري پرته له کوم امتیاز بېرته د پخوا په شان د ورورۍ اړیکې پیلوي او دښمنۍ ته د پای ټکی ږدي.

د دې پیښي له حل څخه جوتېږي، چې زموږ اوسني مسئولین څومره د خپل ولس ستونزو ته پر وخت رسیده‌ګي کوي او څرنګه په پوره مهارت او اخلاص ستونزو ته د پای ټکی ږدي.

شاعر وایي:
“چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي پۀ شمار دي”

زموږ قدرمن، مهربان او با تدبیره والي صیب هم د حکمت سړی دی او هم د مِکنت، تل هڅه کوي، چې د حادثې تر وقوع مخکې تدبیر او وقایه وکړي، دا چې وطن مو څلور لسیزې جکړه او فقر تېر کړی؛ نو ټولو وقایعو ته رسېدنه ستونزمنه ده، بیا هم معزز والي صیب پۀ پوره درایت سره خپل مسئولیت اداء کوي.

څه موده وړاندې یې پۀ چهاربولک ولسوالۍ ورته خونړۍ پېښه د ځینو علماوو او مصلحو مشرانو په ملتیا حل او کرک‌جنه فضاء یې په اخلاص او ورورولۍ بدله کړه.
۱۴۴۳/۱۰/۸
۱۴۰۱/۲/۱۸

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx