ورزش

کرکټ: هند او پاکستان دواړه ټيسټ سیالۍ کې ناکام شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان او هند د کرکټ ټیمونو د خپل سیال ټیمونو څخه د کرکټ په پنځه ورځېنۍ سیالۍ (ټیسټ) کې سخت ماتې وخوړه.

پاکستان لوبغاړي دا مهال په سريلانکا کې ددغه هیواد د لوبغاړو سره په سیالیو بوخت دي، او هلته په لندن کې د هندوستان لوبډله د بریتانیا سره په سیالیو کې پرلپسې ماتې خوري.

د تفصیلاتو سره سم نن د پاکستان او سریلانکا د پنځه ورځنیو لوبي وروستۍ ورځ وه، چې پاکستان په کې په اوه (۷) ویکټو ماتې وخوړه. د سريلانکا او پاکستان تر منځ لوبه د پاکستان په توپ وهنې (بېټنګ) پیل شوې وه، پاکستان په لومړي نوبت (اننګز) کې ښه لوبه وکړه، او د یونس خان د سلیزې پر مټ تر ۴۵۱ منډو ورسیدل.

د پاکستان له خوا اسد شفیق، عبد الرحمن او سرفراز احمد هم ښه لوبه وکړه، او هر یوه تر پنځوسو زیاتې منډې جوړې کړې.

خو ددې ښه بیټنګ څخه د پاکستان بالرانو په ښه توګه دفاع ونه کړای شوه، او د مصباح په قول د ماتې یو لامل د دوی له خوا د ناسم فیلډنګ و، چې پر وخت یې کیچونه ونه نیول.

د پاکستان د ۴۵۱ منډو په ځواب کې سريلانکا ۵۳۳ منډې جوړې کړې، چې د سنګاکارا غبرګو سلیزو (۲۲۱ منډې) په کې وځلیدلې، د ټیم کپتان ماتیوز هم ۹۱، سلوا ۶۴، جیوردنې ۵۹ منډې جوړې کړې، او منډوتخته یې تر ۵۳۳ منډو پوري متحرک وساتله.

د پاکستان له خوا بیا هم کامیابه بالر سعید اجمل وو، چاچې ۵ لوبغاړي وسوځول، جنید خان دوه، عبد الرحمن او طلحه یو یو لوبغاړي وسوځول.

په دوهم نوبت (اننګز) کې د پاکستان لوبغاړي ټول کمزوري را ښکاره شول او هغه د دوی په اړه چې ویل کیږي، چې د پاکستان لوبغاړي کله هم د توقع خلاف لوبه کولای شي، همداسې وشول، یو ځل بیا ټول لوبغاړي یو په بل په سې په ۱۸۰ منډو له میدانه وشړل شول، او د سريلانکا لپاره د ۹۹ منډو هدف وټاکل شو، چې هغوی یوازي د ۳ لوبغاړو په سوځولو سره په ډېره چټکۍ سره تر لاسه کړ او لوبه یې وګټله.

دپاکستان او سریلانکا تر منځ به راتلونکې لوبه د اګست په ۱۴ نیټه پيلیږي.

https://i0.wp.com/s1.yimg.com/bt/api/res/1.2/ifeB1kTNvZ.LjzvH2BD5Kw--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Zmk9aW5zZXQ7aD00MjE7cT03NTt3PTYzMA--/http://media.zenfs.com/en_us/News/ap_webfeeds/5d6f5b7c222b4f1f5c0f6a70670014cc.jpg?w=708&ssl=1

بل خوا د کرکټ په نړۍ کې د پاکستان تر ټولو ستر حریفه لوبډله هندوستان هم په بریتانیا کې سخته ماتې وخوړله او تمه ده چې د هند په دغه ماتې به د پاکستان د لوبډلې مینه والو لږ زړه به پرې سوړ شوی وي.

د تفصیلاتو سره سم درې ورځې وړاندې د اګست په اومه د بریتانیا او هندوستان تر منځ په مانچیسټر کې د ټیسټ پنځه ورځنۍ لوبه پیل شوه، چې یوازې درې ورځې یې دوام وکړ، او تیره ورځ د هندوستان په درنه ماتې سره پای ته ورسیدله.

هندوستان لومړی توپوهنې (بیټنګ) ته ودرید او ټول لوبغاړي يې يوازي په ۱۵۲ منډو له لاسه ورکړل، په ځواب کې بریتانیې ۳۶۷ منډې جوړې کړې او هندوستان په دوهم نوبت (اننګز) کې هم ټول لوبغاړی په ۱۶۱ منډو له لاسه ورکړل.

او په دې توګه سره هندوستان په یوه پوره نوبت (اننګز) او ۵۴ منډو ماتې وخوړله.

د لوبي غوره لوبغاړی سټیوراټ براډ وو، چاچي په خپل ښه توپ اچونې (بالینګ) سره د هندوستان د ټیم ملا ور ماته کړه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close