افغانستان

افغانستان ته د نغدي ډالرو مرستې؛ نیږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر کابل ته انتقال شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ غويي، ۱۴۰۱ل): د افغانستان بانک وايي چې له افغانستان سره د بشري نغدي مرستو په لړ کې تېره ورځ يې میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د افغانستان بانک ویلي دي چې دغه نغدي ډالر یې یو خصوصي سوداګریز بانک «افغانستان انترنیشنل بانک AIB» ته سپارلي دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې په تېرو څو میاشتو کې د ملګرو ملتونو له خوا ‎ ۷۹۳ میلیونه نغد ډالر افغانستان ته انتقال شوي دي.

د افغانستان نړیوال بانک سرپرست اسدالله فیضي ویلي دي چې دغه نغدي مرستې د یوناما په ځانګړي حساب کې ساتل کیږي چې وروسته به يې دغه دفتر خپلو نورو دفترونو ته په نغدي ډول ورکوي.

څارونکي وايي چې افغانستان ته د نغدي پیسو لېږد د افغانۍ پر ثبات هم لوی تاثیر درلودلای دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x