افغانستان

د حکومت ویاند د سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه په نیږدې راتلونکې کې د لویې غونډې جوړېدو تایید کړی

 

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ غويي، ۱۴۰۱ل): د افغان حکومت ویاند او د اطلاعاتو و کلتور وزارت معین ذبیح الله مجاهد منلې چې په نیږدې راتلونکي کې لویې جرګې ته ورته یوه لویه غونډه جوړه شي او په سیاسي، امنیتي او ټولنیزو مسایلو په اړه به په کې خبرې وشي.

ښاغلي مجاهد ویلي دي چې افغان حکومت په هڅه کې دی چې د افغانانو ترمنځ یوه غونډه جوړه کړي، د قومونو مشران، سپین ږيري، علما او ټول راغونډ کړي.

هغه د دغې غونډې د کره نېټې په اړه څه ونه ویل او په وینا یې د غونډې دقیقه نېټه تر دې دمه وروستۍ شوې نه ده.

د حکومت ویاند ویلي دي چې په دغه غونډه کې به د قومونو ځينې استازي، دیني عالمان او سیاسي څېرې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما د سیاسی ارزونو له مخی : سره د دی چه د اسلامی امارت درانه مشران او کشران د سترګو تور او د زړه ملهم ګڼم اکثریت کړنی یی ستاییم ، لاندی نیمګړتیاووی ورپه ګوته کوم : لمړی : همدا لویه غونډه باید نوم ولری او هغه نوم باید د هغه غونډی څرنګوالی په ګوته کړی، د مجتهدو علماوو شوری د اسلامی امارت د ملا تیر جوړوی په اولو دوه دری میاشتو کی باید د مجتهدو او مجاهدو علماوو شوری باید جوړه شوی وی، چه اسلامی اساسی قانون جوړ او د هغه قانون له مخی دایمی او همه شمول حکومت… نور لوستل »

طوی

د افغانستان تاریخ کی بیطرفه جرګه یا غونډ نده دایره شوې. حکومتونو ټول په زور، چل او ول او فریب سره راغلی. ځینو د اسلام له نومه ناوه ګټه پورته کړی او ځینو نورو بیا د ګاونډو لاس پوڅی شوی او د هغوی پر مټو یی قدرت ته ځان رسولی. بیا د حکومت په سر ورور خپل ورور وژلی. داسی غونډی خوسی وخت ضایع کول دی. اوس دنیا وړه شوی ټولو سره انتر نټ دی هیڅ څه پټیدلی نشی بهتره داده چی د ملت رایی ته رجوع وشی او د ملت زړه تر لاسه شی. در غیر آنصورت این ره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x