
اوکراین ته افغانستان د سپارل شویو چورلکو د بېرته اخیستو مسئله؛ افغان حکومت له امریکا سره پرې خبرې کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ غويي، ۱۴۰۱ل): افغان حکومت وايي چې د افغانستان د هغه چورلکو چې امریکا اوکراین ته سپارلي دي، د بېرته اخیستلو لپاره له امریکايي چارواکو سره پرې خبرې کوي.
څه موده وړاندې سیګار په یوه راپور کې ویلي وو چې امریکا ۱۶ (Mi 17) ډوله چورلکې او نور پوځي وسایل چې د افغانستان لپاره یې چمتو کړي وو، اوکراین ته سپارلي دي.
سیګار د راپور له مخې امریکا پنځه هغه «Mi-17» چورلکې چې د ترمیم لپاره اوکرایین ته لېږدولې وې، دغه هېواد ته سپارلې دي.
راپور زیاته کړې وه چې دغه چورلکې د امریکا له لوري د افغانستان لپاره پېرل شوې وې.
خو د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت به د دغو چورلکو د بېرته اخېستو لپاره له امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلی مجاهد هغه کسان چې د افغانستان هوايي ځواک اړوند چورلکې یې له افغانستان بهر وړي، خاینین ګڼلي دي.
د مجاهد په وینا «هغه چورلکې چې له افغانستانه ایستل شوې دي لومړني مجرمان هغه کسان دي چې چورلکې یې بهر ته وړي دي هغوی کورني خایینان وو. او دویم دا چې موږ له امریکایانو او هغو هېوادونو سره په بحث کې یوو چې زموږ چورلکې په کې دي، هڅه کوو چې د افغانستان ملکیتونه بېرته افغانستان ته راستانه کړو.»
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د ازبکستان په یوه پوځي اډه کې د افغانستان هوايي ځواک ۴۶ الوتکې او چورلکې ولاړې دي. په دغه چورلکو کې بلاک هاک هلیکوپترې هم شاملې دي.
امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي چې طالبانو پر ازبکستان فشار راوړی چې د افغانستان د هوايي ځواک پرسونل او چورلکې دوی ته ستنې کړي.