
افغانستان
کابل: امنیتي ځواکونو یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ غويي، ۱۴۰۱ل): د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې د انسان تښتوونکو له منګولو یو ځوان ژغورلی دی.
د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران نن ټکی اسیا ته وویل چې محمد حسین د حسن داد زوی ۲۲ ورځې وړاندې د کابل ښار د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو لخوا تښتول شوی و.
هغه زیاته کړې چې نوموړی تېره ورځ د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د باغ بالا سیمه کې امنیتي ځواکونو د اختطافګرو له منګولو وژغورلو.
ځدران ویلي چې اختطافګر په تیښته بریالي شوي او امنیتي ځواکونه یې د نیولو په موخه هڅې پیل کړي دي.
څرنګه چې لیدل کېږي دا دوې ورځې همدا زوړ خبر په دې پاڼه یا نن ټکی ایشیا کې پروت دی او د نوو خبرونو څرک پکې نه لیدل کېږي. مخکې دا پاڼه ډېره فعاله وه او په وخت سره به یې تازه خبرونه وړاندې کول. په سبب یې نه پوهېږو خو لازمه ده چې پاڼه بېرته فعاله او خپل لوستونکي ترلاسه کړي. که تاسو د پژواک پاڼې ته ورشئ، وبه وینئ چې ډېر تازه او مهم خبرونه پکې خپرېږي.