نظــر

فرمان که دعوت

صبغت الله وصيل

تيره ورځ د يوې غونډې په ترڅ د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لوري د حجاب په اړه يو فرمان اعلان شو.

په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه د دغه فرمان هرکلی وشو، خو بل لور ته ځينې خلکو يو لړ ملاحظات ورباندې وړاندې کړل چې عمده يې په لاندې توګه دي.

لومړی دا چې دا کار بايد په کراره او د دعوت له لارې شوی وای ځکه دلته شل کاله اشغال پاتې شوی دغه د تبرج عادت په خلکو کې راسخ ګرځيدلی، شرعا او عقلا په ډيرې حوصلې او تدريج سره دا منکر بايد د دعوت له لارې لرې کړی شي.

دويم دا چې په فرمان کې راغلي د حجاب ځينې موارد د اسلامي امت د علماوو ترمنځ مختلف فيه دي چې دا اختلاف د تخفيف غوښتنه کوي.
د لومړی ملاحظې په رد کې هغه مشهور اثر کفايت کوي چې (إن الله ليزع بالسلطان ما لا يزع بالقرآن) خدای تعالی په پاچا (او قوانينو) باندې د ډيرو منکراتو او فواحشو مخنيوی کوي چې په قرآن کريم او يوازې د وعيد او تهديد په اوريدلو خلک نه ترې منع کيږي.

تاسې وګورئ د اتاتورک په يوه خبره د ترکي ژبې رسم الخط له عربي څخه لاتيني ته واوښت، د مسلمانانو په لباس، اذان او نورو شعائرو بنديز ولګيد.

د يوې پريکړې پر اساس په ځينې کفري هيوادونو کې په حجاب بنديز ولګيده او همجنسبازي ته قانوني بڼه ورکول شوه.

دا څه وخت وړاندې د تونس د حاکم په يوه خبره د نارينه و او ښځينه و برخه په ميراث کې يو ډول وګڼل شوه، له يوې زياتې ښځې په نکاح کول ممنوع وګرځول شول.

نو بناء هغه خلک چې د شريعت تنفيذ د تربيې او دعوت له لارې کول غواړي دا يو څو مثالونه به کفايت ورته وکړي اګرکه مثالونه په اوسنۍ نړۍ کې ښه پريمانه دي.

نو واک او سلطه په څو ورځو کې هغه کار کوي چې د تش دعوت له لارې په لسيزو او پيړيو کې نشي ترلاسه کيدای.

زما د خبرې مطلب هيڅکله دا نه دی چې دعوت دې بيخي مهجور وګرځول شي د دعوت له افاديت څخه انکار نشي کيدلی.

د دويمې ملاحظې په اړه بايد وويل شي چې په دغه فرمان کې ځينې موارد داسې دي چې په حجاب کې د داخليدو په اړه يې ټول اسلامي امت متفق دی.

د بيلګې په توګه د سر د ويښتانو لوڅول يا تنګ، چسپ او لنډ لباس چې د شل کلن اشغال له امله په ځينو سيمو کې رواج ګرځيدلی د اسلامي امت د علماوو په اتفاق سره ناروا، حرام او په تبرج او بې پردګي کې داخل دی.

آيا په موږ لازمه نه ده چې خپلې ژبې، قلمونه د خدای راکړې پوهې په رڼا کې د دغه فرمان خدمت ته توظيف کړو او په اتفاقي مواردو کې د حجاب په اړه د خپل ولس د خويندو او ميندو د ذهن د تنوير لپاره کار وکړو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

وروره طالبان به منو خو په اسلام به یی نه اوچتوو. طالبانو ته عزت ورکوو په دی چی دوی اسلام راولی. خو خدایی اسلام نه طالبانی اسلام. دحجاب مخالفت به ظلم وی. او هیڅ مسلمان یی مخالف ندی. هغه باید له اوله مراعات سوی وای. مشکل نقاب راپورته کړی. نقاب پو ډیر کم شمیر فقها تاییدوی چی دقران تفسیر یی ضعیف ده او داحادیثو سره تناقض لری. په حنفی فقه کی دظاهر المذهب سره مخالف نظر دی. چیری چی امام ابوحنیفه او ابویوسف او یا محمد رح اجمعین یو نظر ولری فتوا باید په هغه وسی. طالبانو دا دفتوا اصل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx