نظــر

ډاکتر فاروق اعظم

حفيظ الدين پيرزاده

ډاکتر صیب د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار ټاکل شوی!
په کارونو کې ورته له لوی څښتن څخه بریا غواړ‎م، ولس ته یې ټاکنه په خیر بولم او ورته مبارکي وایم او د افغان حکومت دا نیک او پر ځای اقدام ستایم.
د ډاکتر صیب پوھې، شخصیت، تجربې او سپینې لمنې ته پر کتلو، ښایي دا ټاکنه یې له شان څخه وړ‎ہ وي خو ھغه ته پر څوکۍ د شخصیت جوړ‎ونې کیسه مانا نه لري.
ځکه داکټر صیب ھغه مھال افغان نړ‎یوال فیگور و چې امارت لا نه و زرغون شوی!
ډاکتر صیب خاکسار او متواضع انسان دی، ھغه پوھیږ‎ي چې د الله رضا د ھیواد او ولس په خدمت کې دہ.
نو ځکه یې د اوبو او انرژۍ د محترم وزیر صیب وړ‎اندیز په پټو سترگو ومانه.
ھغه پخپله لیکي:

“ زه سربيره پر دغه چي د هيواد لوی تعليميافته يم، ما دوه واره د وزارت دنده ترسره کړيده. د يو وزارت سلاکاري ظاهرا ډيره وړه چوکی ده. ما په دوه سببه دا دنده قبول کړه: يو داچي د انرجي او اوبو د وزارت محترم وزير جناب مولوي عبداللطيف منصور صاحب چي خپله مجاهد، د مجاهدي کورنی او ماته ډير محترم دي، په ډير اصرار څو واره غوښتنه راڅخه وکړه چي همکاري ورسره وکړم. ماته يي د خواهش ردول اسانه کار نه و. دوبم داچي افغانستان ته اوبه داسي دي لکه د خليج هيوادونو ته تيل. بلکي تيل ته بديل سته او اوبو ته نه. زه د يو مسلکي کس په توګه غواړم د هيواد په ګټه ددغه ملی شتمني او ستراتيحيکي وسلی څخه د لازمي استفادی په لار کي په هر مقام کي چي وي تر خپله وسه صادقانه خدمت وکړم. الله عزوجل دي ماته د دين، وطن او د کړيدلي ملت د خدمت توفيق راکړي. زه د جناب وزير صاحب د دغه حسن نيت قدرداني کوم او اميد دی د خدمت مصدر سم. و ما ذالک علی الله بعزيز “

امارت ته وړ‎اندیز:

۱- ډاکتر صیب تر ما د امارت مشران ښه پیژني.
ھیله لرم چې علمي شخصیت او تجربه یې د کوم وزارت پر سلاکارۍ پورې محدودہ نه کړ‎ي بلکې له پوھې، تجربې، او نړ‎یوال شخصیت څخه یې د ټول امارت په سویه اعظمي گټه پورته کړ‎ي

۲- د ډاکتر صیبه ټاکنه به بختورہ پیلامه وگڼو، حکومت ته راتگ به یې پر نیک فال ونیسو خو اوس د امارت له قدرمنو مشرانو څخه د دې لړ‎ۍ د غځولو ھیله لرو.
موږ‎ د ډاکتر صیب په څیر ډیرې نورې ملي او علمي څیرې لرو، د بیلگې په توگه: استاد ډاکتر روستار ترہ کی، ډاکتر رمضان بشردوست، ډاکتر عبد الرحمان الفت، استاد عبد الستار سیرت، محترم عبد الوکیل متوکل، ملا صیب عبد السلام ضعیف، پوھاند محمد اسماعیل یون، ډاکتر فضل الھادي وزین، ډاکتر عبید الله برھاني، استاد ډاکتر ځلاند، ډاکتر عبد القادر ودان، محترم زرغون شینواری و امثالھم!
ښایي د دې علمي ھستیو ځینې یې له دولت سرہ په فروعاتو کې ستونزې ولري خو امارت ته د افغان شموله لوی کور په سترگو گوري، که علمي شخصیتونو او تجربو ته پر کتلو یې ورته د مناسب خدمت فرصت برابر شي نو دا به په ټوله کې د دین، ولس، او امارت په خیر وي او ھم به مو د غرب د ھغو نیوکو مخه ډب کړ‎ې وي چې وایي: امارت د قدرت انحصار غواړ‎ي!

جزاکم الله احسن الجزاء
_____________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د مئ ۸/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله ابوبکر

زما دخوښی او په زړه پوری واقعیت بینانه لیکنه ده په واقعیت سره ښه لیکنه مو کړیده الله تبارک وتعالی داجرونه درکړی پدی عالی لیکنی سره په عمر موبرکت شه .

Abdul Majid

ولي يي وزير نه ټاکي افغان دي مسلمان دي او مسلکي دي وزيرملاصيب به په ديني علومو کي پوهه لري خوپه اوبو او برېښنا خو نپوهيږي دډاکټرصيب به ګوزاره ورسره ونشي۰ 

محمد

ښه لیکنه او پرځای ګمارنه ده. انشاالله چې قدم به یې نېک وي. د ښاغلي منصو د ګمارنې څخه تر اوسه مونږ په دې بریالي نشوو چې د بندونو او کانالونو د جوړونې یو انجنیر چې په دې برخه کې څلوېښت کلنه تجربه لري،(د کمال خان او سلما د بندونو ډیزاینر) د ښاغلي منصور په حضور باریاب کړو تر څو یو څو وړیا خو مهمې او حياتي مشورې ورکړي. نو اوس دې خدای داسې ونکړي چې اعظم صاحب هم په یوه دفتر کې کېنوي، چای به ورکوي، نوم به یې مشاور وي او نور هېڅ۰

Abdul Majid

مشاورولي،؟ بايد داسي مسلکي اوپه دين اووطن اشخاصوته کليدي رول ورکړل شي۰علماء دقدروړ دي خوپه ديني علوموبه پوهيږي د مولوي عبداللطيف منصورداوبواوبريښناسره څه؟

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx