نظــر

د ښځو د حقوقو د ورکړې مدعيان تر کومه حده رښتوني دي؟

احمد منصور

وړمه ورځ د امربالمعروف وزارت له لوري د اسلام د اهم حکم د تطبيق او پلي کېدو په موخه غونډه دائره شوې وه چې اسلامي حجاب يې بللی شو دا چې ياد حکم څه ډول تطبيق شي يوه په زړه پورې طرحه يې هم جوړه کړې وه، له اعلان روسته مؤمنې پرګنې خوښې خو مخالف جهتو چې له اسلام او احکاماتو سره يې تضاد لري له ډېرې مودې د اسلامي نظام د مخنيوي په موخه يې له هېڅ ډول جناياتو درېغ نه ده کړی جالبه ده د حجاب د حکم مراعتول يې له ښځو سره ظلم وباله او دا د ښځو د حقوقو پايماله ول وبلل حال دا چې حجاب د ښځو حق او د هغه رب له لور په مومنو ښځو فرض کړل شوی چې په دونيا کې يې اوسو هر څوک که په يوه اداره کې کار کوي او قوانين يې په ځان نه عملي کوي طبعاً د ادارې مشر يې لومړی تنبه ورکوي دويم ځل يې شړي مونږ همداسې مثال لرو د ستر رب ذوالجلال په دونيا کې اوسو مکلف يو چې قوانين يې ومنو او دا قوانين په زيان نه بلکې مفاد بې شمېره لري.

د حجاب فرضيت په اوسنيو حالاتو کې عيان ده دلته په دې اړخ تبصره نه کووم بلکې هغوي چې د ښځو د حقوقو د ورکړې مدعيان ځانونه بولي غواړم چې درته روښانه يې کړم چې په خپلې ادعا کې درواغژن دي.

۱- شل کاله مخکې چې په اسلامي هېوادو کومه توره بلا راغله خصوصاً زمونږ هېواد يې غصب کړ د بيا رغونې، اقتصاد جوړونې، ښځو ته د حقوقو د ورکړې ادعاوې کولې ښځو ته د حقوقو د ورکړې په بهانه يې د ښځو لپاره کميسيونونه رياستونه آن خبره تر وزارت ورسېده لويه موخه يې د مؤمنو افغانو مېرمنو را ويستل وو د وخت په تېرېدو ورته جوته شوه چې دا ښځې له بهر ګرځېدو او بې سترۍ څخه کرکه لري نو پرې د فشار لپاره يې نیمه شپه کورو ته ور واوښتل نارينه يې د ښځو په مخ کې ووهل سترګې يې ور وتړلې او د زندان په لور يې بوتلل چې دا فارموله يې هم ناکامه شوه د ثابتو کورنيو په بمبارولو يې پيل وکړ چې دا لړۍ شل کاله روانه وه په زرګونو ماشومان، ښځې او بوډاګان يې شهيدانول دا جنايات هغو آنجامول چې ځانونه يې بشردوستان او د ښځو د حقوقو ورکړې مدعيان بلل.

۲- په فرانسه کې همدغو بشر دوستانو چې کومو مسلمانو مېرمنو به حجاب کړی وو تعليمي ادارې پرې بندې کړې په بازار کې چې کومه مجوبه مېرمن به يې وليده توهينوله او وهله به يې.

۳- غالباً دوه مياشتې مخکې وو په هند کې هغه مسلمانې مېرمنې چې حجاب مراعتوي په وړاندې يې تعليمي مراکز بند شول مسلمانې مېرمنې د هندي ځوانانو له لور ځورول کېدې خو بشردوستان خصوصاً د ښځو د حقوق ورکړې مدعيان تر ننه چوپ دي.

اما اسلام چې ښځو ته ستر حق حجاب ورکړی له انساني ليوانو څخه د ځانو ژغورلو لار يې ورته ښودلې د حجاب مراعتول د سترې فتنې مخنيوی بلل شوی خو کفر دا له ښځو سره ظلم طالبان بد اخلاقه، بې تهذيبه او بې تمدن وبلل ځينو غلامو څهېرو هم د هو په ډول سرونه ورته وښوره ول حال دا چې غرب د اخلاقو، تهذيب او تمدن په پوله هم نه ده تېر شوی اسلامي دين وو چې په دونيا کې مېشتو انسانانو ته يې د ژوند تېرولو لاره وښوده د زوي په والدينو، حقوق د والدينو په بچيانو د استاذ په شاګرد او د شاګرد په استاذ ، د مېړه په ښځې او د ښځې په مېړه خلاصه دا چې په دونيا کې د هر زنده سري آن د نباتاتو جماداتو حقوق معلوم دي په غرب کې اخلاق دا دي چې د رضا زنا ده اوس هغه مېرمنې چې زنا نه کوي په زور ورسره کيږي اخلاق دا دي چې مور او پلار بوج بللی کيږي تهذيب او تمدن دا ده چې له لور خور پرته د والدينو له اجازې وتلای شي خوښه يې که شپې هر څو بجې راغله د کورنۍ غړي يې د پوښتنې حق نه لري که کور ته يې کوم ملګری راغی د انجلۍ خونې ته تلای شي کورنۍ د مخنيوي حق نه لري تهذيب او تمدن دا ده چې ښځې ته يې د طلاق حق ورکړی.

هو دا هغه اخلاقيات تهذيب او تمدن ده چې شل کاله زمونږ په هېواد کې مروجولو ته کار وشو په همدې موخه تر دوو زرو پورې چاپي ، صوتي او تصويري رسنۍ جوړې شوې رياستونه، کميسيونونه آن وزارتونه د ښځو تر عنوان لاندې جوړ شول ولې به نن د حجاب د حکم په اړه نړۍ وال او غلامې څهېر توند غبرګون نه ښايي ځکه شل کاله چې د فحشا، عرياني او پردي کلتور د مروجولو په موخه يې هڅې کړې وې په ميلونونو ډالر يې مصرف کړي وو عبث شول امارت د الهي حکم په تطبيقولو د کفر او غلامانو بې شمېره پلانونه شنډ کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

دا د ښځو د حقوقو مدافع په خپله د ښځو د حقوقو نقض کونکي دى. په غربى نړۍ کې يې ښځه د خپل عزت او عفت نه محرومه او بي برخي ده. د ډيموکراسۍ په نامه هر څه يي ورځني اخستى دى. بل کفري نړۍ په هيڅ ډول نه غواړي چې په اسلامي نړۍ کې اسلامي قانون تطبيق شى او د اسلامى نظام مخه نيسي. چي ښکاره مثالونه يې مصر، الجزایر تيونس او ترکيه ده. مونږ باید د کفارو دسيسې شنډې او په کلکه د اسلامي امارت په څنګ کې ودريږو. او په افغانستان کې د اسلامي نظام ملاتړ وکړو.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx