ټولنیزه برخه

هدف ته پر لار مهمې سپارښتنې!

مفتي سعد صاحبزاده

په ټولنیزو رسنیو کې زمونږ هدف دا دی چې ولس ته د راتلونکې په اړه ډاډ ورکړو. نړیوالو ته د ناسم ذهنیت په بدل مثبت ذهنیت ورکړو. عامه پوهاوی رامنځته کړو، د نظام مثبت اړخونو سپړلو ته کار ووایو؛ تر څو له شیرین نظام څخه دفاع وکړای شو، د نظام لنډه لمن مو څو چنده پراخه شي. د هیواد هر فرد ته له نظام سره پیوستون ورکړو. هیوادوال متحد کړو، قوم پرستي او ژبنۍ تفرقې ووژنو. د مخالفینو انسجام او ورته پرمختګونه ډب ته کړو همداراز نور هغه پلانونه چې په رسنیو کې هغوی هدف ته د رسیدو پر لار پلي کړي دي، پر وخت خنثی کړو.

بدبختانه زمونږ مبارزین وروڼه د اصلي موخو برعکس روان دي، قلمونه یې لا په غیر شعوري ډول خوځيږي، په رسنیو کې داسې فعالیت کوي، ته به وا د تېرې ادارې فیسبوکي دی. حال دا چې پر مبارزه مو لسګونه کلونه هم تيرېږي.

درنو، مبارزینو وروڼو!اړینه ده چې لاندې یادې شوې سپارښتنې په پام کې ولرئ.

نیتونه سم کړئ!
د هرې خبرې پر مهال داسې اراده وکړئ چې په هڅه او ورته کړنه مو اجر او د لیکنې هدف واړه تر لاسه کړي وي؛ ځکه د هرې کړنې ارزښت په نیت موندل کېږي. پیغمبر (ﷺ) فرمایي: “ﺇﻧﻤﺎ اﻷﻋﻤﺎﻝ ﺑﺎﻟﻨﻴﺎﺕ”
ژباړه: د کړنو صحت/عدم صحت په نیتونو بناء وي.

دا ښکاره ده؛ چې د یو نفس، نوراني هیئت له جوارحو څخه په صادرېدونکو کړنو کې نیت مهم رول لوبوي؛ بناءً! که له نوموړي هیئت او نفس څخه یو کار په خدایي او رښتوني نیت صادر شي، ضرور به برکتمن، په خوښیو او صحت سمبال وي او که په بد او شیطاني نیت تکیه ولري پایلې به یې منفورې او له تاوانه ډکې وي.

هر څه چې په رسنیو کې خپروئ یوا وارې نیت ته متوجه کېږئ، د نیت کیفیت او کمیت درک کوئ؛ هر چا ته خپل نیت معلوميږي چې په دې نیت سره الله پاک اجر ورکوي او که نه؛ تر څو سپېڅلی مسیر ټینګ کړای شو او هدف ته په اسانۍ رسیده ګي وکړای شو. پلټنه کوئ؛ واقعیت درکوئ، هسې د یو چا خبر په مخه مه اخلئ.

زمونږ ورته پام وي، کله کله ملګري له تحقیق پرته یو پروپاګند تصدیق، په نشرولو کې یې زیاته هڅه وکړي، څو دقیقې وروسته وضاحت راشي همغه خبر بالعکس وي. ورته انځوریز/ویډيويي پروپاګند ته دومره هوا ورکړي چې بالآخره د نظام په تخریب لاس پورې کړي.
پیغمبر (ﷺ) عقبة بن عامر د بنو مصطلق قبیلې ته ولیږل تر څو له هغوی نه زکاتونه راټول کړي په داسې حال کې چې هغوی تازه اسلام ته داخل شوي وو، بنو مصطلق چې خبر شو، د اکرام او تعظیم په پار یوه ډله د عقبة بن عامر مخې ته ورووتله، عقبة بن عامر فکر وکړ چې: ”دا خلک لکه چې له اسلام نه اوښتي دي او اوس زما د وژلو لپاره راووتل“ فوراً پیغمبر (ﷺ) ته راوګرځیدو او ورته یې کړه: ”بنو مصطلق زکاتونه نه راکول؛ مرتدین شوي وو“. پیغبر (ﷺ) زیات خپه شو د غزا لپاره په تیاري بوخت شو، هغومره وو چې یو وفد د نوموړې قبیلې راغی تېر جریان یې وړاندې کړ:” مونږ خبر شو؛ چې تاسو رالیږلی استازی له نیمې لارې وګرځېد، زمونږ فکر شو چې استازی ستاسو د مکتوب په اساس و ګرځېد او وویریدو هسي نه د الله (ﷻ) رسول مونږ ته په قهر شوی وي…“ دا مهال الله -تعالی- دا ایات نازل کړ:{یَـٰۤأَیُّهَا ٱلَّذِینَ ءَامَنُوۤا۟ إِن جَاۤءَكُمۡ فَاسِقُۢ بِنَبَإࣲ فَتَبَیَّنُوۤا}
ژباړه: ای مؤمنانو! كه كوم فاسق/کاذب تاسې ته له كوم خبر سره راشي، نو تاسې (د خبر په اړه) پلټنه او تحقیق وکړئ.

درنو ملګرو! هدف مو دا دی، داسې مه جوړېږئ لکه هغه ځينې چې ورته ووایي غوږ د فلان یووړ، فوراً د فلان په نیولو پسې زغلي خو متاسفانه خپل غوږ نه ګوري، تر څو واقعیت درک کړي.

تلوار مه کوئ!
څه به وشي که ستاسو نشر دوه دقیقې وځنډېږي، ته وا څارونکي به مو دیغت وکړي، ایا پر رسنیو یوازې ستاسو نشریات اوړي را اوړي؟!
نه، هېڅکله نه.
پام مو دی؟ تلوار څلور موارد لري: نېکو ته، په نېکو کې، بدو ته او په بدو کې تلوار کول. چې وروستني درې واړه موارد کتابونو مذموم را اخېستي دي، بدي پایلې لري.
تلوار هلاکت دی، ډیری وختونه یې نسبت شیطان ته کيږي؛ د شیطان په دې لار هم مه ځئ؛ که نه تل به مو کور ته له تاوان ډک څادرونه وړي وي.

کورنۍ خبرې بهر مه وړئ!
ملګري وینو کله یې یو مشر را لیکه کړی وي، کله یې وزارت او کله یې ولایت په مخه کړی وي؛ کرۍ ورځ په دې اړه نشراتو ته اړم وي. ځېنې بیا له سخت بغض او عناد ډک وي، خپل بړاس په رسنیو باسي.

ډیر سخت د تاسف ځای دی؛ زمونږ مبارزه عقیدوي بڼه او د دښمن مبارزه مو مادي بڼه لري خو بیا هم رسنۍ زمونږ په خپل منځي بدبختیو ډکې وي او دښمن راته چکچکې کوي.

ایا تر دې مبارزې په کور کېناستل غوره نه دي؟
نورې سپارښتني بیا که ژوند وو.

یادونه:
په ټولنیزو رسنیو کې زیات مشکلات وي، ملګري هيڅ د رسنیو له اصولو او مناسباتو سره بلد نه دي، هغه څه چې دښمنان یې د ا.ا.ا په وړاندې اړین ګڼي، زمونږ ملګري یې په غیر شعوري ډول ورته کوي. هغوی کرار راته ناست او سیل مو کوي.
ددې ټولو مشکلاتو لامل د مشرانو بې غوري ده؛ تر اوسه په ټول نظام او هېواد کې، په رسنیو د فعالیت لپاره د زده کړو هېڅ یوه چينه نه لرو.
نو تر دې چې د ا.ا مشران، مسؤولین خلګ مجاهد ته ګیله کوي یا یې مجازات کوي، ښه به دا وي چې په ټولو ولایتونو کې تخصصات یا سیمینارونه پر لار واچوي.

د تخصصاتو د پیل، د ملګرو د انسجام، د سم فعالیت، … په موخه دي د هېواد په سطحه اهل خلک راجمع کړي ترڅو د سم پلان له مخې پر کار پیل وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x