دیني، سیرت او تاریخټولنیزه برخه

د حجاب په اړه؛ مسلمانې خور ته د انعاماتو پیغام

حسان مجاهد

مسلمانې خورې!
تازه چې د امر باالمعروف وزارت له خوا ستا د حجاب په اړه کوم  فرمان صادر شوی ده؛ بد يې مه بوله او داسې هم نه ده، چې ستا څخه انساني حق سلب شو، بلکه اوس تاته د اسلام په رڼا کې خپل حق درکړل شو.

مسلمانې خورې!
کفار که رښتيا د ښځو د حقونو غمخوران وای، نن به د غرب ښځو مسلمانې ښځې ته فرياد نه کول، نن هغوی مسلمانې ښځې ته داسې خطاب کوي« تاسې په غرب کې زموږ ژوند وګورئ، له موږ سره د حيواناتو چلند کيږي، بختورې تاسې ياست، چې په اسلام کې مو خپل انساني حقوق خوندي دي، خو نورې هم په اسلام منګولې ټينګې کړئ او اسلامي ارزښتونو ته ژمنې پاته شئ!»
افريقايانو يو وخت ښځې له ځناورو سره يو شان ګڼلې او ددې لپاره چې دغه  مفکورې ته د عمل جامه ورکړي، ښځې به يې له ځناورو سره يو ځای د ځمکې قولبه کولو ته اړ ايستلې. ولټر به ويل زما ښځه انسان ده خو عيب په کې داده، چې ښځه ده.
چينايانو به ښځې له مړي سره ځکه یو ځای ښخولې، چې په قبر کې د مړي خدمت وکړي. تر ميلاد وړاندې په دې اړه کنفرانس دایر شو، چې ښځه انسان ده کنه؟ فيصله په دې وشوه، چې انسان ده خو د سړي د خدمت لپاره پيدا شوې ده.
هندوانو به ښځه له خاوند سره په اور کې يو ځای ځکه سوزوله، چې له مرګه وروسته دچالاس ورباندې ونه لګيږي.

مسلمانې خورې! کفار ښځو ته دا ډول حقوق ورکوي، خو اسلام بيا تاسې ته داسې احترام لري، چې يو وخت په صفا مروا کې يوې ښځې منډه کړې ده، تر قيامته دهغې داحترام په خاطر هر کال خلګ په هغه ځای منډي وهي.

پاته د حجاب خبره شوه، نن د ټولې نړۍ په مخ يوازې د طالبانو حکومت د واقعي اسلام نغد مثال ده، دوی چې کوم قوانين په تاسې جاري کوي، دا څه په نيويارک يا واشنګټن کې د شراب څښکونکو او خنزير خوړونکو وضعي قوانين نه دي، بلکه دا هغه الهې ارشادات دي، چې څوارلس سوه کاله وړاندي له اسمانه ستا دعفت او عزت لپاره نازل شوي دي او اوس يې طالبان په تاسې پلي کوي.

الله تعالی دمؤمنانو ښځو په اړه وايي: « يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلابِيبِهِنَّ»

محمد ابن سيرين وايې: ما له عبيده السلماني رح څخه ددې آيت دتفسير پوښتنه وکړه، ده سر او مخ پټ کړ او یوازي چپه سترګه يې ښکاره کړه، بيا يې وويل دغه طريقه د الله تعالی مراد ده.داد ابن عباس رض رايه هم ده.

او دمخ پټولو حکمت  وروسته  الله تعالی داسې بيانوي :﴿ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلا يُؤْذَيْنَ ﴾

دا ددې لپاره ، چې په حجاب سره دوي (ښځې) له ضرره محفوظې شي، يعنې که حجاب نه شي مراعات او ښځي لوڅ مخې وې، نو په دوي به دخلګو دفاحشو ښځو ګمان شې، بيا به د شهوت پرستو خلګو لخوا په دوي تعرض وشې.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ازواج مطهراتو به کومه ښځه پاکه وې؟ خو هغوي هم دحجاب امر ته غاړه کېښوده.

انس رضی الله عنه وايي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له صفيه رضي الله عنها سره نکاح وکړه، نو موږ ته نه معلوميده، چې دایې ميرمن ده که وينځه، خو کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم صفيه رضي الله عنها په حجاب کې کړه؛ نو موږ پوه شو، چې دایې ميرمن ده. (بخاري)

عائشه رضی الله عنها وايي: کله چې به په موږ خلګ تيريدل په داسې حال کې چې موږ درسول الله صلی الله عليه وسلم سره و؛ نو موږ به حجاب له سر څخه راکښته کړ او مخ به موپټ کړ، کله چې به خلګ تېر شو، بیرته به مو مخونه لوڅ کړو.( ابوداود)

يو ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم له مسجد څخه راووتل او ښځې يې له سړو سره ګډې وليدې، نو وې فرمايل: ای ښځو! تاسې دلارو په منځ مه ځئ، بلکه دلارې په اطرافو ځئ! (بیا ښځې دومره له دیوالو سره نږدې تللې، چې جامې به يې له دیوال سره نښتې). (سنن ابې داؤد)

عائشه رضی الله عنها وايي: که نن رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوندی وای او مساجدو ته يې دښځو دغه ډول تګ ليدلای وای(چې خوشبوداره او په زينت ځي) ؛ نو نن به ضرور دوي له مسجد ه منع شوې وای. (بخاري)

ام سلمه رضي الله عنها وايي: کله چې به موږ لمونځ اداء کړ؛ نو تر هغه وخته پورې به رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه له مسجد څخه نه وتلو، چې ددوي به یقین شو، چې اوس اخرينۍ ښځه کورته ورسېدله، ددې لپاره چې دنارينه وو او ښځو ترمنځ اختلاط رانشي.

عبد الله ابن عمر به ويل: په مسجد کې به يوه دروازه دښځو لپاره خاصه کړو، چې يوازي به ښځې مسجد ته په داخليږي، بیا داسې وشو او تر اوسه پورې هغه دروازه په(باب النساء) سره شهرت لري. نافع رض وايې: ابن عمر رضی بیا تر مرګه پورې په هغه دروازه نه ده ننوتلی، چې دښځو لپاره خاصه شوې وه.

مسلماني خورې! دا ټول اثار مي ستا دتسليت لپاره رانقل کړ، چې څوارلس سوه کاله پخوا پاکو بيبيانو ته دا حکم شوی و، نو او س دفتنو په دې زمانه کې به څنګه ته تردې حکم نه لاندې کيږي ؟

نو حجاب دالله تعالی حکم ده، ښه په خوښه دې حکم ته غاړه کيږده او  دکفارو په شعارونو مه دوکه کيږه، هغوي ستا په بې حجابي او فحاشۍ ميليونونه ډالر مصرف کړ او ستا د آزادۍ او عرياني لپاره يې له ډيرو لارو کار واخيست، خو لله الحمد چې خپل هدف ته ونه رسېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

ګوره وروره چی دطالبانو محبت دی له اسلامه لیری نکړی.
دحجاب او نقاب په هلکه دری آیاتونه دی چی هغه باید سم له بو بل سره مناسب تفسیر سی.
دامهات مومنین رض او عامو مسلمانو دحجاب فرق دی.
دحنفی فقه احکام باید مراعات سی. عورت پوټه ول او یوی اجنبی ښځی ته کتل دواړه باید په نظر کی ونیول سی.
اسلامی معلومات پوره لیکه. دالطبری او نورو معتبرو تفسیرو نه ځان خبر کړه او بیا ټول مالومات ولیکه. تنها دابن سیرین رح خبری مه وایه. دنورو صحابه تفسیر ته پام وکړه.

طوی

په افغانستان کی اسلام اوس راغلی ندی ۱۴۰۰ کاله مخکی د افغانانو ښځی با حجابه وې ولی یو تعداد بازینګری وې چی هغوی غوندی ښځی په هره جامعه کی شته او دخلکو د لعنت وړ ګرځیدلی. ټول افغانستان کی د نجونود مکتب جامې تورې او سپین ټیکری به یی په سر وو اصلآ امر بالمعروف ته بل کار نشته هغوی مؤظف دی څنګه د خلکو زړه له اسلامه څخه تور کړی، څنګه اسلام په نړی کی بدنامه کړی. دوی کچیری دومره په اسلام مین وی اوس خو افغانستان کی شرعی حکومت جوړ شوی ولی خپلی لورانی او کورونه له پنجاب… نور لوستل »

دوکتور غروال

دا تربیه شوی قدیانی خیټور طالب غلامان نه مسلمانان دی او نه افغانان ، امریکا او انګلیس د پنجابی پاکستان په وسیله د ظالم یرغلګر اتحادی شوروی په مقابل کښی د افغان ملت تاریخی جهاد څخه خائینه سوءاستفاده وکړه همدا امریکا او انګلیس د پنجابی پاکستان او امریکا کښی روزل شوی غلامان پدی ۴۷ کالونو کښی په نوبت سره د افغان ملت په اوږو سپاروی او دوی د همه شمول حکومت په نام هم یادیږی ، دا زیاتره بی سواده خیټوری خچنی ږیری په ۱۹۹۶ کال کښی امریکا او انګلیس له خوا په فریبی سره ارګ ته راوستل شول او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx