ټکنالوژي

واټساپ یو شمېر نوې په زړه پورې ځانګړتیاوې وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ غوایي، ۱۴۰۱ل): د پیغام استونې مشهور اپلیکیشن په تېره نږدې کې په ګڼ شمېر نوې په زړه پورې ځانګړتیاو کار پېل کړی څو خپلو کاروونکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، له احتمالي ستونزو یې وژغوري او له پيغامونو لیږلو خوند واخلي.

د WABetainfo ویبپاڼې کوم چې د واټساپ ځانګړتیاو په اړه تازه معلومات وړړاندې کوي د راپور پر بنسټ د میټا ملکیت لرونکي شرکت واټساپ څلور نوې ځانګړتیاوې وړاندې کړې دي.

لومړۍ ځانګړتیا پيغامونو ته د عکس العمل ښودل دي چې واټساپ دغه اختیارونه زیات کړې دي، او کاروونکی کولی شي هر پیغام ته د هغې مطابق عکس العمل وښيي. د واټساپ مشر مارک زوکربرګ لا دمخه ددغې ځانګړتیا اعلان کړی او اوس په واټساپ کې د زیاتو کاروونکو لپاره وړاندې شوې ده.

whatsapp, whatsapp emoji reaction, whatsapp news

دوهمه ځانګړتیا چې ډیر ژر به وړاندې شي د میدیا معلوماتو یا فایلونو شریکولو پورې اړه لري. واټساپ به ډیر ژر د معلوماتو لیږلو اندازه ۲ جي بي ته پورته کړي، چې پای تر پایه کوډ کولو لخوا به خوندي وي.

WhatsApp emoji reactions: How to react to messages on WhatsApp? All you need to know

دریمه ځانګړتیا ګروپونو کې د غړو تعداد زیاتول دي چې له ۲۵۶ څخه ۵۱۲ ته لوړ شوي دي، د WABetainfo معلوماتو له مخې دغه ځانګړتیا به هم ډیره ګټوره وي چې د ټولنې په یوځای کولو کې مرسته کوي.

څلورمه ځانګړتیا چې د واټساپ له لوري په راتلونکې نږدې کې وړاندې کیږي په یوځل تلیفون کولو کې د ۳۲ تنو ګډون کول دي. په دې معنا چې په یوه ځل به دغه شمېر خلک په یوه تلیفون خبرې یا ګروپ کال وکړي.

یوه بله ځانګړتیا چې واټساپ یې پر وړاندې کولو کار کوي په چیټ لیست کې د سټوري کتل دي. په دې معنا چې د سټوري کتلو لپاره به ځانګړې پاڼه پرانیستل نه غوښتل کیږي بلکې په چیټ لیست کې به کتلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x