ورزش

د راشد خان څلور ویکټې، ګجرات لوبډلې دوهم پړاو ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ غوایي، ۱۴۰۱ل): په هند غوره لیګ کې افغان نامتو لوبغاړي راشد خان د سیال لوبډلې پر وړاندې په ۴ ویکټو اخیستلو غوره توپ اچونه ترسره کړه او په بریا سره ګجرات لوبډله ددې سیالیو دوهم پړاو ته ووتله.

ګجرات لوبډلې د جدول لومړۍ لوبډلې لکنو پر وړاندې سیالي ترسره کړه چې د ګجرات ۱۴۴ منډو هدف په تعقیب کې لکنو لوبډلې یوازې ۸۲ منډې وکړې او ګجرات د ۶۲ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

راشد خان که څه هم په دغه لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه نه کړه خو وتوانېده خپله لوبډله دوهم پړاو ته ورسوي.

هغه په خپلو ۵.۳ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او څلور مهم لوبغاړي یې وسوځول.

راشد خان تر دې دمه په ۱۲ لوبو کې ۱۵ ویکټې اخیستې دي، په داسې حال کې چې ایکانومي ریټ یې ۶.۷۹ تر ټولو غوره دی.

ګجرات چې په لومړي ځل دغه لیګ کې شامله شوې، لومړۍ لوبډله شوه چې د هند غوره لیګ دوهم پړاو ته یې لار وموندله.

راشد خان له دې وړاندې تېر کال د دهلي کاپیټلز پر وړاندې درې ویکټې اخیستې وې چې په آی پي کې د نوموړي غوره توپ اچونه وه. اوس نوموړي د ۲۴ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x