افغانستان

کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۵۶ کسان نیول شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ غویي ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومندانۍ وایي چې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د امنیتي ځواکونو له خوا د کابل په مختلفو سیمو کې د مختلفو جرمونو په تړاو ۵۶ کسان نیول شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې ذکر شوي ۵۶ کسان په تېره یوه اونۍ کې د مختلفو جرمونو لکه غلا ،قمار ، د مخدره توکو قاچاق او داسې نورو جرمونو په تړاو نیول شويدي .

ښاغلی ځدران زیاتوي چې شپږ تنه نور مجرمین چې د نیولو پر مهال له امنیتي ځواکونو څخه په تېښته بریالي شوي و د هغوی نیولو لپاره ګړندۍ هڅې روانې دي .

په دې وروستیو کې که څه هم د جرمونو کچه د تېر په نسبت په بې سارې ډول ښکته شوې خو بیا هم په پلازمېنه کې د جرمونو راپورونه ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

طالبانو ویل کېږي چې فساد او ناقانونه پېسې اخستنې مو پیل کړي دي. د دې مانا داده چې وزر مو کړیدي. څوک چې وزر وکړي، پایله به یې ښه نه وي. مېږی چې وزر وکړي، بیا نو ورکېږي. ستاسو امنیتي سرتېري د سرای شمالي او ده افغانانو تر مینځ په ناقانونه او زور سره د موټرچلوونکو څخه پېسې اخلي. همدا شان په پنځمه ناحیه کې هم پخوانی مامورین د خلکو څخه پېسې اخلي او مالومه نده چې د ناحیې رئیس ورباندې خبر یا ورسره شریک دی که نه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx