افغانستاننړۍ

بهرنیو چارو وزارت فلسطین کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د الجزیرې خبریالې وژل غندلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ غوایي، ۱۴۰۱ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په فلسطین کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د الجزیرې تلویزون خبریالې وژل غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اسرائیلي ځواکونو د بیان پر ازادۍ برید کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبد القهار بلخي له لوري په ټویټر پاڼه خپاره شوې خبر کې ویل شوي: «د ااا د بهرنیو چارو وزارت په فلسطین کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د الجزیرې د خبریالې شیرین ابو عاقلې قصدي وژنه په کلکو ټکو غندي».

نوموړي زیاته کړې، «اسرائیل د بيان پر آزادۍ په بريد سره غواړي چې په فلسطیني ولس د دوی ظلمونه نړۍ ته څرګند نشي».

د چهارشنبې په ورځ په جینېن سیمې ځای کې اسرائیلي ځواکونو د الجزیرې یوه مشهوره خبریاله شیرین ابو عاقله په ډزو ووژله، او ترڅنګ یې همکار ټپي شوی دی.

په تېره نږدې کې اسرائیلي ځواکونو یو ځل بیا پر فلسطیني ولس ظلمونه پېل کړي چې د روژې په میاشت کې یې ګڼ شمېر کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان شوې دي چې لا هم دوام لري.

د اسرائیلي ځواکونو له لوري د الجزیرې خبریالې وژل په نړیواله کچه غندل شوي او له نړیوالې ټولنې غوښتلي چې د نوموړې وژونکې سره حساب وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جان تڼی

لعنت دی پر منافقینو ولی دی فلسطینی ژورنالستی وژنه ټولی دنیا غندلی ده ولی دا حیا طالب چی افغانستان یې له خاورو سره خاوری کړو دی دیې غندنی حق نلری دوې دی اول دی افغان ولس حق ورکړی چی په پردوېې پلورلې ده نور هیڅ داسی کلیمه نشته چی دی ځناورو ته یې استعمال کړی بیا دی هم لعنت په بی سترګو ویې

طوطی

د خپلو خبریالانو فکر وکړی. څومره رستی د امارت په راتلو بندې شوې؟ تر اوسه پوری لدی وجی ۶۰۰۰ خبریالان او مربوط کارمندان یی په افغانستان کی بی کاره شوی. امارت بیا وایی چی ولی خارج ته ځی. نا اهلو ملایانو زمونږه وطن، اقتصاد، تعلیم هر څه تباه کړل. دوی مؤظف دی چی ټول د پنجاب محتاجه شه او هر څه پنجاب ته ور تسلیم کړی.

سيد زرغون شآه آغا

طالبان بايد خوشاله وى چى: يوه بى حجابه, سر لوڅي, بى حيا مړه سوله. تاسى دخپل هيواد د ښځو او نجونو غم وخورى. ستاسى د الجزيرى د خبريالى سذه څه کار دى.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx