نړۍ

رجب طیب اردوغان د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

نن ټکی اسیا(یکشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د ترکیې په تاریخ کې په لومړي ځل د ولس په مستقیمو رایو سره د ټاکل کېدونکي ولسمشر ویاړ رجب طیب اردوغان وګاټه.

د ترکیې د دولتي راډيو د ویب پاڼې له راپور سره سم، په ترکیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو ۹۳ عشاریه ۷۵ سلنه رایې وشمیرل شوې ، د ابتدايي پایلو له مخې رجب طیب اردوغان ۵۳ عشاریه یو سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

د رسنیو له راپور سره سم، اکمل الدین احاسن اوغلو، د اردوغان اصلي رقیب نوماند ۳۸،۹ سلنې رایې ترلاسه کړي دي.

په تېرو دوولسو کلونو کې د اردوغان په مشرۍ ترکیه په یوې سیمه ییزې فعالې لوبغاړې بدله شوه. همداراز د اردوغان رهبري د ترکیې د پاموړ اقتصادي ودې لامل هم شو.
د ترکیې په تاریخ کې دولسم ولسمشر رجب طیب اردوغان وټاکل شو.

ښاغلي اردوغان همدا اوس څو شیبې وړاندې په استانبول کې له خپل ټول ولس نه، چې د هېواد د لومړني منتخب ولسمشر په توګه يې پر ده اعتماد وکړ، مننه وکړه او خپله بریا یې رسماً اعلان کړه.

ښاغلي اردوغان وویل چې خپل اصلي بری به په انقره کې د عدالت او پراختیا د ګوند د بالکون نه د ترکیې ملت ته د وینا په ترڅ کې اعلان کړي .

نوموړي وویل، چې وطن او ملت ته به خدمت ته دوام ورکړي. د لا پرمختللي ډیموکراسۍ او په هیواد کې د ټولو ستونزو د حل لپاره به خپلې پيل کړې مبارزې ته دوام ورکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x