ورزش

برينډن ميکولم د انګلستان ټيسټ لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۳ غوايي، ۱۴۰۱ل): د انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د نيوزيلند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی د شل اوريزو لوبو متخصص لوبغاړی برينډن ميکولم پنجشنبې په ورځ د ټيسټ لوبډلې مشر روزونکي په توګه وټاکه.

د ميکولم ګمارنه په داسې حال کې ترسره کيږي چې د انګلستان ټيسټ لوبډلې لپاره تېر کال خرابې پايلې درلودې، او په ۱۷ لوبو کې يې يوازې يوه بريا خپله کړې ده.

د بدلونونو په لومړي پړاو کې انګلستان کرکټ بورډ اداري رئيس تغير کړ، چې وروسته يې د ټيسټ مشر جويي روټ پرځای بين سټوکس لوبډلمشر وټاکه.

ميکولم په داسې حال کې وټاکل شو چې پخواني روزونکي کريس سيلورووډ د استراليا پر وړاندې په اشيز سيريز کې له ۴-۰ ماتې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې اوس د ټيسټ لپاره جلا او د يو ورځنيو لپاره جلا روزونکی وټاکل شو.

برينډن ميکولم د کرکټ غوره لوبغاړی او په ځانګړي توګه د شل اوريزو لوبو متخصص دی، چې اوسمهال په هند غوره ليګ کې د کولکته نايټ رايډرز لوبډلې روزونکي په حيث دنده ترسره کوي.

هغه د خپلې ګمارنې په اړه وايي، «زه په دې ټاکنه ډير خوښ يم او غواړه د انګلستان لوبډله له ستونزو وژغورم او يو بريالي دور ته ولاړ شو».

نوموړي زياته کړه چې دده لپاره لومړۍ ننګونه دغه لوبډله له روان حالت څخه د ويستلو ده، او په خپله وړتيا باور لرم څو بين سټوکس سره په ګډه کوم چې ښه لوبغاړی دی دغه کار ترسره کړم.

انګلستان لوبډله په راتلونکي نږدې کې د نيوزيلند سره د درې ټيسټ لوبو سيريز، بيا له هندوستان سره د پنځه او سويلي افريقا سره د ټيسټ سياليو سيريز ترسره کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
muzkkir kahhn

له ازا دي څخــــه غلامي ته دعوت . اسلام ښځو ته له عزت او شرافت څخه ډک ژوند ورکړي ، له هر راز تور تم څخه یي درڼا پر لورسوق کړې ،اسلام ښځو ته دا سي کرامت عطاء کړی چي په نورو ادیانو کښي یي ساري نه لیدل کیږي . د دوې ټول مدني ، ټولنیز او انفرادي حقوق اسلام تامین کړي هیڅوک نشي کولا ي دالله تعالی ج له خوا څخه دوی ته ورکړل شوی حق تلف کړي. اسلام ښځۍ له هر قسم ستم ، بربریت او ظلم څخه ازادي کړي د یو ازاد انسان په صفت په معاشره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x