افغانستانټکنالوژي

افغاني خواله رسنۍ؛ د «ملګري» په نوم ويب پاڼه پر ليکه شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ غوایي، ۱۴۰۱ل): د ملګري په نامه د خواله رسنۍ ويب پاڼه چې د مولوي حامد افغان او د هغه د څو ملګرو په هڅو جوړه شوې؛ تېره ورځ پرليکه او په ازمايښتي ډول يې خپل فعاليت پيل کړ.

ياده ويب پاڼه چې د فيسبوک په څير کاريږي، يو شمير اضافي غوراوي هم لري.

ښاغلي حامد افغان ويلي چې د فيسبوک له ځينو قيوداتو څخه يې کاروونکي تنګ شوي دي نو ښه ده چې د خواله رسنۍ خپله ويب پاڼه ولرو.

تېره ورځ ښاغلي حامد افغان پخپله فيسبوک پاڼه ولیکل چې« “ملګري ویب” په ازمایښتي بڼه کار پیل کړ، څو اکاونټونه او ګڼونونه په کې جوړ شول، فعلاً متني پوسټونه په نورمال توګه کولی شو.»

تر اوسه ددې نوې ويب پاڼې ايپ نه دی جوړ شوی او د براوزر له لارې پرانستل کيږي خو تمه ده چې په راتلونکي کې ډېر تغيرات او اسانتياوې په کې راشي.

په ياده ويب پاڼه کې د فيسبوک په څير خپل حساب جوړيږي او کارول يې هم فيسبوک ته ورته دي.

ويب پاڼه په لاندې ادرس موندلی شئ:
http://www.mal.af

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x