
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ غوایي، ۱۴۰۱ل): د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره ملي بوديجه د وزيرانو شورا د تصويب، د اميرالمؤمنين له لوري تاييد او د ماليې وزارت لخوا اعلان شوه.
د ماليې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال ملي بوديجه ۲۳۱ ميليارده افغانۍ ټاکل شوې ده چې ۲۰۳ ميليارده افغانۍ يې عادي او ۲۷٫۹ ميليارده افغانۍ يې پراختيايي بوديجه ده.
د خبرپاڼې په وينا د روان مالي کال بوديجه په بشپړ ډول له خپلو کورنيو عوايدو څخه ترتيب شوې ده چې يوازې ۴۴ ميليارده افغانۍ کسر لري چې هغه به د روان کال تر پايه ختم شي.
بايد وويل شي چې په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت له خپلو کورنيو عوايدو څخه د مالي کال بوديجه برابروي.