نظــر

د حجاب اجباري کول او که له ښځو ازادي اخيستل؟

باهر حقپال

د مېرمنو د حجاب په اړه د قران کریم او سنت رسول لارښوونې بیخي څرګندې او شفافې دي. په لنډو ټکو یې که وکاږو نو ویلی شو چې د پردیو سړیو په وړاندې د مېرمنو لپاره شرعاً نۀ یوازې اندامونه محجوب ساتل ضروري دي، بلکې بې ضرورته د ښکلا او ځلا لباس هم پردیو ته ښکاره کول مناسب ندي؛ ځکه چې په حقیقي معنا حجاب وایي دېته چې د میرمنو ښکلا او ځلا پکې پرده شي او د دې حجاب تر ټولو ښه لاره دا ده چې میرمنې په کور پاتې شي او بې اړتیا و نۀ وځي. الله جل جلاله یې د سورت احزاب په ۳۳ ایت کې په اړه فرمایي:

وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجٰهِلِيَّةِ الْأُولٰى ۖ
[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 33] ژباړه: (تاسې ميرمنې) پخپلو كورونو کې اوسئ او د تېر جاهلي دور په څېر سينګار کړي، بې سَتره مه ګرځئ!.

امام قرطبي رحمه الله د دې ایت په تفسير کې وایي:
دا حکم که څه هم د رسول الله مېرمنو ته ځانګړی شوی، خو نورې میرمنې هم معناً پکې راځي، هغه هم په داسې حال کې چې شریعت بې ضرورته میرمنې له کوره وتلو څخه راګرځوي.

وإن كان الخطاب لنساء النبي صلى الله عليه وسلم فقد دخل غيرهن فيه بالمعنى. هذا لو لم يرد دليل يخص جميع النساء ، كيف والشريعة طافحة بلزوم النساء بيوتهن ، والانكفاف عن الخروج منها إلا لضرورة. تفسيرقرطبي

هو، که د وتلو اړتیا وه، نو بیا مو د همدې احزاب سورت ۵۹ ایت لارښوونه کوي، فرمایي:

يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ قُل لِّأَزْوٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلٰبِيبِهِنَّ ۚ
[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 59] [ای پیغمبره (صلی الله علیه وسلم)!] خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پر خپل ځان باندې د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي.

که میرمنې څه داسې حالت سره مخ وي چې مخ، لاس او پښې لوڅولو څخه پرته بله چاره نۀ وي، نو بیا د سورت النور ۳۱ ایت کې راته لارښوونه کیږي، فرمایي:

وَقُل لِّلْمُؤْمِنٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰى جُيُوبِهِنَّ…

[سُوۡرَةُ النُّور : 31] او [ای پیغمبره (صلی الله علیه وسلم)!] مؤمنو ښځو ته ووايه: چې خپلې سترګې تر كنټرول لاندې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي او خپله ځان جوړونه او سينګار دي نه ښكاره كوي، پرته له هغه چې په خپله څرګند شي او پر خپلو سينو دي د خپلو پړونو پلوونه واچوي.

دې دریو ایاتونو ته په کتو فقهاوو د حجاب درې ډولونه ښودلي:
اعلی درجه حجاب:
ترټولو لوړه درجه حجاب دا دی چې میرمنې کور کې میشتې شي چې پردي سړي یې آن د زیب او زینت کالي هم و نۀ ویني. لکه پورته مو چې د سورة احزاب ۳۳ ایت کې وکښل.

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: میرمنې د پردې شی ده؛ کله چې له کوره وځي شیطان یې د سړیو په نظر کې ښایسته راولي (کوښښ کوي چې فساد وزيږوي).

عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: المرأة عورة فإذا خرجت استشرفها الشيطان. رواه الترمذي.

اعلی حجاب، اجماعي حجاب دی:
دا منلی اصل دی چې کوم کار د صحابه و له پېره په تواتر سره تر وروسته امته رسیدلی او هغوی منلی وي؛ هغه شرعي حجت ګرځي او عملي کول یې واحب دي. ګڼو علماؤ لکه امام ابن حجر عسقلاني ، امام نووي، امام ابن عبدالبر امام ابن تیمیه -رحمهم الله- د صحابیاتو او تابعیاتو پر دې عملي اجماع ثابته کړې چې دوی به له اړتیا پرته له کوره نۀ وتلې او اعلی درجه حجاب به یې مراعتوی او که د څه ضرورت لپاره به وتلي نو محجبې او په پرده کې پوښلې به وتې.

علامه ابن حجر رحمه الله وایې: د مخکینیو او اوسنیو میرمنو دا خوی و چې له پردیو سړیو څخه به یې مخونو پټول.

: «لم تزل عادة النساء قديمًا وحديثًا أن يسترن وجوههن عن الأجانب». فتح الباري (9/ 224)

امام غزالي رحمه الله وایې: له پخوا همداسي عادت روان دی چې سړي لوڅ مخي او میرمنې په نقاب کې وځي.

 «لم يزل الرجال على ممر الزمان مكشوفي الوجوه، والنساء يخرجن منتقبات». إحياء علوم الدين (4/ 729)

امام رازي رحمه الله وایې: د میرمنو لپاره په کور کې د پاتي کیدو الزامي حکم دی، هغوی له بهر ته تللو څخه منع دي.

امام ابوبکر جصاص رازي وایې: إن النساء مأمورات بلزوم البيوت، منهيات عن الخروج. (احكام القران ج۵ /ص۲۲۹)

دا د حجاب لوړه درجه ده، خو زیاتره وخت د میرمنو له کوره وتل اړتیا وي، ځکه خو د اړتیا پرمهال شریعت د وتلو جواز ورکوي.

اوسط درجه حجاب:
چې د اړتیا پرمهال د وتلو لپاره آن د مخ، لاسونو او پښو حجاب وکړي. دا چې د اړتیا پرمهال د میرمنو وتل جائز دي، دلیل یې متفق علیه حدیث دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:

 قدْ أذِنَ اللَّهُ لَكُنَّ أنْ تَخْرُجْنَ لِحَوائِجِكُنَّ. رواه البخاري (5237)، ومسلم (2170)

الله جل جلاله تاسي (میرمنو) ته د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره د وتلو اجازه کړې.
بیا د اړتیا پرمهال د وتلو کیفیت هم شریعت بیان کړی. داسي به وځي چې سر تر پایه به په پړونې کې پیچلې وي. يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلٰبِيبِهِنَّ ۚ  [سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 59]

 پر خپل ځان باندې د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. یعنې که د اړتیا پرمهال وځئ هم، سر ترپایه به ځانونه پیچئ.

ایت کې جلابیب یاد شوی، جلابیب د “جلباب” جمعه ده. امام قرطبي رحمه الله وايي:

جلباب عربي کې هغه پړونې او څادر ته وایې چې د انسان ټول بدن پټ کړي.

«والصحيح أنه [يعني الجلباب] الثوب الذي يستر جميع البدن» تفسير القرطبي (7/ 243).

تفسير روح المعانی یې له عبدالله ابن عباس رضي الله عنه څخه نقل کوي، وایې: هغه جامه ده چې له سره تر پایه پرده راولي.

والجلابيب جمع جلباب، وهو ما روي عن ابن عباس الذي يستر من فوق الى اسفل. روح المعاني: ۸۸/۲۲

ابن حزم وایې: جلباب هغه جامه ده چې ټول بدن پرې پټ شي.

 «والجلباب في لغة العرب، التي خاطبنا بها رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم، هو ما غطى جميع الجسم لا بعضه» المحلى بالآثار (2/ 248)

قاضي ثناء الله پاني پتي رحمه الله د مخ په پټولو کې د عبدالله ابن عباس رضي الله په قول استدلال کوي، وایې: میرمنو ته د سر او د ټول مخ پټولو حکم شوی، یوازي یوه سترګه به یې لوڅه وي چې حریت یې معلوم وي.

واما تغطیة الوجه فلقوله تعالی یدنین علیهن من جلابیبهن. قال ابن عباس وابوعبیدة رضي الله عنهما امرت نساء المؤمنین ان یغطین رؤسهن ووجوههن بالجلابیب الا عینا واحدا لیعلم انها حرائر. تفسیر مظهري: ۳۸۴/۷

ابن تيميه رحمه الله وایې: جلباب نقاب ته ورته هغه جامه ده چې پر سر را غوړول کیږي او یوازي یوه سترګه لوڅه پاتیږي. دی مخ او لاسونه د زینتۍ له امله پردیو ته لوڅول ممنوع ګڼي.

وقد حكى أبو عبيد وغيره: أنها تُدْنِيه من فوق رأسها فلا تظهر إلا عينها، ومن جنسه النقاب، فكن النساء ينتقبن، وفي الصحيح أن المحرمة لا تنتقب ولا تلبس القفازين، فإذا كن مأمورات بالجلباب لئلا يعرفن، وهو ستر الوجه، أو ستر الوجه بالنقاب، كان الوجه واليدان من الزينة التي أمرت ألا تظهرها للأجانب» مجموع الفتاوى (11/ 424-425).

د بخاري شریف د افک حدیث کې راځي: عائشه رضي الله عنها چې کله له کاروانه ویده پاتې شوې وه او دصفوان بن  معطل رضي الله عنه د استرجاء (انا لله وانا الیه راجعون) ویلو سره را بیداره سوه، سمدستې یې مخ پټ کړ. عائشه وایې صفوان د حجاب له حکم څخه وړاندې زه لیدلې وم او پیژندم یې. معلومیږي چې د حجاب له حکم وړاندي د مخ ستر نۀ و او په حجاب کې د مخ د ستر حکم هم شوی.

ادنی درجه حجاب:
چې د بهر وتلو په صورت کې، د پردیو سړیو په مخ کې، د میرمنې مخ، لاس او پښې د “ضرورت” له امله لوڅ پاتي شي.

وَقُل لِّلْمُؤْمِنٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ  [سُوۡرَةُ النُّور : 31] ژباړه: او [ای پېغمبره (صلی الله علیه وسلم)!] مؤمنو ښځو ته ووايه: چې خپلې سترګې تر كنټرول لاندې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي او خپله ځان جوړونه او سينګار دي نه ښكاره كوي، پرته له هغه چې په خپله څرګند شي.

«الا ما ظهر منها» په تعین کې عبدالله بن عباس رضي الله عنه او ځینې فقهاء همدا درې ځایه (مخ، لاسونه او پښې)ښيي. د بخاري شریف حدیث دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خثعم قبیلې یوۀ ښایسته میرمن د څه مسئلې پوښتنې لپاره راغله. له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سپرلۍ ناست فضل بن عباس میرمن ته کتل. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فضل ولیدی چې میرمنې ته ګوري، لاس یې شا ته ور تېر کړ، فضل یې له زنې ونیو او له میرمنې یې مخ واړوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم میرمنې ته د مخ پټولو ونۀ ویل؛ شراح یې لامل ښيي چې یا خو د احرام حالت و او یا د زیات ازدحام وخت و.

دا خبره باید په پام کې ونیول شي چې پرده دوه ډوله ده، یؤ یې “ستر” دی چې د سړي له نامه تر زنګونونو پورې او د ازادې میرمنې له مخ، لاس او پښې پرته ټول بدن ستر دی او حکم یې فرضیت دی او دویم یې “حجاب” دی چې میرمن له پردیو سړیو ټول بدن پرده کړې او د دې حکم وجوب مصلحتاً او یا وجوب لغیره دی. امدادالفتاوی: (ج۴/ ص۱۷۸-۱۷۹)

 کوم فقهي عباراتو کې چې د مخ، لاس او پښې د ښکاره کولو او ورته د کتلو د جواز تصریح شوي له هغو څخه یې اول ډول (ستر) هدف دی. لکه همدې خبرې ته امام تمرتاشي په تنویرالابصار او امام حصکفي په درمختار کې اشاره کړې، وایې:

ځوانه میرمن به د سړیو په مخ کې له مخ لوڅولو څخه منعه کولی شي؛ له دې امله نۀ چې مخ عورت دی، بلکې له دې امله چې د فتنې وېره ده.

(وَتُمْنَعُ) الْمَرْأَةُ الشَّابَّةُ (مِنْ كَشْفِ الْوَجْهِ بَيْنَ رِجَالٍ) لَا لِأَنَّهُ عَوْرَةٌ بَلْ (لِخَوْفِ الْفِتْنَةِ)
[ابن عابدين، الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار)، ٤٠٦/١] علامه شامي هم دېته اشاره کوي، وایې: دا منعه د مخ له دې امله نده چې مخ عورت دی، بلکې منعه له دې امله ده چې سړي به یې مخ و ویني او فتنه کې به وغورځي؛ دا ځکه چې د مخ له لیدلو سره کله شهوت ملګری کیږي. (البته دا بېل بحث دی چې ولې سړي د شهوت په نظر ګوري؟  ولې د ښځو پرځای سړیو ته حکم نۀ متوجه کیږي؟ چې د دې په ځواب اوږده-اوږده لیکل شوي)
(قَوْلُهُ وَتُمْنَعُ الْمَرْأَةُ إلَخْ) أَيْ تُنْهَى عَنْهُ وَإِنْ لَمْ يَكُنْ عَوْرَةً (قَوْلُهُ بَلْ لِخَوْفِ الْفِتْنَةِ) أَيْ الْفُجُورِ بِهَا قَامُوسٌ أَوْ الشَّهْوَةِ. وَالْمَعْنَى تُمْنَعُ مِنْ الْكَشْفِ لِخَوْفِ أَنْ يَرَى الرِّجَالُ وَجْهَهَا فَتَقَعُ الْفِتْنَةُ لِأَنَّهُ مَعَ الْكَشْفِ قَدْ يَقَعُ النَّظَرُ إلَيْهَا بِشَهْوَةٍ
[ابن عابدين، الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار)، ٤٠٦/١]

علامه شیخ زاده رحمه الله په مجمع الانهر کې وایې: د ځوانو میرمنو مخ لوڅول منعه دي؛ ځکه چې فتنې ته لاره هواره نشي. وروسته وایې: زموږ په زمانه کې د مخ له ښکاره کولو منعه واجبه، بلکې فرض ده؛ ځکه فساد زیات دی.

تُمْنَعُ الشَّابَّةُ عَنْ كَشْفِ وَجْهِهَا لِئَلَّا يُؤَدِّيَ إلَى الْفِتْنَةِ وَفِي زَمَانِنَا الْمَنْعُ وَاجِبٌ بَلْ فَرْضٌ لِغَلَبَةِ الْفَسَادِ.

[عبد الرحمن شيخي زاده ,مجمع الأنهر في شرح ملتقى الأبحر ,1/81] علامه ابن نجیم په البحرالرائق کې وایې: زموږ مشائخ وایې چې زموږ په زمانه کې به ځوانې میرمنې خپل مخونو سړیو ته نۀ ښکاره کوي؛ ځکه دې کې فتنه ده.
قَالَ مَشَايِخُنَا تُمْنَعُ الْمَرْأَةُ الشَّابَّةُ مِنْ كَشْفِ وَجْهِهَا بَيْنَ الرِّجَالِ فِي زَمَانِنَا لِلْفِتْنَةِ
[ابن نجيم، البحر الرائق شرح كنز الدقائق ومنحة الخالق وتكملة الطوري، ٢٨٤/١]

دلته باید یادونه وکړم چې له مصلحت څخه هدف دا ندی چې خلکو د مصلحت له امله واجب ګرځولي -لکه دا خبره ځیني خلک کوي- بلکې له مصلحت څخه هدف دا دی چې شریعت د دې شي وجوب تر مصلحت پورې تړلی، چې مصلحت وي، وجوب به هم وي، که مصلحت نۀ وي وجوب به هم نۀ وي. لکه له سباق او سیاق (يغضضن ، یحفظن، لایضربن بارجلهن..)څخه معلومیږي چې هدف د فتنې او بې حیایۍ له منځ وړل دي. نو که مصلحت و چې هغه له فتنې ژغورل دي، د حجاب وجوب به هم وي لکه ځوانو میرمنو کې او که مصلحت نۀ و چې د فتنې نشوالی دی، وجوب به هم نۀ وي لکه د زړو میرمنو لپاره. البته د دوی لپاره هم حجاب سنت او یا مستحسن دی.

د میرمنو لپاره اصلي حکم د ټول بدن حجاب دی. البته که اړتیا وه، یا زړښت و او یا د فتنې هیڅ احتمال نۀ و؛ هلته بیا مخ، لاسونه او پښې ښکاره کول ضرورتاً جائز دي خو مناسب ندي.

دا چې ځیني د مخ، لاسونو او پښو د پردې په نۀ وجوب له «الا ماظهرمنها» څخه استدلال کوي. ځواب کې یې باید د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله ځواب وکښم چې »دا د عبدالله ابن عباس رصي الله عنه قول دی او د عبدالله ابن مسعود رضي الله په قول د ایت له دې برخې جلباب او یا پړونی هدف دی. د دې دواړو قولونو د صحت احتمال شته او محتمل د استدلال وړ ندی؛ ځکه خو استدلال پرې سم ندی.

بله دا چې په دې موضوع نازل شوي ایاتونو کې عزیمت دا دی چې میرمنې خپل هیئت پټ کړې چې لاره یې کور کې پاتي کیدل دي، خو کله له کوره وتل اړتیا وي، نو د هیئت پتول رخصت ګرځي او د بدن پټول عزیمت. بیا که له کوره بهر وتلو کې داسي حالت سره مخ شي چې د مخ او لاس ستر کړاوونکي وي، نو د «الا ما ظهر منها» په بناء د مخ او لاسونو لوڅول رخصت دی او نور بدن پټول عزیمت او واجب دي. لنډه دا چې د ستر اصلي حکم د ټول بدن پټول دي او د مخ، لاس او پښې له ستر څخه ویستل عارضي حکم دی چې تر خپل علت پورې به تړلی وي. که علت و حکم به هم وي، که علت نۀ و حکم به هم نۀ وي«.

حکومت کولی شي حجاب اجباري کړي؟
د دې پوښتنې له ځوابه وړاندي د تمهید په ډول باید قانون تعریف شي.
قانون: د نظم و ډیسپلین هغه طریقه ده چې د رعیت د سمون لپاره یې حکومت تشکیلوي، خلکو ته یې رسوي او د هیواد پر هر وګړي یې تعمیل ضروري وي. څوک چې سرغړونه کوي هغه مجرم ګڼل کیږي او پای کې حکومت له خپل رسمي دستور سره سم د ترسره شوې جرم د مجازات، واک لري.

راځم د اصل پوښتنې ځواب ته:
ښکاره خبره ده چې په هره متمدنه او مهذبه ټولنه کې، د ټولنې د مؤثرو اشخاصو لخوا څۀ ناڅۀ داسي ځانګړي اصول حاکم وي چې له مخي یې د ټولنې برم او درنښت خوندي ساتلی وي. بیا د هرې ټولنې ټاکلي اصول نسبت بلې ته څۀناڅۀ متفاوت وي. مثلاً ځیني یې خپل اصول له لبرالیزم څخه په تأثر د فردي ګټو په تناظر کې ټاکي او ځیني نور یې بیا اجتماعي اصلاح او اشتراکي فکر په پام کې نیسي او له مخي یې وړ اصول تصویبوي. د اصولو د تصویب او ټاکنې له مرحلې را تېریدو سره سم د دوی د تعمیل مرحله ده چې خپلسري تعمیل یې د قانونیت تعریف تر سوال لاندي راولي، د نظم و ډیسپلین پرځای ګډوډیو ته لاره کوي؛ ځکه خو دا مهال اجبار یؤ بدیهي او معقول کار ګرځي.نو که د یؤ هیواد اصول او تګلاره له اسلامي فکر سره سمه وي، نو اسلامي اصول د قانون په توګه منل او اسلامي نظام قائمول او بیا یې په تطبیق اجبار کول هم معقوله او سالمه تګلاره ده. د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د حجاب په اړه تازه صادر شوی حکم د حکومت لخوا تاکل شوی اصل دی چې اجباري کول یې د اکراه في الدین له ډلې نۀ، بلکې د قانون او ټولنیز اصولو له ډلې ګڼل کیږي؛ ځکه خو یې عملي کولو کې اجبار او الزام د اکراه في الدین په توګه نۀ، بلکې د حکومتي قانون په توګه عملي کیږي چې حکومت یې پوره واک او ځواک لري.

پاى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx