
د ډاکټر فاروق اعظم ټاکنه
ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده
ډېر وخت د ملګرو نقدونه اورم، چې بويا اسلامي امارت د هيواد چارې وړو کدرونو ته نه ورسپاري، موږ د هغوی د نيوکو په ځواب کې کړل، اسلامي امارت ټولې پرېکړې د يوې مدبرانه، مصلحانه او هيواد عليا مصالحو په رڼا کې کيږي، بيا به نوموړو ملګرو د بحث په جريان کې د بيلګې په ډول راوړل، چې که رښتيا امارت د وړو کدرونو راوستل غواړي؟ نو ولې د فاروق اعظم په څېر مسلکي کدر چې متدينه څهره ياد دي، په کابينه کې ورته ځای نه ورکوي؟ خو د افغانستان اسلامي امارت په کراتو څرګنده کړې، چې هغه وړ متدين شخصيتونه چې په څهره يې تور داغ ونه وسي، يو په يو به يې د هيواد د ابادۍ او سمسورتيا خدمت لپاره ورته فرصت ورکړای شي.
هغه ولو چې د هيواد دروند علمي او جهادي شخصيت ډاکټر فاروق اعظم د غوايي په ۱۸مه د اوبو او بريښنا وزارت له لوري د نوموړي وزارت د ارشد سلاکار په حيث د مولوي عبداللطيف منصور له لوري معريفي شو، چې د امات د کړې ژمنې اکمال په لوري د قدم وهلو هڅې په ګوته کوي.
ډاکټر فاروق اعظم چې د اوبو سرچينو پراختيا په برخه کې د دوکتورا تر کچې يې زدکړي په معتبرو پوهنتونونو کړی د هيواد هغه ياده څهره ده چې کله هم د اوبو د مدیریت او په اوبو پورې تړلو مسائلو بحث مطرح کيږي، هرو مرو د نوموړي نوم ورسره يادوي، ځکه نوموړی ددې تر خوا چې د اوبو د برخې متخصص څوک دی، ورسره اوږده کاري تجربه هم لري په خپل مسلک کې، نوموړی يو مجاهد، متدين او په هيواد مين سياستوال دی، اوسنۍ ټاکنه يې په رښتيني ډول په ځای ټاکنه ده، که له يو لوري زموږ هيواد د اوبو پراخې منابع لري، خو په خوا کې يې د سالم مدیریت نشتوالي له کبله مو هيواد له ستونزو سر مخ دي.
داسې ټاکنې به وکړای شي هيواد سم لور ته رهبري کړي، له اسلامي امارت څخه هيله لرو چې د ډاکټر اعظم په څير نور متدين، وړ کدرونه هم په رهبرۍ کې رامخته کړي، تر څو مو هيواد د بيارغونې په لور روان مزل پرته له کړاو څخه سرته ورسوي.
په درنښت
کاملآ په زای او مناصب کار وشو !