نړۍټکنالوژي

ایلن ماسک ټویټر سره د ۴۴ ملیارده ډالرو معامله ځنډولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ غوایي، ۱۴۰۱ل): د نړۍ شتمن کس او د ټیسلا شرکت مشر ایلن ماسک د ټویټر پیرلو د ۴۴ ملیارده امریکایي ډالرو معامله د جعلي حسابونو له کبله د اوسمهال لپاره ځنډولې ده.

ایلن ماسک غواړي له ټویټر څخه جعلي یا سپم حسابونو پاک کړي او یا د شنونو په وینا ښایي د ټویټر بې پایله معامله لغوه کړي.

کله چې ایلن ماسک د ټویټر د معاملې ځنډولو خبر ورکړ د ونډو په بازار کې له شل سلنه زیات کموالی راغی خو وروسته نوموړي په یوه بل ټویټ کې زیاته کړه چې لا هم دغې سوداګرۍ ته لیواله دی.

ټویټر سره د تړون له مخې که چیرې نوموړی یا مقابل لوری له دغې تړون په شا شي، بل لوري ته به یو ملیارده ډالر ورکوي.

ټویټر د روان کال په سر کې ویلي وو چې د جعلي حسابونو شمېر یې پنځه سلنه دی، خو وروسته یې په ډاګه کړې وه چې دوی به ونشي کړی دغه شمېره په ډاګه کړي.

ټویټر د جعلي حسابونو په اړه وایي، «دا یو مهم قضاوت دی، نو زموږ اټکل ښایي ددې حسابونو کره شمېره په ډاګه نشي کړی».

ټویټر زیاتوي، د جعلي حسابونو ریښتینی شمېر کېدی شي له اټکله ډیر زیات وي، موږ په دې لټه کې یو چې د ټولو جعلي حسابونو د کره شمېر معلومولو لپاره خپله وړتیا لوړه کړو».

ایلن ماسک په پام کې لري له ټویټر څخه جعلي حسابونه له منځه ویسي او یو شمېر نور بدلونونه رامنځته کړي.

هغه وړمه ورځ ویلي وو، که د ټویټر پلان یې بریالی شو د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حساب به بندیز له منځه ویسي، هغه دا پریکړه «غیر اخلاقي او احمقانه بللې وه».

ټویټر تېر کال د تاوتریخوالي څخه ډک ټویټونو له کبله د ډونالډ ټرمپ حساب په بشپړه توګه تړلی و. هغه د امریکا ټاکنو پرمهال خپل پلویان د کانګرس پر ودانۍ برید ته هڅولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x