ادبي لیکني

شل کاله په ښکیلاک کې جهادي خاطرې! «د کتاب پیژند لیک!»

ابو خالد مطمئن

د غربي ښکیلاک په شوم سیورې کې افغان ولس ډیر کړاونه ولیدل، ډیرې ناخوالې یې په خپلو لاسونو لمس کړي او ډیر ژور زخمونه یې پر خپل ځان، خپلو زړه ټوټو بچو او خپلوانو پرزړونو او اندامونو باندي وزغمل او د انسان تر تحمل پورته غمیزې یې تجربه کړلې!!

دا د تاریخ یوه توره پاڼه وه چې د افغان ولس د همت سختو او ځپونکو توپانونو د زمان له کتابه لاندي وغورځول، دا پاڼه په سرو وینو لړلې ده، دا پاڼه د غمونو اسویلیو وهلې ده، دا پاڼه د بورو میندو، ورارو خویندو، کونډو میرمنو او یتیمو بچیو آزار وهلې ده!

دا پاڼه په تير شل کن پير کې له مسجدونو، درسځايونو، بازارونو، ښاديو او غمونو له بمباره نيولې بيا د ارګ تر ګدۍ د اخلاقي، اداري او هراخیزو فسادونو شاهده پاتې شوي ده. دا پاڼه لویدلې ده خو نښې نښانې یې ددي وطن په هره لویشت خاوره کې تر سترګو کیږي، دا پاڼه ډیره شومه ، بومه او بدنومه ده خو پاملرنه ورته اړینه ده!

ولې؟
ځکه چې دا پاڼه د دي هیواد یو تریخ حقیقت دی، دا پاڼه د نورو راتلونکو نسلونو لپاره پند او نصیحت دی، دا پاڼه د هر پردې ښکیلاکګر لپاره درس د عبرت دی، دا پاڼه د غربې فکر، پردې پالو او ښکيلاک پلوو لپاره شرم او خجالت دی، دا پاڼه د دي هیواد د ریښتینو بچو لپاره آبرو او عزت دی او ان شاء الله د ستر څښتن په دربار کې اجر او قبولیت دی.

نو ددي پاڼې تیرول پکار وو خو هیرول ندي پکار. ددې پانې شکول پکار وو خو غورځول نه دي پکار! دا پاڼه باید د دې هیواد په تاریخ کې وساتل شې، د ایجاد دليلونه یې ورټل شي او د زوال لاملونه یې وستایل شي!

د همدې موخې لپاره قدرمن مشـــر او جهادي شخصیت الحاج مولوی حیات الله (مهاجر فراهي) په همدې باب کې د ښکیلاک له ختم وروسته نوښت کړی او د تاریخ له دي عبرتناکې پاڼې له هرې زاویې څخه یې د خپلو سترګو لیدلې حالات، د لامسه حواسو احساس کړي واقعييات او د تیر شل کلن ښکیلاک او تر هغه وړاندې د امارت له پیله بیا تر فتحې بیلابیل جهادي خاطرات را غونډ کړي او د یوه موثق او تاریخی کتاب په بڼه یې نوي نسل ته وړاندې کړي دي.

مهاجر فراهي د کتاب په متن کې دا هيله څرګنده کړې که د سيمې او هیواد په کچه نور قلموال مجاهدین را مخته شي او د خپلو سترګو لیدلي حالات د ليکنې په ګاڼه سمبال کړي نو ان شاء الله چې دا لاندي څو ګټې به وکړي:

1. موجود ثبت او لیکل شوي واقعیات به پرې توثیق او له څو اړخونو تثبیت شي.

2. د هرې واقعې بیلابیل لورې او اړخونه به روښانه شي.

3. راتلونکي نسلونو ته به د لومړۍ لاس معلومات له لومړې لاس او په جګړه کې ښکیلو مجاهدينو څخه په لاس ورشي.

4. راتلونکی نسل به پوه شي چې دلته په څه ډول حالاتو کې د دين، ارزښتونو، هيواد او ارضي تمامیت ساتنه شوي ده.

5. د هغه روایاتو څخه به مخنیوی وشي چې ممکن راتلونکي کې ځينې کسان د منفي اغراضو لپاره جعل کړي.

د کتاب لومړی ټوک په ۲۵۹ مخه او ۱۵۰۰ ټوکه کې همدا اوس د ثور ۱۵-۱۴۰۱ کې د چاپ په ګاڼه سمبال او د هرات، فراه او نيمروز کتاب پلورنځيو او همدارنګه اطلاعاتو او کلتور ریاستونو کې د شايقينو خدمت ته وړاندي دی، د کتاب لیکوال مولوی حیات الله (مهاجر فراهي) دی او خپرونکی يې زاهد خیريه بنسټ دی چې موخه یې د اړمنو، بيوزلو او یتیمانو سره مرسته کول دي. ليکوال نغواړي د کتاب د خرڅلاو څخه مادي ګټه ترلاسه کړي، بلکې له همدا اوس څخه یې عزم دا دی چې د کتاب له پلور څخه چې کوم مبلغ ترلاسه کيږي، هغه به نيغ د (زاهد خيریه بنسټ) حساب ته ورځي.

يادونه: د لومړي ټوک پښتو نسخه چاپ شوي او په فارسي ژباړې باندي کار روان دی، ان شاء الله د لوي مبارک أختر وړاندي به هغه هم د چاپ په ګاڼه سمبال او د شایقو تر لاسه ورسيږي.

د کتاب او خپرونکي په تړاو د لا زیاتو معلوماتو لپاره ددې شميرې سره اړيکه نيولای شئ. ۰۷۰۸۴۴۶۸۱۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x