
د مږکانو غونډه- فضلي پکتیاوال
لیکوال: فضلي پکتياوال
وايي يو وخت مږکان له پشۍ څخه ډير تنګ راغلل، نو يو شمير مږکانو کوښښ وکړ تر څو له نورو مږکانو سره ځان خبر کړي او د پشۍ له دې ځوره د راتلونکي لپاره ځانونه په امن کړي، بالاخر يو شمير مږکان په دې وتوانيدل چې په يوه ډير محفوظ ځای کې سره راټول او په خپل مينځ کې سلاح مشوره سره وکړي.
مجلس يې پيل کړ، هر يوه خپل نظر وړاندې کړ، ټول د دې پريکړې په کولو بريالي شول چې يو ګونګړۍ به پيدا کړي او هغه به بيا د پشۍ په غاړه کې ور ځوړند کړي، د پريکړې له کولو وروسته بحث په دې پيل شو چې هغه قهرمان به څوک وي چې همدغه کار تر سره کړي، له هر مږک به چې غوښتنه کيده نو په يوه پلمه به يې له مجلس څخه له ځان باسه، بالاخر يې د غونډې تالار تش پاتې شو.
همدې غونډه ته ورته غونډه تيره ورځ په کابل کې هم وشوه او د راغلي مږک په غوښتنه دواړو ډاکټرانو ومنله چې ګډ به سره کيني، خوري او څښي، دا چې دوی دواړه به څومره وخت ګډ خوراک څښاک سره وکړی شي، دا خبره به وخت سپينه کړي.
زما په فکر که د همدغو دواړو ډاکټرانو مرکچي داسې وکړل چې خپله بستره يې همدلته راوړه او د دوی تر مينځ يې څوکيداري شروع کړه، شايد چې د دوی يارانه به تر څه وخت پورې اوږده کړي.
خو داسې هم نشي کيدای، ښه نو اخير به څه کيږي؟ فکر کوم د دواړو ډاګټرانو همدغه جنجال به په دوی کې د يوه تر مړينې پورې همداسې روان وي.
که دوی هر څه کوي، که ګډ حکومت جوړوي، ګډ سره کيني، ګډ سره ګرځي او را ګرځي، په دې کې يې مونږ کار نلرو، د مونږ کار له دې سره دی چې ولې په دې کمپيوټري زمانه کې افغانان بيا وغوليدل.
د افغانستان اوسني حالات هره شيبه د آفسوس وړ دي، خو د افغانانو مينځ ته له پنځه زره کلوميټره ليرې د مرکچي راتګ بيا بيخي د آفسوس خبره ده، نه په تاريخ کې شته او نه مې له چا آوريدلي چې د افغانانو کوم جنجال ته دې يا کوم کافر يا کوم هندو له دومره ليرې څخه د مرکچي په ډول راغلی وي.
هغه هم داسې مرکچي چې له افغانانو سره هيڅ ډول رشته نلري، نه په رنګ، نه په مذهب، نه په کلتور او نه په انسانيت کې، زه چې کله د اوسني مرکچي مخ ته وګورم يقيناً ذات يې څلويښت فيصده د بيزو له نسله راته ښکاري.
خلک سترګې پټوي، که نه نو هر څوک پوهيږي چې خبره د مرکچي نه ده، خبره د باداري ده.
جان کيري څوک ده؟ د امريکا په څير د يوه ظالم، انسان وژونکي، وحشي او درنده صفته هيواد خارجه وزير ده، څنګه کيدلای شي چې د يوه همداسې هيواد خارجه وزير دې دومره ښه وي چې هغه دې په نورو هيوادونو ګرځي او د خلکو تر مينځ دې د خير خبرې وکړي.
فکر نکوم چې همدغه دواړه ډاکټران دې په خپلو ليبارټريو کې د همدغه سرطاني ناروغۍ لپاره کوم درمل پيدا کړي، هو ! يو کار کيدلای شي، هغه دا چې د همدغې ناروغۍ د له منځه وړو لپاره يوه بل ته له کومې زهرجنې پيچکارۍ څخه کار واخيستل شي.
پکتیاوال صاحب السلام علیکم :
ډيره مننه ښکلی او په ځای لیکنه دی ښکلی وه په لاسونو . ژبه او قلم دی برکت شه کشکی زمونږ ټول لیکوالان ستاسی په شان قلمی جهاد کی هم خپل قلمونه تیره کړی هر څوک چه هرچیری وی چه څه یی د لاسه کیږی ونه سپموی