نظــر

لومړی بايد ولس ته معروف او منکر ورزده کړل شي

عبدالغفار سربڼ

يادونه: هیله ده دغه لیکنه د مصلحت په عینکو ولوستل شي نه د علمي کبر له کړکۍ.

خبرې به لنډې لنډې وکړم، مشهور ضرب المثل دی:  شرم مې کوت، بیخ مې خوت!

افغانانو تېرو څلوېښت کلونو کې داسې ناورینونه لیدلي چې د اوسنۍ خپلواکۍ قدر له هر څه زیات کوي او ډېر کسان چې د ۴۴ کلونو نفاق او شر پوزې ته رسولي دي، نه غواړي چې داسې یوه خبره وکړي چې خدای مکړه اسلامي نظام او زمونږ یووالي ته ضرر ورسیږي، خو کله سړی دې ته مجبوره شي چې رښتیا ووایي او نیمګړتیاوې جوتې کړي، نو په ډیر ادب لاندې څر ګندونې ستاسو ښاغلي حضور ته وړاندې کوم. هیله ده په علمي حلم یې ولولئ، الله به تاسو ته ضرور توفیق درکړي .ان شا الله

سل کاله کيږي چې لویدیځ او استعمار غربي وي که شرقي او بیا ددې خاورې پاچایان له امان الله نیولې بیا تر غني بلوګي دا هڅه په زور او ننواتې کړې چې د افغان میرمنو پړونی يعنې حجاب لرې کړي، لنډه لمن او پتلون پرې واغوندي، میلیونونه سرونه د مېرمنو د پړوني قربان شول، خو دښمن پخپل مکر او دسیسو کې کامیابه نه شو. دغه اخري فیصله د حجاب په هکله سمه فیصله ده! کوم تورزن او نومیالي به دا جرئت ولري چې د اسلامي او افغاني هویت او ارزښتونو مقابل کې مخالفت وښيي.

خو! بیا هم خو!
هغه هیواد کې چې سل کاله علمانیت او لیبرالیزم، دیموکراسي او جمهوریت ترویج او تبلیغ شوی وي، په مکتبونو کې د لوېدیځ هیوادونو ټولنیز او حقوقي درسي نصاب حاکم وي، د دینیاتو او قران شریف معلم مجبوره کړل شي چې پتلون او نیکټايي واغوندي او بیا د زده کونکو د مسخرو وړ وګرځي، دولتي مامورین دندې ته په ملي لباس کې پرې نښودل شي او جبري دریشي اغوستلو ته مجبور کړل شي، دا خو لا څه کوې ستاسو پاچایان د قران پاک ایات سم ونه لوستل شي او په معنی یې اصلا خبر نه وي، د عربي ژبې په ځای زده کوونکي مجبور کړل شي چې انګلیسي، فرانسوي، جرمني او روسي ژبې زده کړي تر څو کافي رزق کمایي کړي، ستاسو د هیواد پاچایان په دوو ژبو غږېدلو باندې شرمیدل، پښتو او عربي مدرسې په هیواد کې فقط په تبرعانو چلېدلې، دولت فقط د ابوحنیفه مدرسې نیمایي مصارف تمویلول او د وزیرانو کيسه خو پټه نه ده چې سبقونه یې په مغربي هیوادونو کې ترسره کړي وو او میرمنې یې هم له بهرني ثقافت سره بلدې وې خو په دیني علومو دومره بې خبره وو  او دي چې حتی د اختر او جنازې لمونځونه یی نه وي زده یا په فاتحو کې د لمانځه په وخت کې له مسجد نه په ادب ووځي او سګرټ څښوي، وزیر صاحب ته د خپل وزارت کوم عالي رتبه میرزا چې پخوانۍ ادارې کې یې کار کړی وي وازمایه چې دده دعاء قنوت یا حتی څلورمه کلمه زده ده، ستا د هیواد پروفیسوران او ډاکټران په دیني علومو کې جاهل پاتې شوي دي، هماغه يې نظام هماغه یې چارواکي، د تېر نظام حتی د حج او اوقافو وزیر څرګندونې د یوه جاهل نیمه عالم څرګندونو ته ورته وې، له دیني پلوه ښاغلي وزیر تاسې له مرکب جهل سره مخامخ یاست!  دغه فهرست ډیر اوږد دی ستاسو به سر په درد شی که زه د بیلا بیلو وګړو شخصی کيسې دلته راوړم خو هیله ده تاسې په مقصد پوهېدلي یاست.

یوه هیواد کې چې څه له پاسه سل کاله علمانیت، سیکولریزم او د غربي نړۍ ارزښتونه د اتاترک، ګاندي، نهرو، امان الله، جناح، اقبال او نورو څېرو له خوا تجویز، تشویق او تبلیغ شوی وي ایا په ۹ میاشتو کې کېدلی شي چې پرته له پراخ علمي موعظو او رسنیزو کمپاینونو د معروف یوه ډیره مهمه برخه چې اسلامي حجاب دی په اسانۍ او حتی پرته له غبرګون نه عملي شي؟

زما په ناقصه اند لاندې دندې هم ستاسو د وزارت پر اوږو بار دي:
هره ورځ حد اقل درې ساعته دیني عالمان او مفتیان په ټولو رسنیو کې مفصله، روانه، نرمه او فصیحه ژبه د منکراتو او هر معروف  په هکله خپرونه ولري( نه دا چې پښتو او فارسي ژبه یې لکه ماته ژرنده وخوځيږي) د اطلاعاتو وزرارت د نشراتو معینیت دی، دغه چاره تنظیم کړئ. پر ولس ورحمیږئ، دغه ولس محکم مسلمان دی خو له دین نه ډير لرې ساتل شوی. تاسې که دوی بېخبره پریږدئ، دوی مظلومان داسې فکر کوي چې پر دوی ظلم روان دی او لویدیځ هم د دوی د جهل اور ته تېل څڅوي.

ښاغلی وزیر! په زرهاوو نور منکرات ستاسو مخې ته هره ورځ ترسره کیږي او په زرهاوو معروف اعمالو نه ډډه کيږي، ستاسو دنده جوړیږي چې هغو ته هم پام واړوئ! فهرست دلته هم اوږد دی بینا سترګې غواړی:

د زکات نه تخلف، سود خوړل، بد سترګي، غلا، پټه زنا، درواغ په خروار، روژه خوړل، کبر …او نور دادی منکرات.

یتیم او کونډو او مریض او معیوب سره مرسته، صالح اعمال، خضوع او تواضع له الله نه ویره له حساب او اخرت نه ویره تبذیر او اسراف نه ډډه کول او صلة الرحم او مهرباني رښتیا او حق ویل، سمه ګواهي او شهادت ورکول او خلاصه د حکيم لقمان هغه توصیې چې زوی ته یې کړې وي او نور. دا یې هم معروف.

په دې هکله له ملیونونو زیات کتابونه نشر شوي خو ولس ورته لاس رسی او سم معلم او مکتب نه لري، دغه هم ستاسو د ادارې د محلي څانګو دنده ده چې اسانتياوې برابرې کړي.

د حق او باطل تلبیس او مخلوطول او د حق کتم او پټول په هیواد کې عنعنه ګرځیدلې وه، د حق  واکدارول او ژغورل اوس الله امارت ته ورسپارلې ده او حق فقط په رضا او پرته له جبر، اکراه، قناعت او تبلیغ په مرسته پر باطل برلاسه کېدلی شی.

همدا رنګه دغه ۴۴ کاله دلته حرام او حلال داسې سره جوګه شوي وو چې ځینې له الله نه ویریدنکو بندګانو پر مومن ولس د سړي، خره او سپي غوښې وخوړلې.

ولس ته د حدودالله احکام په هغه توګه چې دوی پرې ځان سمبال کړی نه ده، معلومه د ستاسو د ادارې دنده داده چې په دوامداره بڼه او د منظم لارښود او پلان له مخې دغه احکام هغسې ولس ته ورسوي يعنې تبلیغ کړي چې دوی یې په عملي کولو کې ستونزه ونه لري.

امیر المؤمنین حفظه الله په هره وینا او فرمان کې پر دې ټينګار کوي چې جهاد مو بریالی شو  مبارک! خو د مجاهدینو مشران اوس د ولس د مربیانو او امامانو مستقیمه دنده هم باید پر مخ بوځي.

اسلامي تربیت او روزنې ته باید زور ورکړل شي! خلاصه! د ولس په بدن کې نوې ایماني سا او وینه وبهیږي.

دوه نورې مفتې مشورې هم د الله  د رضا لپاره په ادب وړاندې کوم، که خیر په کې وینئ، ویې منئ که نه غاړه به مې خلاصه وي.
اللهم اعتق رقابنا عن النار.

د حجاب په هکله فیصله د مباحثې  وړ نه ګڼم ځکه الهي حکم دی، خو باید پام ونیسو چې د حجاب وجوب وسیله ده، د بلې موخۍ له پاره!
اصلي موخه او هدف د فساد نه د مومنه او محصنه میرمنو او مومنو او محصنو نارینغ وو  لرې ساتل دي. نو هر هغه سم حجاب چې نر او ښځه له شهواتو او د شیطان له وسوسو ژغورلی شي شرعي مقام لري. دا چې امارت پر چادري ټینګار نه لري او ویل شوي چې هر هغه لباس چې د مېرمنو (نارینه هم باید ولیکل شي) زینتي اندامونه پټولی شي او ستر راوستلی شي، شرعي مانع نه لري. الحمدلله دا هم فی وجه الله، خو ستونزه په هغه برخه کې لیدل کېږي چې د مخ پټول په وجوب او فرایضو کې شمیرل شوي.
مخ پټول زما په فکر باید له واجباتو وویستل شي یعنې په توصیو کې شامل شي. يعنې دوه لاسونه تر بندونو او مخ پټول  سره له دې چې شرعي مانع نه لري، بهتره ده چې توصیه شي نه واجب او اجباري. ما د مخ د پټولو په هکله فقط د امهات المومنین چې د پاک نبی علیه الصلوات والسلام میرمنې دي، د احزاب په سورت کې ځينې ایات لوستلي دي نو باقي د قران د تفسیر او د سیرت النبي عالمان دغه برخه باید په ډېر پراخ ډول تشریح کړي. تر څو د ولس شک په یقین بدل شي.

دوهم دا چې پخوا ستاسو وزارت یوه اداره وه چې مستقیما د امیرالومنین له خوا لار ښونه کېدله خو اوس په کابینه کې  شامله شوی ده. که دغه تشکېل له ریاست الوزرا هذف او لغو شی او د  مشرتابه دامیر المومنین د دفتر تر قیادت لاندی راشی ماته ښکاری چې هم د کاری له پلوه او هم د صلاحیت او اجرایی او حقوقی غښتلتیا له پلوه عامله او موثره اداره وګرځی. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوم له وزارت سره چې فقط اجرایی صلاحیت لری سمون نه خوری . دغه اداره د امیر المومنین باید اوږد لاس او ژبه شی او هم پس له دی چې په دغه اداره کې فصیح او غښتلي دیني عالمان استخدام شي، په حقوقي او قانون جوړونکې ادارې بدله شي.

خاطره:
په تاریخ کې دغه قصه ثبت ده، هلاکو د بغداد ښار میاشتې میاشتې محاصره کړی و، مسلمانان له لوږې او بیوزلۍ تلف کېدل او د هلاکو لښکرو هره شپه شبخون واهه او وګړي وژل کېدل:

په همدغسې حال کې راسخو عالمانو کفن په غاړه هره ورځ او شپه د هلاکو لښکرو خلاف جهاد کاوه او شهیدانیدل خو! افسوس دننه د خلافت په دربار کې چې د روافضو او معتزله ډله حاکمه وه، څو میاشتې یې په دې سره بحث او مجادله کوله چې صلیبیان  وایي قهوه حرامه ده او د شیطان او مسلمانانو د څښاک وړ.  د خلافت د دربار  عالمان په دوو ډلو ویشل شوي وو، یوې ډلې دا ویل چې قهوه حلاله او بلې ډلې بیا ویل چې نه وجود ته او خوب ته ضرر لري ځکه حرامه یا حد اقل مکروه ده. میاشتې تېرې شوې، ددې پر ځای چې د جهاد په وقت کې د سفر بری او عمومی احضاراتو فتوی صادره کړی ټینګار یی کاوه چې هلاکو د بغداد له حصن او قلعو اوخندقونو ویره لری بیرته په شا کېږی .باقی تاریخ تاسوته معلوم دی چې کله هلاکو بغداد ونیو تر یو ملیون بغدادیان یی له تیغه تیر کړل او نارینه نفوس یی هلاک کړل. نه یی معتزله پریښودله نه یی شیعه او نه یی اهل د سنته او جماعت او نه هم نوری فرقی او مذاهب.

لیس الانسان الا ما سعی  ماهغه وویل چې له وسه مې پوره وه نور امرا په خپلو کارونو ښه خبر دي او  هر څوک د خپلۍ غاړۍ د خلاصون تلاش کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

طالبانو نه دا چی حنفی فقه یی نده عملی کړی، داسلام په غټو اسرارو باندی یی ځان ندی خبرکړی. هغوی داسلام ددرویشتو کالو ددوری په ځای دعمر رض ددوری نه درس اخلی. اصلاح او تبلیغ باندی عقیده نلری په څپیړه او کوتک باندی عقیده لری. افغانستان لا دجنګ نه ندی وتلی. منافقان او مرتد خلک ډیر دی. دشریعت او غربی مدنیت په مینځ کی لا جنګ روان دی. په شریعت کی حدود دجنګ په وخت کی نه عملی کیږی او رسول علیه السلام منافقین تنها دکلمه شهاده په خاطر نه وژل. حهاد دمسلمانو دقوت او دعربو داصلاح نه ناامیدی څخه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx