نړۍ

امریکا د پاکستاني طالبانو سره د همکاری په تور د دوو ملا امامانو په ګډون ۳ کسه نیولي

imam_arested_in_floridaنن ټکی آسیا: امریکايي چارواکو تیره ورځ اعلان کړی چي امنیتي چارواکو د مسجد دوه ملا امامان او یو بل کس د پاکستاني طالبانو سره د اړیکو او پیسې لیږلو په تور نیولي دي.

دغه درې تنه نیول شوي چي امریکايي تابعیت لري، او اصل کي د پاکستان دي، ټوله د یوې کورنۍ خلګ دي، چي د امریکا په فلوریډا ایالت کي اوسیده.

یو ملا امام چي حافظ محمد شیر علي خان نومیږي، د ۷۶ کالو دي، او د نومړي دوه زامن چي یو يې ازهر خان ۲۴ کلن دا هم په یو مسجد کي ملا امام وو، او بل يي عرفان خان ۳۷ کلن نیول شوي دي.

پر دوی باندي تور لګیدلی چي پاکستان ته يي ۵۰ زره ډالره مبلغ حواله کړی دی.

امریکايي محکمې پر دوی تور لګولی دی، چي دا پيسي دوی پاکستان ته د پاکستاني طالبانو د تمویل لپاره لیږلي، تر څو هغوی اسلحه په رانیسي.

پر دوی د قتل، تښتوني، او امن خرابه ولو تورونه رسما لګول شوي دي، او ددغو تورونو د هر یوه سزا ۱۵ کاله ښودل شوې ده.

د محمد شیر علی خان یوه بل تن زوی اکرام خان چي ټیکسي چلوونکي دی، ویلي چي پلار يي ډیر سپین ږیری او ناجوړی سړی دی، هغه به هیڅ کله داسي کار ونه کړي، او نه هغه پاکستان کي دداسي خلګو سره اړیکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x