
شعـــــرونه
څاڅي مې د خوږ زړۀ لۀ دردو اوښکې/ درمان
منصور درمان
څاڅکي – څاڅکي درومي پۀ لېمو اوښکې
څاڅي مې د خوږ زړۀ لۀ دردو اوښکې
ستا لۀ خوفه جوړې شي ای پاک الله!
سیالې د غمیو او لعلو اوښکې
سپینې ملغلرې دي دانه – دانه
اخ زما د ړنګو ارمانو اوښکې
هو بهو زما د ژوند انځور غوندې
زانګي مې پۀ څوکو د بڼو اوښکې
ستا پۀ شان را ګرانې دي خؤږه اشنا!
ستا د خوږ دیدار د تلوسو اوښکې
ستا ترخۀ بېلتون کې لۀ سلګو سره
ډکې دي لۀ څړیکو او آهو اوښکې
بزم دې منصور درمان بې سېکه کړم
اوس مې هر وخت ځي لۀ سترګو سرو اوښکې
م منصور درمان