
شعـــــرونه
پلار ته!!/ عادل
نسيم شاه عادل
ستا هر یو قول مې د ژوند د تجربو په رقم
زه به ستا لار تعقیبوم کړو وعدو په رقم
هره خبره چې رایاده کړم پیغام دی پکې
تکراروم یې د مُلا د مسئلو په رقم
بغیر له ربه که بل چا ته سجده روا وي
زه پنځه وخته درتلم تاته جماتو په رقم
پلاره دا ستا پندونو زه د ژوندانه جوګه کړم
پرې مې عمل دی د قران د سيپارو په رقم
لکه چې څنګه اسماعیل د ابرهیم ومنل
زه به تابع یم ستا د آمر د هغو په رقم
خدای خبر کله به د ژوند لپاره ساه تازه کړو
مونږه شپې ورځې تیروو دلته د مړو په رقم
که څوک د ګلو ګیډۍ راوړي تماشه یې کوو
ستا په بیلتون کې راته ښکاري د اغزو په رقم
عادله ذاته ته یې قـبر له انوارو ډک کړې
جنت یې ځای کړې مقبره یې کړې باغچو په رقم