نظــر

احساساتي ولس او د توپانونو هيواد

عبدالوحيد وحيد

احساسات او جذبات د يوه غير مترقبه وېرونکي، قهروونکي ناهيلي کوونکي، خواشينوونکي، خوشحاله کوونکي او پاروونکي وضعیت ته د غبرګون ښودلو په پايله کې رامنځته کيږي.

له غير نورمال وضعیت سره د مخامخ کېدو په مهال سملاسي ناسنجول شوى ګام پورته کول د نفسياتي حالت ناسنجول شوې غوښتنه ده، نو ځکه دغه حالت ډير وخت د ګټور ثابتيدو پرځاى په خپله غبرګون ښوونکي ته د سخت زيان لامل هم ګرځي، خو که لږ شان په سړه سینه، له مشورو فکر او غور وروسته ورته سوکه غبرګون وښودل شي نو د مثبت بدلون مناسبه لامل هم کيداى شي.

کيداي شي زموږ د ولس جينيتيکي جوړښت داسې وي، يا د پوهې د کچې ښکته والى يې لامل وي او يا هم په مسلسل ډول له تراژيديو تحولاتو سره د مخامخ کېدو له امله د قهر، ناهيلۍ او حتى د خوښۍ په مهال هم له غور او فکر او د عواقبو له سنجولو پرته عجالتاً احساساتي غبرګون ښيو چې پردۍ استخباراتي شبکې زموږ له همدغې نيمګړتيا څخه ګټه پورته کوي.

تفصيل ته نه ځم خو له تيرو څلورو لسيزو راپدیخوا زموږ د ټولنيز شاته تګ لامل د چارواکو د واک حرص، احساساتي کړنې، پردۍ پېښې او له بهر څخه را باندې تپل شوي مشران او د هغوى پردۍ اجنډا ته د ولس تېر احساساتي غبرګون ګڼلى شو. د هر تحول د رامنځته کېدو په مهال حاکمو ډلو له ولس سره د جبر او توپک د شپېلۍ په زور پاروونکى چلن کړى دى چې متعاقباً له سخت غبرګون سره مخ شوي دي. د حاکمو ډلو په عمل او د ولس لخوا په عکس العمل دواړو کې د احساساتو او جذباتو شتون انکار نه منونکى واقعيت دى.

بدبختي همدغه ده چې له يوې خوا د هوايي احساساتو، عنعنوي تضاداتو، افراطي کړنو او تفريطي غبرګونونو، طبقاتي او دوديزو محرومیتونو له ستونزو سره په مصيبتونو اخته ملت او بل خوا ته ځان خوښوونکي، د واک وږي او له بهر څخه په ملت باندې تپل شوي سياستوال د خپل هېواد د وروسته پاتې کېدو، کنډواله کولو او د ملي يووالي د پاشل کېدو لامل ګرځيدلی دی.

د احساساتي کړنو حال مو دادی چې د موخو له ټاکلو پرته ځينې شخصيتونو ته په ښکنځلو او نور د غبرګون په توګه د ځينو مشرانو په توصيفونو باندې له يو بل سره لاس او ګریوان يو، خو په نړيواله کچه سياسي بهيرونو کې مخونو ته نه، بلکې موخو ته ارزښت ورکول کېږي. اجنډا وړاندې کيږي، يا هم اجنډا غوښتل کيږي. د اجنډا د عملي کولو په برخه کې له سياستوالو سره محاسبه کيږي.

موږ همدغه منفي اړخ پرون هم وځپلو، نن مو هم کړوي او د روڼ سبا څرک مو هم نه لګيږي. پرون مو حاکمې ډلې يو وړوکی شمېر ښځو ته د حقونو په نوم له ټولو نړيوالو قوانينو او له افغاني عنعنو سره په ټکر کې يو اړخيزو امتیازاتو په ورکولو کې د افراطيت خوا نيولې وه او نن مو پرونيو کړنو ته د غبرګون په توګه له ښځو څخه د حقونو د سلبولو په برخه کې د تفريط خوا نيولې ده.

ټول ژوند مو مخونو ته د ښکلا ورکولو لپاره په سندرو او نغمو کې تير کړ. ويندوى له يوه هيواد سلاکار له بل هيواد او وزير له بل هېواد څخه راشغول کيږي. زموږ د ساده بړينګانو يوه ډله ورته نڅاوې کوي، لاسونه ورته پړقوي، د “زرکلن شې” “عمر مې د تا شه” محبوب ولسمشر او داسې نورو عاشقانه او مجنونانه دعاګانو باندې يې خولې تر ستونې چيرې شي او هغه نور انقلابيان ورته تخته شي، خوبونه ورته ويني، ترانې ورته غږوي، د حفظه الله، طال الله عمرک، تره مخې، يوسف مخې، سپوږمۍ مخې او ستوري مخې القاب ورکوي.

موږ نشو کولاى خپل احساساتي اړخونه له منځه يوسو بلکې ښه داده چې احساسات په پټولو او يا هم بدلولو پرځاى د يوه مهم اړخ په توګه درک کړو ورباندې مسلط شو او د يوه واقعيت په ډول يې ومنو. کله چې موږ احساساتي کيږو، د شاوخوا واقعيتونو د درک وړتيا مو کميږي نو نشو کولاى په همدغه مهال سمه پرېکړه وکړو. د داسې حالت څخه د ځان ساتلو لپاره اړينه ده چې د احساساتو په مهال ژر له غبرګون ښودلو څخه ډډه وشي.

ډير ځله داسې پېښېږي چې احساسات سپيڅلي وي خو د څرګندولو ډول يې مناسب نه وي. که د ناوړه او پاروونکي وضعیت په شاليد او لاملونو باندي فکر وکړو او واقعيتونه درک کړو نو يقيناً د غبرګون لپاره سمه لاره مناسبه لهجه او دوستانه الفاظ موندلاى شو. اړينه ده چې د مقابل اړخ مجبوريتونه دريځ او فکري لومړيتوبونه هم درک کړو، نو بيا کولاى شو پېښو ته مناسب او معقول غبرګون وښيو. د خپلو احساساتو د لاملونو او د مقابل اړخ د پارونکي عمل د شاليد په تړاو فکر کول ددې لامل ګرځي چې پريکړه د ځان غوښتنې پر بنسټ او يو اړخيزه نه وي.

له ناوړه حالت سره د مخامخ کيدو په مهال ډير وخت انسان د پخوانیو ترخو تجربو او د ويجاړونکې راتلونکي په هکله فکر کوي. اړتیا نشته چې د هغې ماضي په ناکاميو باندې فکر وکړي چې اوس په لاس نه راځي، يا د هغه راتلونکې غم وخورو چې لاهم نه ده رارسیدلى، بلکې ښه داده چې انسان په حال کې ژوند وکړي له شته ستونزو او وضعیت په رڼا کې تصميم ونيسي. د خپل ځان په پيژندنه او له نورو خلکو د اړيکو په نوعيت باندې راوګرځئ.

په اخر کې به موضوع را خلاصه کړم چې که موږ په ديني مسایلو، ټولنيزو چارو او سياست کې د عيني واقعيتونو او حقایقو ته له پام کولو پرته لکه د اوس په شان احساساتي او نا سنجول شوى ګام پورته کوو، خپلو نيمګړتياوو ته د متوجه کيدو او د خپلو تشو د ډکولو پر ځاى سياسي مخالفينو ته د پړې ګوته نيسو، کله يو او کله بل پردي هيواد ته ښکنځل کوو، نو تل به مو ټولنيز نظم او سياسي نظام پاشلى، له نسکورېدو سره مخ او تر پایه به مو د احتياج د کچې د لوړتيا له امله د خپلواکۍ کچه ښکته ځي. که د سمون لپاره اراده شتون لري نو مجبوراً به د ارزونو، څيړنو، ګروېږنو، سمون او بدلون دود د خپل ټولنيز او سياسي کلتور برخه ګرځوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

زمونږ عام افغان ولس مسلمانان او سپين زړى او په خپل دين، کلتور او هيواد مين خلک دي مګر هميشه د پرديپاله جاسوسانو د افراط او تفريط، جبر او ناوړه کړنو ښکار او استعمال شوي. بل په تير څلور لسیز ناورين کې د يو محدود غلام بچه کړيو په لمسون د قومي، ژبني او مذهبي تعصب ښکار شوي او د ملي وحدت قوه يې زيانمنه شوي او د افغانستان افغانستان د دښمنانو په جال کې را ګير دي. بايد افغان ولس د خپل ملى وحدت د پاره سره لاس يو او د پردیو د دسيسو ښکار نشي.

وحيد

يقيناً همداسې ده جناب خوګياڼي صاحب محترمه
موږ مجبور يو چې پرديو ته د پړې ګوته نيول پريږدو او يوازې د هغوى له جالونو څخه ځانونه وساتو همدغه مو د ملي ګټو غوښتنه ده

مولوي نجیب الله زاهد

وحید صاحب مننه الله دې په عمر کې برکت واچوه

وحيد

مننه جناب مولوي صاحب محترمه. الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx